
په سیمه کې سیاسي بدلونونه خورا چټک دي ، قبایلي سيمې دمنفي بدلونونو قرباني دي . څوک نه پوهېږي ،چې د نړيوالې ټولنې په تېره بيا دامريکا دمتحده ایالاتو ښکاره دريځ څه دی ؟ سرسري ځواب دادی ،چې د تروريزم په وړاندې جګړه روانه ده او امريکا او دهغې ملګري په کې بوخت دي ، تردې هم سرسري ځواب دادی ،چې حتی امريکايان او نور نړيوال سرتیري وژل کېږي او ځينې په اصطلاح ترهګر هم ، چې له کرښې را اوړي ، ژوند له لاسه ورکوي . خو ټوله خبره دانه ده .
امريکا د پاکستان په وړاندې د ( يو ناز يوه څپيړه ) سياست پر مخ بیا يي . د پاکستان نوی ، کمزوری، تش په نامه ملکي او ټوټې ټوټې حکومت هم له همدې سیاست سره ځان عياروي خو واټن ډېر دی . قبایلي سیمې په بشپړه توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي ،نن سبا پېښور هم ګواښي ، خو نوی حکومت کله کله يوه زرګري جګړه وکړي خو بیا ژر دخبرو ميز ته کيني ، کله په هنګو، کله په خيبر او کله په باجوړ او وزيرستان کې د حکومت سرتیري تشې مورچې وولي د دوی په ژبه دهشتګرد وژني خو پایله دا وي ، چې دهشتګر لس وشل حتی یو ځل تر ۳۰۰ پورې پاکستاني سرتیري لکه ميږې ونیسي او بیا حکومت د هغو په بدل کې نیول شوي طالبان ورخوشې کړي. بس د پيشو او موږک لوبه ده او نه خلاصيږي .
بدمرغي دلته ده چې ماشه کش کېږي او پښتون وژل کېږي ، طالب ، قبايلي مشر ، ډریور ، مساپر ، دولتي سرتیري ، پولیس ، ماشوم ، ناوې او د ورا ګډونوال ټول پښتانه دي .
دکرښې دواړو غاړو ته دا لوبه روانه ده ، تردې بدتره یې لا داچې کله کله له کراچۍ او يا بل ځای نه غږ هم پورته شي ،چې دا قوم بنسټ پاله، وحشي او څه او څه دی .
دا احساساتي کرښې نه دی ، بلکې جدي سياسي پوښتنه ده ، امريکااو نړيواله ټولنه څه غواړي ؟ د پاکستان ، قبايلي سیمو او په مجموع کې د سیمې په اړه یې سیاست څه دی ؟ ولې د پاکستان پوځ او استخبارات نه مجبوروي ،چې د دهشتګردو له روزلو ، تجهیز او ورځ په ورځ چاغولو څخه لاس واخلي .
دا خو نور دلمر غوندې روښانه ده ، چې د هشتګرد له کومه راپنځي .
ددې ليکنې تز د افغانستان دخلکو پوښتنه ده ، چې :
« امريکا ولې د پاکستان په وړاندې غوڅ او قاطع عمل نه کوي او يا د افغانستان ملت او نړيوالوته په دې اړه ولې خپل دريځ واضح نه څرګندوي ؟ »
ددې تز انتی تز هغه پيچلی سیاست دی ،چې ددغه وروسته پاتې هېواد ساده خلک نه پرې پوهېږي . دانتي تز يوه لویه برخه دامريکا او پاکستان پخوانۍ اړيکې ، د پاکستان داتومي وسلې برخلیک ، په سیمه کې دپاکستان مناسبات ، دامريکا او انګلستان دسیاستونو تفاوت حتی تناقض او بیلې بیلې ګټې دي .
انګلستان له پاکستان سره اوس هم دمور او ماشوم اړيکې پالي او دا ورته بې تفاوته ده ،چې په افغانستان کې څومره خلک هر ه ورځ وژل کېږي ؟
له دې تز او انتی تز څخه ځکه یو زبات شوی سنتز نه راوځي ،چې د امريکې او نړيوالې ټولنې دريځ دپاکستان پر وړاندې ګونګ دی .
ټول پوهيږي ، دا مني او هره ورځ په معتبرو ورځپاڼو کې راځي ،چې د پاکستان حکومت ، له ترهګرۍ سره په جګړه کې ، صادق نه دی او پوځ و استخبارات په زغرده د دهشتګرو پر توليد لګيادي ، خوله دې سره سره هره ورځ میلون میلون ډالره مرسته له همدې پوځ او استخباراتو سره کېږي او F16 الوتکې ورته رالیږي . د ډالرو نيمايي برخه د دهشتګرو پر تولید لګېږي او نور یې د پاکستاني واکمنو کړيو جیب ته ورلويږي . نړيواله ټولنه بیا اعلان کوي ،چې دمرستو په اړه دحساب و کتاب کوم میکانيزم نشته یعنی Don’t Worry! . د (CIA) وروستیو اعتراضونو وښودله چې امریکا نوره په هرڅه پوهیږي او آن د (ISI) او القاعدی ترمنځ د اړیکو پولې یې هم موندلی چې د حقاني ډله ټپله او نور بنسټپال څنګه د امریکا پلانونه پر اوبو لاهو کوي او دغه ځواکمن هېواد د بیړا په څېر غولوي.
پاکستان په چټکۍ سره مخ پر طالباني کيدو روان دی ، پښتونخوا د طالبانو شوه ، سهیلي هغه ( بلوچستان ) یې هم خپله وربوله ، په کراچۍ کې هم ډلې ډلې ګرځي او اسلام اباد خو دسره جومات تبې لا هم نه دی پريښی ، پوځ ورته ګوري ، ځکه غواړي د پاکستان خلکو اونړیوالې ټولنې ته دا وروښيي ، چې هه! وګورﺉ :« ډېره ډیموکراسي ډیموکراسي مو ویله دا یې انجام شو ! »
پوځ په تمه دی ، چې ملکي حکومت هومره کمزوری شي ،چې خلک پخپله خوښه پوځ ته مراجعه وکړي او د پاکستان د ژغورنې لپاره یې يوې بلې کودتاه ته میلمانه شي . په ملکي حکومت کې زاړه سیالان ( مسلم ليګ ق او PPP ) د یوبل په تخریب لګیادي ، ددغې سیاسي ټلوالې يوازينې صادق غړی عوامی نیشنل پارټي ده ،چې له بده مرغه هم د خپلو سياسي دوستانو هېره ده او هم ورځ په ورځ د طالبانو کړۍ پرې راتنګيږي ، استخباراتي کړۍ خو یې هره شیبه زوال له خدايه غواړي !
د بلوڅو پاڅون چې د اکبر بګټي ځای ناستي تلال بګټي تر مشرۍ لاندې روان دی په سختۍ او بیرحمۍ ځپل کېږي . ددې اړو دوړ ګټه هم پوځ و استخباراتو ته رسیږي ،چې غواړي له ملکي حکومت څخه دخپلو اجرااتو لپاره ټول صلاحيتونه راخپل کړي .
له پښتنو قبایلو سره ستره لوبه او لویه جفا وشوه ، تقریبا ټول قومي مشران یې ورووژل او ټول قبايلي ارزښتونه یې ورختم کړل جرګې مرکې هیرې شوې او سپين ږيري ، ملکان او قومي مشران نور نشته ، ټوله اراده دهغواستخباراتي مرکزونو په کنترول کې ده ،چې دلته دديني مدرسو په بالاپوش کې پټې شوي دي . اومخامخ له General Head Quarter(GHQ) څخه دستور اخلي .
دایوه بله پروسه ده ،چې که مخامخ امريکا له ډيورند څخه وراوړي دطالبانو او القاعده تر څنګ د قبایلو له غبرګون سره هم مخامخ شي دلته بیا اسانه ده ، چې زرګونه عرب ، پنجابي ، چیچنیايي ، ازبک او نور جنګيالي دمیلیونونو خلکو په منځ کې ورک او پټ شي .
د پاکستان ملکي حکومت دا هر څه ويني او لکه نیزوړی هر خس وخاشاک ته لاس اچوي يو ځل له طالبانو سره دجنګ اعلان کوي او بیا ډېر ژر له هغوي سره دسولې خبرو ته کيني ، که جګړه کوي مجبوره ده له پوځ څخه مرسته وغواړي ، چې په دې صورت کې پوځ د عقیدوي احساساتو او سیاسي پالیسۍ له مخې له خپلو بچیانو ( طالبانو) سره نه جنګيږي او لکه دخیبر جنګ د بوسو بارې په توپونو ولي . که د سولې او تفاهم خبرو ته سره کيني بیا بل جنجال دی ؛ له یوې خوا دهشتګرد ورځ په ورځ له پياوړي دريځ څخه خبرې کوي او شرطونه یې زیاتیږي ، له بلې خوا د سولې پيمانونه هیڅکله بریالي نه وو ، تجربو وښوده ، چې له ترهګرو سره سوله سرچپه نتیجه ورکوي ، يعني هغوی ته دچاغیدو ، پياوړي کيدو او تجهیز يوه بله موقع په لاس ورځي ، چې هر ځل دسولې په موقع دوی لا ډېرې ځمکې نيولي دي . نړيوال فشار د سولې او مفاهمې په وړاندې بل خنډ دی .
ملکي حکومت دومره بیچاره شوی ، چې يو ځل امریکا ته دلومړي وزير يوسف رضاګيلاني دسفر په درشل کې اعلان وشو ، چې له دې وروسته به د پوځ استخباراتي اداره ISI دکورنیوچارو وزارت تر امر لاندې کار کوي ، بیچاره لومړي وزير غوښتل دا بدلون د یوه سوغات په توګه له ځانه سره امريکې ته یوسي ، خو سوغات په لاره کې وڅڅيده ، دی لا د امريکې په هوايي ډګر کې نه و کوز شوی چې ISI يوه خندوونکې کودتاه وکړه او ويې ويل چې دمطبوعاتي ويناوو مرکز تېروتلی و ، کېسه زړه په زړه ده ! او په دې توګه ښاغلی لومړی وزير تش لاس دامريکې د ولسمشر په حضور کې مشرف شو (!) .
په افغانستان کې چې ورځ په ورځ امنيتي وضعیت خرابیږي ، امريکايان دې ته ناست دي ،چې د دوی په ژبه ترهګر له پولې راواوړي او دوی یې دخلکو په منځ کې وولي دوی ډېر ځله دترهګرو پر ځای د واده ورا ، دمساپرو موټر يا عادي کلیوال ویشتلي وي . او کله کله دوی پخپله په درجنونو وژل کېږي خو سنتز نه شته .
دافغانستان خلک چې خپلې ساده پوښتنې ته ځواب نه شي موندلای حيران دي ، چې څه وکړي . همدې حالت دافغانستان پر دولت هم شرایط سخت کړي دي . ځکه نړیواله ټولنه دافغانستان خلکو ته په ښکاره او واضح توګه نه وايي ، چې دترهګرو له ځالو سره به څه وکړي ؟ نړيواله ټولنه او امريکا د افغانستان خلکو ته واضح او روښانه پيغام نه ورکوي چې بالاخره به له پاکستاني پوځ او استخباراتو سره څه کوي ؟ ، چې د وژونکو پېښو پلانونه جوړ نه کا او هره ورځ چاودنې ، ځانمرګي بریدونه ، د ډله ډله ترهګرو تجهیز او مسلح کول ودروي .
دافغانستان د حکومت په تیرو درې څلور کلونو کې یوه لویه لاسته راوړنه داوه ،چې بالاخره یې پر نړيوالې ټولنې داومنله ،چې ستونزه بهر ده ، او د پاکستان ځينې معلومې کړۍ د ترهګرۍ ملاتړ کوي . امريکې او نړيوالو دا منلې ده ،چې دننه د افغانستان ستونزې هم د پام وړ دي خو اصلي ستونزې دا نه ، بلکې دترهګرۍ جرړې دي ، چې تر ډيورندها خوا پرتې دي .
اوس نو دافغانستان حکومت ته بويه ، چې د يوې فعالې دیپلوماسۍ له لارې دافغانستان دخلکو ساده پوښتنې ته ځواب ومومي داسې ځواب ، چې بالاخره نړیواله ټولنه د یوه قاطع تصمیم په پايله کې دترهګرۍ له ځالو او سرچينو سره څه کوي ؟!
چې هم افغانستان ، هم پاکستان هم هندوستان او بالاخره ټوله نړۍ ورڅخه په امن کې شي . په تیره بیا د پښتنو دقتل عام غمجنه پروسه ودريږي .
د«سیمه ییز مطالعات » ددغې ګڼې يوه لويه برخه په سیمه کې دوروستیو پېښو ا و پر افغانستان یې داغیز تحلیل ته ځانګړې شوي ده . په دې ګڼه کې دهغې ناستې مقالې خپريږي ، چې په همدې اړه جوړه شوې وه ، ددغو مقالو او ویناوو يوه لويه برخه هم پر هغو پوښتنو راڅرخي ، چې پاس ورته اشاره وشوه او هیله ده ، چې دا لیکنې به داسې مهمو پوښتنو ته دځواب موندلو دهڅې يو څرک وګڼئ .
له ( سيمه ييز مطالعات ) څخه په مننه