دنښتر ددوديزې مشاعرې په وياړ دمبارکی پيغام

له هر لومړۍ دلوې پکتيا دنښتر دوديزې مشاعرې په وياړ دسلامونو په بدرګه دزړۀ له کومې مبارکۍ په شاعرانه ولولو سره دپکتيا ادبي ټولنی مشر ښاغلی ډاکتر محمد هاشم او ددې ټولنې ټولو قدرمنو چوپړوهونکو قلموالو ته اوهمدارنګه په لويدزو هېوادو کې دنښتر مشاعرې سمبالونکی په جرمني کې ميشت هڅاند فرهنګي ښاغلی محمد امين بسمل ته ډالۍکوم
پدې غوړيږم چې دنښتر کليزه همهاله دلوې پکتيا مرکز دګرديز په وياړلې تاريخي ښار کې اوهمدارنګه دجرمني په مونشن او فرانکفورت ښارو کې دبيلابيلو ادبي فرهنګي ټولنې استازو په ګډون سره لمانځل شوه...چې دا د پښتو دژبی دودې او پرختيا ستره وياړنه بلل کيږي.
د ارې د ټبر څرکه
دسهاک دتورې پړکه
له نښترۀ دقربان شم
د پکتيا غرونو محکه
رحمان ګل توتاخېل
المان