ستا له سترگو نه

  ستا له سترگو نه  مې  سترگې الهام اخلي
لکه مست میخورساقي نه چې جان اخلي
څو  تورنگي دسپین رنگو په نوم راغلل
داسې بریښي چې غیرت مې له قام اخلي
تا  خوږمن  کړل تا بربنډ نړۍ ته وښود
یوه   ورځ  به   خامخا   انـــتــقام اخلي
پـــــه لمسون دچاپردیوو داسې وشول
چې   امام   زمــــــا  دکلي اسلام اخلي
بس توکل (ستونه)په هغه څښتن وکړه
چـــې اغاز درځينې اخلي انجام اخلي