دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دلسمې اوونیزې غونډې رپوټ

  د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير لسمه غونډه د ١٣٧٨ کال د زمري په ١٩ نېټه دشنبې په ورځ د استقلال په لېسه کې دفرانسې  په کلتوري مرکز کې جوړه شوه . د غونډې مشرمېلمه د هېواد سياسي او فرهنګي شخصيت  ښاغلی ډاکتر اشرف غني احمد زی و.
   په غونډه کې دمیرمن بهیر په ۴۳ غړو سربیره ښاغلوعبدالله پيکار ،ډاکټر خوشال روهي ، عبدلغفور ليوال ،  محبوب الله محبوب ،ګل محمد اریوبي او علم ګل سحر هم ګډون کړی و. دغونډې ویانده پیغله سوله نيازۍ وه.
    لومړی علم ګل سحر دمیرمن بهیر د ویبپاڼې دکار دپرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې دبهیر په ویبپاڼه کار روان دی ، اوس مهال ازمایشي خپرونې لري ، په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي ، لازمه ده چې دویبپاڼې دبرخو مسوولینې دسایټ دهرې برخې لپاره پوره مواد چمتو ولري او دا ویب پاڼه باید یوه دایمآ فعاله ویبپاڼه واوسي.
    ورپسې د طوبی نداساپۍ له خوا د تېرې غونډې رېپوټ ولوستل شو وروسته د بهير پر کاري مسايلو خبرې وشوې چې په دغه ترڅ کې انجنيرې راضيې نعيمي ، خاطرې اسحق زۍ ، ندا ساپۍ ، دلافروز ځيرک  فرېبا ظاهر او ساهرې شريف په ترتيب سره ، د مېرمن بهير ويب سايټ ته د ورسپارل شويو برخو لپاره د موادو د راغونډولو په اړه خپل رپوټونه بهير والو ته وړاندې کړل .
   وروسته آغلې ساهرې شريف ،دغونډې میلمه ته د میرمن بهير د هدفونو،دندو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او په دغه ترڅ کې يې وويل چې د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير يوه غير سياسي او غير انتفاعي ټولنه ده او بنسټیزه موخه يې د هيواد په کچه په يوه واحده کړۍ کې د ښځو راټولول او دهغوی د هر ډول  کلتوري او ټولنيزو فعاليتونو څخه ملاتړ کول دي .
ورپسې ښاغلي ډاکتر احمد زي لومړی بهير والو ته د مېرمن  بهير د جوړېدو مبارکي وویله  او دا يې د افغانو ښځو په ژوند کې د پرمختګ يو ستر ګام وباله اود مجلو له چلونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې په خپلو مجلو کې ښځواو هغو مطالبو ته ډېره ونډه ورکړي چې د ښځو له خوا ليکل کېږي.
     ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي بهير والو ته په خطاب کې وويل چې  دی اوس کومه دولتي دنده نه لري ، او نه غواړي چې وې لري خو که چېرې دوی پخپله  له ده څخه څه  غوښتنې لري  نو دی به له خپلو شخصي امکاناتو څخه له میرمن بهیر سره  ترخپله وسه مرستې وکړي .همداراز هغه زياته کړه چې هرې ستونزې سره بايد د حل يوه لاره هم مشخصه شي .
ورپسې  آلینا راسي ، رابعه غرشین ، تورپیکۍ ، بلقیس ودان ، راضیې نعیمي ، دل افروز ځیرک ، فرشتې ، فرحناز اودمیرمن بهير ځينونور غړو ، دځینوستونزو په اړه خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې د مېرمن بهير له لويو هدفونو څخه د ښځو سواد او د هغوی د پوهې د کچې لوړول دي چې په دې برخه کې بايد ډېر کار وشي.
ښاغلي احمد زي د بهير والو د وروستيو څرګندونو پرحواله وويل چې :
 _ که چېرې يو نارينه بېسواده وي نو له هغه سره به يو نسل نالوستی پاتې شي خو که يوه ښځه نالوستې وي نو له هغې سره به کابو څلور نسله نالوستي يا بېسواده پاتې کېږي ځکه دا ښځه ده چې انسان روزي او ټولنې ته يې وړاندې کوي.
همداراز ښاغلي ډاکتر احمد زي مېرمن کلتوري ټولنيز بهير سره د هر ډول مرستې تياری وښود او ژمنه يې وکړه چې د دوی غږ به نړيوالوته رسوي او نړيوال به له داسې يو ستر بدلون څخه خبروي. وروسته دغونډې په برخه والو د( رنځوري هیلې)  کتاب  (مرڅله ) او (اریوب) مجلې وویشل شوې.او دکتاب له لیکوال ښاغلي سوله مل  شینواري او دمرڅله او اریوب مجلو له مسوولینو څخه مننه او ستاینه وشوه.
دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دکاري پلان له مخې په پام کې وه چې  په دغه غونډه کې دآغلې ندا ساپۍ کیسه کره کتنې ته وړاندې شوې وای او دکیسه لیکنې په اړه دهیواد مشهور لیکوال او ادبپوه استاد سعد الدین شپون  لکچر اورول شوی وای  خو د وخت د کمښت له امله  کره کتنه او مشاعره ونشوه او وپتیيل شوه چې د راتلونکې غونډې ويانده به ډاکټره رابعه غرشين وي همداراز په داستان ليکنه به بحث او د نداساپۍ پر کيسه به کره کتنه کېږي او مشاعره به هم وي .
غونډه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسېدله .دمیرمن کلتوري بهیر غونډې دهرې شنبې ورځې د ماسپښین په ۲ بجو داستقلال لیسې په تالار کې جوړیږي.