دروهي ادبي بهيرناسته دعبدالغفورليوال په مشرۍ ترسره سوه

له هار ويبلاګ نه په مننې سره
سيداغا(وطن يار)- کندهار
په کندهارکي دروانوادبي اوفرهنګي ناستودلړۍ څخه دهمدې ولايت په کندهارادبي دربارکي دروهي ادبي بهير پرلپسې ٢٩١يمه اوداووم کال دوهمه ناسته اومشاعره دپنجشنبې په ماپښين د١٣٩٠ لمريزکال دکب حوت پر١١مه دوتلي ليکوال اوشاعرعبدالفورليوال له مشرۍ ترسره سوه.
په پل کي دتيرپه څيردقرآن کريم څومبارک اياتون تلاوت کړل سول،ورپسي دپل خبري دکندهارپوهنتون دښووني اورزوني پوهنځي دپښتوڅانګي محصل ليکوال سيف الدين لودين واورولې،ښاغلي لودين پرناستوحاضرينوږغ وکړچي دشعرترڅنګ نثرته هم مخه کړي دده په باورافغانستان يواځي شعرته ضرورت نه لري په وينايي چي ديرکارونه دي چي دنثردلاري کيږي.دښاغلي لودين دلندي ويناوروسته دروهي ادبي بهيردګذارشګرادريس بلال لخوادتيري اونۍ راپورولوستل سوچي دلاښه والي په موخه ورته نظرونه اومشورې ورکړل سوي.دمعمول سره سم کره کتنه وسوه اوداواردځوان ليکوال ثناءالله مخلص پرليکنه (دپښتوادبياتوتاريخ)باندي کره کتنه وسوه
\"\"
 
دپښتوادب لنډتاريخ

دپښتوادب لنډتاريخ دلوي اومبتکراستادعلامه پوهاندعبدالحي حبيبي له اثاروڅخه يوارزښتمن اثاردي چه لمړي چاپ يي په ١٣٤٦ه ش اودوهم چاپ يي په ١٣٨٧اودريم چاپ يي په ١٣٩٠دکندهارداطلاعاتواوفرهنګ رياست ٣٤٤صفحي کي په خوراښه صحافت اورنګ سره چاپ کړددغه ارزښتمن کتاب په لمړي سرکي دژبوويش راغلي چه موږيي دښه مثال لپاره دغه څوليکي په لاندي ډول رااخلو.

پښتواوزړه پارسي

زړه پارسي ٢٥٠٠کاله دمخه په پاريس کي ويله کيده اودهغه منشي باچاهانوددربارژبه وه خوددي ژبي کوم کتاب نه دي پاته فقط دايران اومصرپرځينوځايوباندي ددي ژبي يوڅوډبرليکونه په ميخي خط پاته دي

چي ټول ٤٠٠لفظونه کيږي .

دلوي استادارواښادعلامه حبيبي زيات اثارموږته راپاته دي چه په واقيعيت کي دپښتوژبي اوادب لمن يي پراخه کړي ده هغه څه چي موږپه پښتوادب کي زده کړي هغه هم ددوي داثاروپه برکت سره همدغه کتاب چه نوم يي دي دپښتوادب لنډتاريخ کتاب کښي هرهغه څه زده کولاي سو کوم چه موږورته ضرورت لروپه همدغه کتاب کښي دپخوانيوکلاسيکوشاعرانوپه شعرونوکره کتنه اودکلاسيکوشاعرانوپيژندنه په خوراورين تندي سره يوځاي سويدي چه موږاوتاسي دکلاسيک اوصوفي شاعررحمان باباژوندليک

اودشعرتجزيه دلته رااخلو

رحمان بابا

په پښتوشاعري کي بل دپيژندني وړاولوي صوفي شاعرعبدالرحمن دعبدالستارزوي په قوم مومنددي ،چي پښتانه يي رحمان بابابولي

په [١٠٤٢هـ]دپيښورپه جنوبي خواکلوکي پيداسوي وودي دبهادردکلي دي چي دپيښوره تقريباً دري ميله دجنوب طرفته پروت دي اوپه دغه علاقه کي درحمان بابا ځاي هزارخانه نوميږي . دپټي خزاني دموليف روايت دي چه رحمان بابادملايوسف څخه فقه لوستلي وه دده دوفات کال د[١١١٩هـ]په ساوخواکي ټاکل کيداي سي .داسي معلوميږي چه رحمان بابايوباعمله صوفي اوديوساذه ژوند خاوند وو

مګرسره ددغه چي دي له غريبي طبقي څخه بلل کيدي دعشق اولوي همت په برکت دده ژوندداستغنااوعالي همتئ په سايه کي تيريدي

لکه چي وايي :

هــم په داچه نه لــــه ځايـه چيرته خوځم

نــه دهيڅ يوه مخلـــوق يـــم منـت ‌‌بـــــار

اب وخورلکه اسياپه ځـــــــاي رارســـي

په خپل کورکي مي سکون دي هم رفتار

درحمان بابادژوندزمانه داورنګزيب دپاچاهي په وخت کي ده اوداهغه وخت ووچه مغلوپه پښتنوکي نفاق اومخاليفتونه پيدا کول چه دوي سره وه جنګوي اوخپله پاچاهي پروه کړي نوځکه په دغه زمانه کي جنګ جګړي اوظلمونه ډيروونورحمان بابادغوخونريزيو ته په انتقادي نظرګوري اووايي:

هزارحيف دي چه داهسي رنګه جاري

واقـع کــــيږي ددنيـــا په ســـودوزيـــان

درحمان بابادژونداکثره برخه ترهغه ځايه چه دده داشعاروڅخه معلوميږي په درويشي اوانزواکي کي تيره سويده دي ويني چه داستعماردظلم اوردډهلي څخه پرپښتنوبل دي اوله دي جهته نودخپل کوراوکلي څخه تښتي اووايي:

په سبب دظالـــــــمانوحاکـــــمانو

کوراوګورپيښوردري واړه يودي

درحمن باباپرشاعري باندي دخوشحال خان دفکراثرهم لويدلي دئ اودوي دواړه په يوه زمانه کي تريوه اجتماعي سازمان لاندي ژوندکاوه امافرق يي دوني وچي رحمان بابادزماني له ناوړوسره مبارزه نه کوله

خواستقامت يي درلود :

لکه ونه مستقيم پخپل مقام يـــــم

که خزان راباندي راسي که بهار

مګرخوشحال خان خويومبارزاوجنګي سرداروونوځکه دغه دواړه شاعران دمغلودظلموڅخه ژاړي درحمن باباژړاديوصوفي اوواعظ ژړاده چي په نتحجه کي صرف ظالم ددنياپه نابودي اودمرګي په تاخت وتاراج بيروي:

اورنګزيب چي ارايش دتخت وتاج کـــــا

تخت وتاج به يي مرګي تاخت وتاراج کا

درويش رحمان بابابي له دغه شاعرانه تهديده بل څه په لاس کي نه لري اووايي:

په جهان کي به يي پاتوښه بدنوم شي

ده زده چاري دکسري که دحجاج کا

اماخشحال خان تنهاپه دغسي شاعرانه نصيحت ګويي نه قانع کيږي بلکي د دي ظلم په مقابل کي توره هم استعمالوي اووايي:

دافغان په ننګ مي وتړلــــــه توره

ننګيالي دزماني خوشحال خټک يم

درحمان باباپه شاعري کي دتصوف لوبرخه شامله ده چي په هغه جمله کي يوه هم دوحدت اوعشق مسله ده دوحدته څخه مطلب دادي چي صوفي شاعرپه ټولوکايناتوکي ديوه خداي دنورتجليات ويني اوبي له دغي رڼابل څه نه سي ليدلاي رحمن باباوايي :

نه يي څوک په سترګوويني نه ليده شي

خوبي چونه بي چګونـــــــــه نمايان دي

درحمان بابا نظردابدي نورپه تماشاکي هسي تيز ووچي په بت خانه کي يي هم دغه جلوه کتله دي وايي:

دازما ديارجلوه ده چي ليده شي

لکه نمرپه صومعه په سومنات

اوبياوايي:

رحمن حسن دياروينم په پرده کي

نه پټيږي نوردحسن په قامــــــوس

رحمن بابادپښتودصوفيانه اوعاشقانه تغزل استاد دي تردي اندازي چي ده ته دعشق اوجمال شاعرويلاي سووايي چي ده له موسيقي سره هم عشق درلود اوپخپله به يي هم رباب ږغاوه يعني ده دارټ دوه مهم توکي سره يو ځاي کړي وو هم دکلماتو دانسجام اودمعني دپرورښت ارټسټ وهم دږغولو دترتيب درباب په تاروکي هنرمندواوداخبره دده هنري استعدادښه ښکاره کوي صوفي شاعرهميشه دعقل نارسايي دحقايقو په ليدنه کي ويني اوګوري چي ډير پټ اسرارسته چي دانسان عقل يي له درکه څخه عاجز دي نو له دي جهته رحمن باباهم لکه نورصوفي شاعران دعقل اوجدل له هر کاري څخه دعشق اومحبت حريم ته تښتي نووايي:

څودعشق په ميخانه يي داخل نه کړم

پخته نه دي دغه خــــــام عقل زمــــا

بل ځاي داسي وايي:

لاس دعـــــــقل دي اسمــــــان ته نه رسيږي

داخوعشق دي چي په عرش کرسي قدم ږدي

صوفي شاعردادعوالري چي دعشق په وزروسره اسمانونوته ختلاي شي اوعقل په دي کار کي ناسار دي مګردشلم قرن انسان دعقل په لارښوونه دسپوږمي کره تسخيروي خوداخبره هم دصوفي ادعانه سي باطلولاي ځکه صوفي وايي چي دعشق په برکت دده نظردوني وسعت اوتيز مومي چي علاوه پرسپوږمي نورټول کاينات اونظام شمسي ليدلاي سي :

عشوه مفروش بمن اي ملک الحاج که تو

خانه مي بيني ومن خانه خدامي بينم

حافظ

درحمن باباپه نظرکي درويش دانسانيت دکمال يوسمبول دي اوداهغه څوک دي چي دخپل ځان اوروح داسي روزلي دي چي دکايناتو دحقايقوکشف په خپل قوت سره کولاي سي او په هغه ځاي کي چي دعقل پښه لنډيږي صوفي دعشق پرنيلي سپوراونامعلوم حقايق ويني رحمن بابا وايي :

چي په يو قدم ترعرشه پوري رسي

ماليدلي دي رفتــــــار ددرويشــــــانو

رحمن باباهم لکه نور صوفيان عشق دانسان دپيداکيدو اصلي محرک بولي اووايي:

داجهان دي خداي له عشقه پيداکړي

دهمـــــه وومخلوقــــــاتوپلاردي دا

دغه عشق دساينس په ژبه عمومي جاذبه بولي چي نظام شمسي ټول يوله بله سره نښلوي اودرحمان بابا په نظردوني وسيع دي

چي دنظام شمسي ټول متعلقات په صوفيانه تعبير داسي ښيي :

دااسمان چي لوي په عقل کي ليده شي

په محيط دعاشقۍ کي يوحباب دي

درحمان بابا په شاعري کي يوډيرمفيدعنصردادي چي دي داجتماعي ژوند دسمون لپاره ځيني ښه ښه نصيحتونه هم لري چي زموږپه روزمره ژوندکښي په درد خوري مثلاپه ژوندانه کي ارزواوطلب دواړه دانسان لپاره ضروري دي اورحمان باباداسي دغه مطلب راښيي:

دذري په څيرافتاب په طلب خپل کړه

لکه تيږه هسي پروت په زمين مه شه

کارپه تش لستوڼي نه کيږي بي لاسه

لاس په ږيره کړه بي لاسه استين مه شه

هنراودانساني کار کړني داسي ستايي:

بي هنرولـــره قندزهرقاتــــــل دي

قنديي وګڼه که زهر په هنر خوري

دانساني همدردۍ اوخدمت په خصوص کي داسي وايي:

هغه زړه به له طوفانه په امـــــان وي

چي کښتۍ غوندي دخلګوباربردارشي

په دي بيت کي دپښتنودژوندانه يوه بده نقشه کاږي اودځان لپاره له هغي څخه امان غواړي:

خداي امان راکړه له هسي زندګۍ

چي ته بد وايي له بله بل له تـــــــا

درحمان بابايوغزل:
په دنياکي مخ دياردي نورڅه نشته هرڅه دۍديارديداردي نورڅه نشته
چي وهجرووصال ته يي نظرکړم يودوږخ دي بل ګلزار دي نور څه نشته
کارخانه چي ددي دهر ليده کيږي همګي دعشق سرکار دي نورڅه نشته
هرمژګان يي په ماهسي چاري کاندي وايم عين ذولفقار دي نورڅه نشته
بويه مرد چي يي له مخه زلفي واخلي دغه ګنج دي دغه مار دي نور څه نشته
هر طبيب ته چي ځان وښايم داوايي چي له عشقه دي ازاردي نورڅه نشته
خوار رحمان که بي تامينه په چاوکا
عين دقتل سزا وار دي نورڅه نشته 
دارواښادروح دي ښادوي په درنښت مخلص دکندهار ښار پنځمه ناحيه





په پيل کي ښاغلي مخلص ددې ليکني په اړعه معلومات ورکړل اوويي ويل چي دغه ليکنه يي دلوي استاعلامه عبدالحى حبيبي (رح) په کتاب (دپښتوادبياتولنډتاريخ)باندي کړي ده دده په ويناده (مخلص)يوه سلسه شروع کړې وه چي په هغه کي د١٣٨٩لمريزمال دنوي اوزوړچاپ کتابونوښېګڼي بيان کړي نوداليکنه هم دهغوليکنويوه ده.په لمړي سرکي ليکوال اوشاعرغلام سخي نوريوال وويل چي ليکنه اوعنوان بيل دي دده په خبره ليکنه دپښتوادب پرلنډتاريخ سوې خودلته درحمان باباذکرډيرسوى دى.دنورويوال په خبره بايدعنوان اوليکنه خپل په منځ کي څه ارتباط بايدولري.محمديار- ياربيادمخلص څخه ګيله لرله چي ولي پروخت روهي ادبي بهيرته نه راځي ديارپه خبره چي دادمخلص دغيرحاضرۍ له امله داسي کيږي،دده په باورکه مخلص پروخت روهي ابي بهيرته راتلاى اودلته يي په کره کتنه کي په دوامداره توګه برخه اخيستلاى نوبيابه يي ليکنه تردي لاهم ښۀ واى.ځوان شاعراوليکوال احمدالله مفتون هم دنوريوال دخبري په تايئدوويل چي ليکنه اوعنوان يودبله سره فرق لري.سيف الدين لودين بياڅوټکي په ګوته کړه اوويي ويل چي يوخويي املايي ستونزه ده چي هغه به کيداى سي دکپموزپه وخت کي سوي وي،اواصلاح په سي،دوهمه داچي که ليکنه پرلکتب وي نوولي يواځي درحمان باباژونداوشاعري په کښي روښانه سوي ده دلودين په خبره له پښتوادب لنډتاريخ کي ډيرليکوال اوشاعران معرفي سوي دي اوبايددکتاب نوري ځانګړني رااخيستل سوي واى،ښاغلي لودين خپله خبره په دې پاي ته ورسول چي دادخوشحالۍ خبره ده چي زموږځوانان دڅيړني سره مينه ښيي اوپه دې اميديوچي مخلص يوښه څېړونکى سي.
له بهيروالوڅخه وروسته خپله ثناءالله مخلص ويناوکړه اوويي ويل چي دادهغي سلسلې واري ليکني يوه برخه ده چي ده پرکتابونوکول اودايي هم داستاحبيبي صاحب پرکتاب دکتاب دروښانتيالپاره کړې ده .له کره کتني وروسته ازاده مشاعره پيل سوه چي دټولوراټولو١٨٩تنوڅخه ٣٤تنوخپل اوانتخاب سوي شعرونه،ټوټي اوترنمونه دبرخوالوسره شريک کړل چي ددوى لخواهم په چکچکوبدرکه کيدل.
دغونډي وروستۍ شېبې وې چي دغونډي مشرليکوال اوشاعرعبدالغفورليوال خپله ويناوکړه ښاغلي ليوال په دې خوښي وښوده چي په کندهارکي دروهي ادبي بهيرپه اونيزه ناسته کي ګډون کوي،اوزياته يي کړه چي :- کيداى سي چي زموږدهري ټولنيزي اوملي  ارماني ايتوفياياارمان شهردکندهاره پورته کيږي اوموږدهمدې لمړني ګام ګدايي لپاره دلته راځو،دلوال له خبره هغه که ادبيات ،هنرونه ،اغفاني ارزښتونه دي اوکه بالاخيره ددې ملت دژغورني پريکړه ده.
ښاغلي ليوال په روهي ادبي بهيرکي دځوانوشاعرانوشعرونوته په اشارې ووېل چي نورهغه وخت تيردى چي شعردشعراوهنردهنرلپاره جګړه ختمه سوي ده.ښاغلي ليوال وويل چي :- نني شعرونوته په کتوسره هغه ديرش کلنه ورکه چي موږافغانان پيسي کرځيدلوهمدلته پيداکړل.اودافغان طروتفکرپربنسټ دافغانانودژغورني اراده اوهڅه ده اونورنوهنردهنرلپاره ،ادب دادب لپاره جګړه زړه سوې ده اواوس هره هڅه دافغان انسان دژغورني اودژونددښه کيدولپاره.اوپه دې برخه کي ادبيات دساه دپوه کولوحيثيت لري.دښاغلي ليوال وروستۍ خبره داوه چي نورداوښکو،ګيلو،ژړاګانووخت نه دى اوددې څخه دڅه کولوودرشل ته ورننوځو.
که وويل سي بيځايه به نه وي چي روهي ادبي بهيردنوروميلمنودکابل څخه هميم جلالزي،دهلمنددګرشک څخه محمدشفيق رفيق ،عبدالواسع عشقري،اودزابل اوغزني څخه هم ميلمانه لرل چي ټولوپه خپل وارسره خپل شعرونه اوټوټي دبهيروالوسره شريک کړل.