
چې ګل ته لاس کړمه اغزي مي نیسي
جانانه ستا دکلي سپي مي نیسي
تندیه داغ به خامخا درکوم
خپلو رټلی یم پردي مي نیسي
څښتنه تاتې لګوم په خاورو
ولي سجدو باندي مېرګي مي نیسي
غم دي بدمعاش دی ولا نیغ رادرومي
په ټول بدن کې له زړګي مي نیسي
هروخت په خیال کې درنه لاس چاپېرکړم
رضوانه خپله بې کسي مې نیسي