غزل

 
زړه مې روغ درکړ خو وران دې راته پرېښود
په اور سوى بيابان دې راته پرېښود
دوږمې غوندې به ټول عمر خورېږم
خو که يوه شېبه باران دې راته پرېښود
چې دې سترګې رانه واخيستې نوهله
ډک له ستورو شين اسمان دې راته پرېښود
دا ستا تللو ماته څه راکړل صرف دا چې
يو په اوښکو لوند ګرېوان دې راته پرېښود
بس يو ځلې ښکولول دپناه سترګو
په زړګى کې لوى ارمان دې راته پرېښود
په لوى لاس دې کړې لمبه زموږ جونګړې
درقيب کلى  ودان دې راته پرېښود
جنګه څه دې وکړل ، څه دې را ډالۍ کړل ؟
تش په وينو سور ميدان دې راته پرېښود
 
٢٠١٢ اپريل ١٢_ کابل