
لکــه چــــــــې يوشخــص ســر، ﻻس ، پښې او نـــور اعضاء لــــري همــدغه راز ســـراو صورت لـــري . دکابينې په راس کښې چې څوک واقع وي هغه دسر په شان وي او وزيران داعضاوو مثال لــري . ځکه چــې ديوه شخص دوجــود په ساختمان کښې داعضاوو تناسب ډېرمهم دی ، پـــه کابينه کښې هم عضوي تناسب ډېراهميت لري . هماغسې چې ديوه وجود غټ سراو کوچني اندامونه يا بالعکس کوچنی سراو غټ اندامونه غيــرطبيعي معلوميږي ، ديــوې کابينــې په رئيس اوغــړو کښې هم بايدغيــرطبيعي غټـــوالی او کوچنيتوب موجود نه وي . که صدراعظم ډېرغټ اومقتدر شخــــص وي او اعــضاء يــې ډېرضعيف اوکوچنــي وي له هغه بلستي سړي سره شباهت لري ، چې سريې دغټ سړي او اندامونه يې دکوچني هلک وي . اوکه بالعکس صدراعظم ضعيف او وړوکی وي مګراعضاء يې تر ده مقتدر او قوي اشخاص وي ، نوهغه لوی سړي ته به ورته وي چې سريې کوچنی او نور وجود يــې ډېر غټ وي . لــکه چې کله کله يې د ترجمان جريده (( خميرخان )) په نامه تمثيلوي . خدای دې وکړي چې زموږ کابينه د رئيس او اعضاوو په لحاظ متناسب ساختمان ولري او دشخصي اقتدار او ارستوکراتئ په وجه ځينې ډېرغټ اوځينې ډېر واړه نه وي ياپکښې سکه اوناسکه نه وي پيدا شوي . افغان جريده لومړی کال ، پنځلسمه ګڼه د1350 دليندۍ 15 مه د1971 د ډسمبر6 مه دغه ليکنه دمحرر په مستعار نوم خپره شوې ده تبصره : که د الفت صاحب فورمول دنن ورځې په کابينه تطبيق کړو _ ديوکاريکاټوربڼه يې غوره کړې اوسکه اوناسکه خوهېڅ نلري !!!