افغانستان د خپلو اوبو په اور کې

  طبيعي منابعو په اقتصاد کې اوبه لکه د نورو طبيعي منابعو ( ځمکې، ځنګل، وحشي ژويو، څړځاى، ځمکې او کانونو) په شان يوه ارزښتمنه ملي منبع ده، دا يوه نه تمامېدونکې منبع يا Inexhaustible resource  طبيعي منبع شمېرل شوې ده. زموږ په چاپېريال کې اوبه په ډېره زياته پيمانه او بېلابېلو بڼو موجودې دي، چې دغې ټولې مجموعې ته Hydrosphere ويل کېږي. د اوبو په ټوله مجموعه کې تحت الارض يا ځمکې لاندې اوبه، د ځمکې د مخ اوبه ( سيندونه، جهيلونه، کولونه، سمندرونه) په هوا کې رطوبت (Moisture) او بړاسونه (Vapor) راځي. پوهان په خاوره کې د رطوبت په شکل  اوبه هم په محاسبه کې شاملوي. په دغه ټوله مجموعه کې د څښلو او کرنې لپاره د استفادې وړ خوږې اوبه د Fresh water په نوم يادېږي. دغه د استفادې وړ اوبه له بده مرغه د ټول هايدرو سفير ډېره لږه برخه جوړوي. په تېره بيا په دې مجموعه کې روان سيندونه زښت زيات اهميت لري. کله چې متخصصين د اوبو په هکله خبرې کوي منظور يې همدا Fresh water، وي چې هغه په سيندونو کې بهېږي. په دې هکله پر ١٩٩٩م کال په دوبلن کې ( د اوبو اقتصاد) تر عنوان لاندې يو کنفرانس داير شو او د اوبو موضوع د يوويشتمې پېړۍ په اجنډا کې شامله موضوع شوه. له نوموړي نړيوال کنفرانس پرته نن ورځ هر لوى او کوچنى هېواد د اوبو د مطالعاتو او د اوبو يانې دغې مهمې اقتصادي مادې لپاره ستراتيژي، مجهزې موسسې او علمي ادارې لري. زموږ ګاونډيو هېوادونو هم په دې برخه کې ډېر کار کړى دى، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د شوروي واک پرمهال له خپلو بندونو لکه وخش، آمو، پياندزه، اچرچک، سيردريا، تجن، مرغاب، انزک او نورو څخه د کرنې او برېښنا د توليد لپاره پوره کار کړى او غټې زېربينايي پروژې يې دهمدغو سيندونو په مهارولو ايجاد کړي دي. پاکستان WAPDA پروژې ته خپله ډېره بوديجه تخصيص کړې او د اندوس، سونلج، چناب، جيلم او راى سيندونو د مهارولو لپاره يې غوره پلانونه تر کار لاندې نيولي دي. د پاکستان ډېر پوه متخصصين او سياست پوهان ددغه هېواد د اوبو او انرژۍ د پرمختيا په اداره کې پر کار بوخت دي. ايران د خپلې پراخه ستراتيژۍ لپاره چې د ((جهاد سازنده گى)) په نوم يې جوړه کړې اوبو ته اولويت ورکړى او له هغو څخه د استفادې ټول امکانات يې تر کار لاندې نيولي دي، خو افغانستان؟!
افغانستان پرته له موسمي خوړونو او کوچنيو سيندونو څخه ٢٢ لوى سيندونه لري. د افغانستان د اوبو لګولو حوزې مختلفو ماخذونو کې پر ٥،٤،٣ او حتى شپږو حوزو وېشل شوي دي. ما په خپل کتاب ( د طبيعي منابعو اقتصاد) د لوړو زده کړو وزارت د ١٣٨٤ل کال چاپ کې پر څلورو حوزو وېشلې دي، خو له بده مرغه د سيندونو اوبه يو څه په شګو کې ننوزي يا هم وروسته له يوې اندازې خاورې شړونې (erosion) څخه بهر ته وځي، خو هغه استفاده چې بايد ورڅخه وشي موږ يې نه شو کولاى. د علمي څېړنو پر اساس د شويو اټکلونو له مخې افغانستان د اوس په پرتله کولاى شي ٩٠ ځله زياته برېښنا توليد کړي، چې ددې برېښنا سارى په نورو هېوادونو کې نه شته. همدارنګه ددغه فقير هېواد ايله په سلو کې ١٢،١ برخه ځمکه کرل کېږي چې هغه هم نيمايي اوبه نه لري، يانې ددغه بدبخت هېواد له پرېمانه سيندونو سره صرف ٦،٥ سلنه مساحت ته اوبه رسېږي!، خو که چېرې له دغه سيندونو استفاده وشي، ددغه هېواد ٦٠،٧ سلنه مساحت د کرنې وړ ګرځي، چې په دې صورت کې به موجوده فقر، بېکاري، د برېښنا نشتوالى او راز راز اقتصادي او ټولنيزې بدبختۍ رفع شي. د تېرو وختونو د رژيمونو بې کفايتي، نازک مخ، عاقبت نا انديشي ددې لامل شوې چې له سيندونو کار وانه خيستل شي، ددې ترڅنګ د ګاونډيو مزدورانو دسيسو هم ددې مخه ډب کړې، چې افغانستان ځانته اقتصادي زېربينايي پروژې چې اساس يې پر سيندونو درېږي، جوړې کړي. کلونه کلونه کېږي چې د پلونو نړول، روغتونونو او ښوونځيو سوځول دوام لري، همدا اوس د هېواد په غرب او جنوب او په شرق کې د امنيت خرابولو ته مټې رانغاړل شوي دي، تر څو د افغانستان د حکومت وخت او بودجه پر امنيتي چارو ولګېږي او له خپلو اوبو څخه د استفادې مجال پيدا نه کړي، په نتيجه کې حکومت په يوه فاسده او بې کفايته ادراه بدل شوى او ددغې کاني منبع پر لرلو سربېره غواړي، برېښنا د پخواني شوروي له بقاياو او نورو مغرضو ګاونډيو څخه وارده او په بيه واخلي. دغه اقدام ته يو څوک داسې هيښ پاتې شي چې لاره ورڅخه ورکېږي، دلته به د نړيوالو معيارونو له پلوه هم پر اوبو بحث وکړو:
د ځمکې پرمخ د اوبو ډولونه:
نظر نورو ډولونو ته د ځمکې پرمخ روانې اوبه ځانګړې اقتصادي، حقوقي او سياسي ارزښت لري، بې ځايه نه ده چې د شلمې پېړۍ په پاى کې اوبه د اقتصادي توکي په توګه وپېژندل شوې او ورسره سم دا خبره هم ومنل شوه چې د ٢١مې پېړۍ جګړې به د تېلو ( تورې طلا) پر سر نه، بلکې د اوبو پر سر به وي!
د ځمکې پرمخ روانې اوبه هرومرو د يو هېواد نه د يوه هېواد سياسي قلمرو دننه سرچينه لري او پکې بهېږي، لوى سمندرونه او سمندرګي هم خامخا د هېوادونو سياسي پولو سره ارتباط لري، د دولتونو د حاکميت د تطبيق له پلوه د سيندونو سرچينه، جريان او مسير پر لاندې ډولونو وېشل کېدى شي:
١- کورنۍ يا ملي اوبه National Water:  ملي اوبه د يو هېواد د قلمرو د يوې برخې په توګه شمېرل کېږي چې په قانوني توګه د اړوند دولت تر اصولي او قانوني حاکميت، تفوق او نفوذ لاندې وي. دغه واک ته  آبي ساحه يا قلمرو هم ويل کېږي او د اړوند دولت قوانين ورباندې تطبيق او علمي کېږي. داخلي اوبه معمولاً د يوه دولت د قلمرو دننه سرچينه لري او د هېواد قلمرو دننه يې تګلورى دوام مومي. کېدى شي يو شمېر ډېر لوى سيندونه له يوه هېواد څخه بل ته هم ورسېږي، لکه د چين له هېواد څخه چې يو لوى سيند د روسيې خاورې ته ننوتى يا د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ بېلګې، خو هر هېواد يې خپل قلمرو کې د استفادې بشپړ حق لري. په مجموع کې داخلي اوبه پر روانو سيندونو، کوچنيو خوړونو، موسمي سيندونو او خوړونو، تالابونو، لويو او کوچنيو ډنډونو، سمندرګيو، جهيلونو او ولاړو اوبو باندې وېشل کېدى شي. دنړيوالو اوبو يوه برخه هم د دولتونو حاکميت کې شمېرل کېږي، چې ساحلي اوبه يې بولي هغه به وروسته توضيح شي. دلته هېوادونه د بندري تاسيساتو، خليج او بندرګاه په توګه عمل کوي.
٢- نړيوالې اوبه International Water:  هغه اوبه يا آبي منابع دي چې د سرچينې او تګلوري له مخې له سياسي او حقوقي پلوه يوه هېواد پورې اړه نه لري، يا يې غاړو ته څو څو هېوادونه وي، نو د هېڅ هېواد ساحوي تفوق کې نه شمېرل کېږي. دا ډول اوبه د ټول بشريت د ټولې لويې کورنۍ شتمني بلل کېږي، د هغو پاک ساتل د ايکولوژيکي ارزښت لرونکې ده او ايکولوژيکي پرابلم د ټول بشر د هر نسل شريک پرابلم دى. له همدې امله نړيوالې اوبه په خپله پر دوو فرعي برخو وېشل کېږي:
الف- لوى نه مهارکېدونکي سيندونه:  چې د زياتو اوبو لرونکي وي، د يوه هېواد له قلمرو څخه وځي لکه سند درياب چې له استفادې څخه اضافه اوبه يې نه مهارکېدونکې دي او کېدى شي په قهاره ييزو اوبو  بدل شي، نو ځکه يې مسير بل هېواد ته ځي او تر څو په لوى سمندر کې ورګډې شي، خو بيا هم لوى نه مهارېدونکي سيندونه په هغو کې د پيدا کېدونکو منابعو لکه ( کبان، مرجانونه، سفنج او نور) او د بېړۍ چلولو او نورو له مخې پر دوه نورو فرعي برخو وېشل کېږي:
اول- د دوو هېوادونو ترمنځ مشترکې نړيوالې اوبه
دويم- کثيرالملتي نړيوالې اوبه
د نړيوالو اوبو ( هم سيندونو هم سمندرونو) ځانګړتيا داده چې يا يې ځينې برخې د څو هېوادونو په قلمرو کې وي يا هم دا چې له يو هېواد څخه يې سرچينه اخيستې، خو وروسته له بل هېواد څخه يا نورو هېوادونو ته  تېرېږي. هغه نړيوال سيندونه چې له څو هېوادونو څخه تېرېږي او پر غاړو يې څو هېوادونه پراته وي له هغو څخه استفاده د دوه اړخيزو يا څو اړخيزو تړونونو له مخې کېږي، خو شرط يې لومړنۍ سرچينه، لومړيتوب او عادلانه ګټه اخيستنه ده او د تړون، په تېره نړيوال تړون ځانګړنه داده چې هلته بايد هېڅ ډول نيرنګ، دوکه او له حقيقي نقطې استفاده کول يا په اضطراري شرايطو کې د تړون جوړول او داسې نور غير عادي حالات شامل نه وي، يو شمېر دغه ډول سيندونه او اوبه سرحدي ګڼل کېږي لکه آمو، تور سمندرګى، کسپين، راين، داينوب او نور.
ب- ازاد سمندرونه:   هغه د ډېرو اوبو لرونکې پراخه ساحې دي چې د هېڅ ځانګړي هېواد حاکميت لاندې نه دي، بلکې د ټول بشريت ګډ مال بلل کېږي، ددغو اوبو لپاره پر ١٩٥٧م او بيا ١٩٨٢م کال ځانګړى کنوانسيونونه جوړ او د هغو مطابق د بېړۍ چلولو، کب نيولو، علمي څېړنو او نورو سوله ييزو مقاصدو لپاره کار اخيستل مجاز دى.
٣- ساحلي اوبه Coastal Water: د ازادو سمندرونو هغه برخې دي چې په ټاکلي پراختيا سره يې وروستۍ څپه د يوه هېواد له وچې يا پولې سره لګېږي. دغه ډول اوبه د ١٩٨٢م کال د کنوانسيون له درېيمې مادې سره سم د نړيوال تعامل او عرف له مخې تر ١٢ سمندري ميلونو ( يو سمندري ميل ١٨٥٢ متره کېږي) پورې د اړوند هېواد ملکيت بلل کېږي لکه هند او پاکستان چې د هند لوى سمندر کې دا ډول ملکيت لري. په همدومره پراخوالي يا واټن کې د ساحلي هېواد ملي حاکميت پر دغو اوبو د تطبيق وړ دى او ددغو اوبو له سطحې، ژورتيا او ډېر ژور تل څخه ګټه اخيستلاى شي او د نړيوالو حقوقي موازينو له مخې ورباندې ساحوي واک لرلاى شي، خو بهرنۍ بېړۍ ورڅخه په بشپړه توګه د امن په فضا کې د تېرېدو اجازه لري، صرف ساحلي هېواد د شک پرمهال د لنډې مودې لپاره دغه ډول بېړۍ د پلټنې لپاره درولاى شي او بس. دا حکم پر بهرنيو جنګي بېړيو هم تطبيقېدى شي، خو د ١٢ سمندري ميلو واټن د ټولې نړۍ ټولو هېوادونو نه دى منلاى ځينې هېوادونو صرف درې سمندري ميله ساحلي اوبه د يوه هېواد ملي حاکميت پورې تړلې بولي، يو شمېر نور حريص هېوادونه تر ١٥٠ يا هم تر ٢٠٠ سمندري ميلونو پورې پر ساحلي اوبو ملي واکمني د منلو وړ بولي چې ددغو هېوادونو شمېر داسې دى:
٧٨ هغه هېوادونه دي چې تر ١٢ سمندري ميلو يې ساحلي اوبه ملي ملکيت ګڼلى، لکه پر ١٩٩٠م کال چې روسيې، پولنډ، بلغاريا، رومانيا، يوګوسلاويا، کيوبا، فرانسې، ايټاليا، اسپانيا، پرتګال، بلجيم، سويډن، کاناډا، جاپان، نوي زيلانډ، هند، اندونيزيا، سنګاپور، حبشې، سريلانکا، الجزاير، داګوميا، يمن، سوډان، مراکش، وينزويلا، ګوتيمالا،  مکسيکو، جايکا او نورو همدغه فيصله ومنله. پنځو هېوادونو ( يونان، ترکيې او نورو) دغه واټن ٦ سمندري ميله قبول کړ. فنلنډ او ناروې دغه واټن صرف څلور ميله منلاى دى، يو شمېر نورو لکه انګولا ٢٠ ميله، نايجريا او توګو ٣٠ ميله، ګامبيا، تانزانيا، کاميرون او مدغا سکر ٥٠ ميله، مورتيانيا ٧٠ ميله منلاى. نهه نورو هېوادونو په لاتينه امريکا کې او اوو هېوادو په افريقا کې د خپل حاکميت ساحه په سمندري نړيوالو اوبو کې تر ٢٠٠ ميله قبوله کړې ده چې په دې کې پانامه، اسلوادر، پيرو، ارجنتاين، اکوادور، نيکاراګوا، چيلى، بيتين، لايبريا، کانګو، سيراليون او سوماليه راځي، خو ګابون ١٠٠ ميله او سينګال ١٥٠ سمندري ميله دعوا لري. د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان د نړيوالو حقوقو کميسيون پر ١٩٥٦م په ځانګړې توګه وويل چې له ١٢ سمندري ميلو اضافه ساحلي اوبه ګڼل له نړيوالو حقوقو سره په تضاد کې ده او د ټول بشريت پر ملکيت د تېري مانا لري. په دې توګه هر هېواد او له هغې جملې افغانستان هم لکه د نور بشريت په شان له خپلو منابعو د استفادې حق لري، ځکه زموږ په اند دلته هم هغه وګړي چې اوسېږي په بشريت کې د شمېرل کېدو حق لري. دا چې د ګاونډيو مغرضانه لاسوهنو له دوى څخه اتفاق، شعور او پوهه سلب کړي دا بېله خبره ده. اوس په ثبوت ورسېدله چې د ګاونډيو د لاسوهنو يوه موخه ددغه هېواد د اوبو منابع هم دي. دوى پوهېږي که افغانستان فرصت ومومي نو د برېښنا خاوند کېږي، کرنيزې ځمکې يې خړوبېږي د ډوډۍ خاوند کېږي او بيا نو خپله خپل ځان ته هر څه جوړوي او بيا به نو د ايران او پاکستان د صنعتي تاريخ تېر بې کيفيته او جعلي مالونو مارکيټ نه وي. اوس به وګورو چې اوبه څرنګه زراعت، مالداري او د برېښنا توليد ته په کار دي:
١- په زراعت کې هغه مقدار اوبه چې د نبات د توليد او ودې لپاره په کارېږي د ونو- بوټو د آبي مصرف يا Consumptive Use په نوم يادېږي چې نبات ورته د تبخير او تعرق Evaporation لپاره اړتيا لري او څاروي يې د ژوندي ارګانيزم د آبي احتياج او څښلو په خاطر مصرفوي، په دې توګه د افغانستان د څلور ګونو خواو سيندونو دغه اړتيا ډېره ښه رفع کولاى شي، که چېرې ورڅخه د استفادې امکانات برابر شي.
٢- د برېښنا په توليد اوبه کې ډېره ارزانه، آسانه او بې له جانبي عوارضو مساعده منبع ده. بشريت د لومړي ځل لپاره کله چې د نولسمې پېړۍ په منځ کې د اوبو څرخونه د بشپړتيا وروستي حد ته ورسول يوه وسيله يې جوړه کړه چې توربين نوم يې ورباندې کېښود. تور بين د لاتيني (Turbo) لغت څخه اخيستل شوى چې د تاوولو د څرخ معنا لري. دغه توربينونه د برېښنا د توليد ډېر اسانه وسايل دي چې د بشپړوالي له پلوه درې ډوله دي:
الف- Pelton wheel
ب- Francis turbin
ج- Kaplan turbin
توربين هم په اوبو، بخار او ګاز او حتى نن ورځ په اتومي انرژۍ هم ګرځېدلاى شي، خو ډېره ښه ساده ارزانه او معمول يې اوبه دي. نن داسې توربينونه شته چې د زيات حجم لرونکو خو کمې ارتفاع اوبو ته او بل ډول يې د کم حجم لرونکي خو لوړې ارتفاع سيندونو ته جوړ شوي دي. که له نن څخه سل کاله مخکې (١٨٩٠م) کې په الاسکا کې يو ساده توربين څخه ٤٠٠ کيلو واټه برېښنا توليدېدله، نن ورځ له توربينونو زرګونه کيلو واټه برېښنا ترلاسه کېږي. دا وسيله نن ورځ په نورو هېوادونو کې عادي تکنالوژي ده خو په افغانستان کې لا هم حکومت نه دى توانېدلاى دغه معجزه د عادي تکنالوژۍ په بڼه تر کار لاندې راولي. زموږ ملي اوبه دوو وزارتونو پورې تړل شوي : لومړى برخه يانې د زراعتي اوبو استعمال د کرنې وزارت پورې او دويم استعمال يې د برېښنا د انرژۍ وزارت پورې، د لومړي وزارت په راس کې له غرب څخه راغلى ښاغلى چې جيب ته اچول شوي ډالر غرب ته استوي، ناست دى په دا بل کې غير مسلکي ښاغلى ناست دى، نو ځکه دغه فقير وطن نه کرنې ته اوبه لري او نه له پرېمانه اوبو څخه برېښنا لري، ددې علت يو يې بې درايته دولتونه دي او بل يې په سيمه کې د ګاونډيو له خوا د امنيت خرابول دي. د امنيت خرابول له يوې خوا پر دولت باندې امنيتي مصارف زياتوي او له بلې خوا پروژې نه عملي کېږي. د افغانستان يو شمېر سيندونه ډېر ځوړ لري او د اوبو سرعت يې ډېر چټک دى چې په هرو لسو مترو کې د يو متر په اندازه سرکوب ايجادوي ددغه ډول سيندونو په هره لنډه لنډه فاصله کې د برېښنا د توليد توربينونه فعالېدى شي. همدارنګه په ډېرو برخو کې د کرنې د فارمونو لپاره کانالونه ورڅخه کيندل کېدى شي چې هر فارم به د زرګونو ټنو حاصلاتو د توليد توان ولري دا په هغه صورت کې چې زرنګ او مغرض ګاونډيان موږ ته فرصت راکړي او موجوده فاسده بې کفايته اداره په يوه سالمه او با درايته اداره بدله شي.
د افغانستان د سيندونو کلنى مجموعي جريان ځينې ماخذونو کې (٥٠- ٥٥) ملياردو متر مکعبو او په ځينو کې (٧٠) مليارده متره مکعبه ښودل شوى دى. يو څوک چې متخصص وي دغه اندازه اوبو ته حيران پاتې کېږي خو بيا هم ځمکې وچې او ملت برېښنا نه لري. په دې جمله کې يوازې د کونړ سيند يوه ثانيه کې (٣٧٣) متره مکعبه اوبه لري چې د کرنيز استعمال پرته ورباندې برېښنا د توليد ښه امکانات هم شته، هلمند يوه ثانيه کې (٢٠٠) مکعب متره اوبه لري. زموږ آبياري حوزې (د آمو حوزه، هريرود حوزه، کابل يا سند حوزه او د سيستان يا هلمند حوزه) هره يوه يې د آبيارۍ او برېښنا قوي پوتانشيال لري، خو د ارقامو له مخې همدا اوس زموږ د ملي اوبو په سلو کې ٧٥ بې ګټې بهر ته وځي!! خو که چېرې په اوسط ډول تخمين وکړو او د هر هکتار لپاره يوه کال کې (١٠٠٠٠) متر مکعبه اوبه مصرف کړو نو دغه اوبه (٥٥- ٧٠) مليونه هکتاره ځمکه خړوبولاى شي او که موږ ٥٥- ٧٠ مليونه هکتاره ځمکه وکرو، افغانستان به د غلو لوى کندو او د مېوې او سبزۍ لوى ګودام وګرځي او د موجوده برېښنا ٩٠ ځله زياتې برېښنا په توليد به ټول ښارونه شپه او ورځ برېښنا ولري. خو تر نن ورځې پورې  زموږ ملي اوبه زموږ د حاکميت له پولو وځي او نور ورڅخه ګټه اخلي او دغه ګاونډيان لا هم لګيا دي د هېواد په پولو کې حالات ګډوډوي او د خپلو ګټو عمر زياتوي.
زموږ اوبه زموږ ملي شتمني ده. دغه ملت حق لري له هغې استفاده وکړي. بايد د بېکاره غيرمسلکي، فاسدو چارواکو پرځاى د ملي شعور لرونکي، ملت ته وفاداره، سالم، په کار پوه متخصص کدرونه تعويض شي تر څو دغه موجودې ډېرى ستونزې تر يوه بريده راکمې شي او د دښمن پر وړاندې اغيزمن تدابير ونيولاى شي او پر خپلو ملي اوبو ملي حاکميت ټينګ کړاى شي، که نه مغرض ګاونډي هېوادونه به افغانستان ته خپلې اوبه د اور لمبې کړي، افغانان به د توندې په لمبو کې سوزي، په تيارو کې به ژوند تېروي، دوى به پرې ښه اباد وي او له رڼا به يې ګټه پورته کوي. له ( قلموال ) څخه په مننه