
لاس وهم په غاړه ساه مې بنده ده
ولا بې له یاره ساه مې بنده ده
ستوني کې مې غم منګولې خښې دی
درد کوي نګاره ساه مې بنده ده
ستا دلاسه میر دکاروانونو شوم
وزم له دې ښاره ساه مې بنده ده
خوردي کړه پړونی کفن نغواړم
خوش یمه پرې یاره ساه مې بنده
ساه راکړه رضوان یم څه کافر نیم
چېرې یې قراره ساه مې بنده ده