زموږ افغاني مديريت!


 
د هېواد په تودو سیمو کې لکه ننګرهار، لغمان او کونړ کې غنم لو شول، د سړو سیمو لوونه په همدې ورځو «د چنګاښ میاشت» کې پیل کېږي. کرنیز تولیدات اکثراً موسمي (Session) خاصیت لري یعنې زراعتي تولیدات د صنعتي محصولاتو په شان په ټول کال کې میسر نه وي، خو بیا هم د تودو خونو په ترویج سره د یو شمېر سبو تولید تقریباً په ټولو موسمونو کې امکان لري، خو د تولید مصارف د طبیعي تولید په پرتله ګران پریوځي. د کرنیز تولیداتو موسمي والی ددې لامل شوی دی چې یو شمېر غلې – دانې، سابه او میوې د کال په ټاکلو میاشتو کې ډېر ارزانه  نه وي خو په یو بل وخت کې یي بیه ډېره ګرانه شي. د عرضې دغه کمښت او زیاتوالی د بیو د پورته او ښکته کيدو لامل کېږي. د تولید پر مهال د بیو را ټیټیدل د مؤلد د زیانمن کیدو لامل ګرځي او په پاتې مهال کې د بیو لوړوالی د مستهلک د زیانمن کیدو لامل ګرځي. په دې توګه هغه ټوله پروسه چې له مؤلد څخه تر مستهلک پورې موجوده ده د مارکیتنګ په نوم یادیږي چې نن ورځ د اقتصاد په علم کې یو لوی او ښه ګټور په زړه پورې بحث دی.
مارکیتنګ نه یوازې له دولتي ادارو، تصدیو او څانګو سره ډېره مرسته کوي بلکې خصوصي سکتور هم د هغه په پوهېدو سره ډېر مسایل حل کوي چې نتیجه کې داسې نظام عیاروی چې هم د مؤلد په ګټه وي هم د مستهلک. دلته د مارکیتنګ مختلف چینلونه شته او په مارکیټ کې بېلا بېل میانجي (Middle man) عمل کوي، خو اقتصادي مؤسسات او دولت مکلفیت لري چې دا هر څه داسې تنظیم کړی چې عامه رفاه تأمین او خصوصي سکتور، دولتي سکتور او د بازار نظم ټول په ښه ډول رهنمايي شي او په نهایت په اقتصادي نظام کې د مدیریت  رول همدا دی.
پوښتنه داده چې آیا زموږ اوسنې مدیریت داسې څه کولای شي؟ له بده مرغه لکه هماغسې چې موجوده فاسده اداره په نورو برخو کې بي کفایته ثابته شوه په مارکیتنګ کې هم له لویې بې شرمې سره مخامخ ده. دلته بېرته د غنمو د لو کسیې ته ورګرځم :
غنم لو شول، په بازار کې د اوومنو اوړو بیه ۱۴۰۰-۱۳۰۰ افغانیو ته راولویده خو په حوت او حمل کې یې بیه ۲۸۰۰افغانۍ وه موږ د زراعت وزیر د اقتصاد وزیر او د تجارت وزیران لرو هر یو یې په تنه سرونه او په سرونو کې ماغزه به لري. دوی د غنم لو په رارسیدو سره له پاکستان سره د غنمو د پیریدلو قرارداد وکړ او هغو هوښیارانو هم فوراً ورکړل. له بلې خوا دوه درې ورځې مخکې له روسیې څخه هم مرسته شوی غنم را ورسیدل او کوچنی بزګران چې ټول کال یې په پور باندې سره او تخم او نور ضروریات پیرودلی مجبور دي خپل درمندونه ډېر ژر مارکیت ته ورسوي او يې پلوري او خپل ضرورت رفع کړي اوس نو له اقتصاد سره بالکل ناآشنا سړی هم قضاوت کولای شي چې ددې وطن د مدیریت وړتیا څومره ده؟ د ملت حالت څنګه دی؟ او د مؤلد او مستهلک لپاره څه تدابیر موجود دی؟ همدا اوس یو شمېر سیمو لکه خوږیاڼي، د لغمان یو شمېر ولسوالۍ او لوګر کې یو من غنم ۱۰۰افغانۍ دي خو دوه میاشتې مخکې هلته غنم ۲۲۰ افغانۍ وو! په هغه وخت کې یوه اوه منی بوجۍ اوړه په بازار کې ۲۵۰۰افغانۍ وه او خلکو له لوږې بده ورځ لرله د کرنې وزیر په تلویزیون کې سرخوځاوه ویل یې چې افغانستان ۹۳په سلو کې خود کفا دی!!
اصلاً د خود کفا کله باید ډېره په دقت او احتیاط سره استعمال شي. کله چې ما د افغانستان تېرو څلوېښتو کالو احصائیوي کلنۍ مطالعه کړي صرف د سردار محمد داود خان د جمهوریت په څلورم کال د افغانستان د غلو دانو تولید یو څه اوچت و مګر هېواد د خود کفايي وعده نه لرله. ۹۳سلنه عدد اصلاً یو احصائیوي شاخص دی.
شاخص (Index) او په تېر کرنیز شاخص ته یو ځانګړې علمي بحث دی چې د چوټ انداز تخمیني او اټکلی عدد او فیصدي ښودل په کې ځای نه لري. زمانې سلسلې او د هغو په ترڅ کې د ارقامو پرتله کول هم ځانګړی میتودونه لري، یو د احصائیې متخصص او په کرنیز اقتصاد باندې پوه شخص د کرنې د وزیر د ۹۳فیصده خود کفايی په اوریدو سره له تعجب څخه لښکر وباسي. هغه وخت ددې معنا دا وه چې فرضاً که افغانستان د ورځې ۱۰۰منو غنمو ته اړتیا لرله نو ۹۳منه یې له خپل کندو څخه و صرف اوه منه له پاکستان یا ایران څخه راتلل!! خو عملاً لیدل کیدل چې له تورخم څخه تر ماهیپر پورې د غنمو لارۍ را روانې وي که به یو ساعت ودریدې کابل ښاریان به له لوږې فغانونه ولیدل ! په هماغه وخت کې نه د غنمو د پیردولو قرارداد موجود ونه کوم کمک خو اوس چې د دهقان بیچاره فصل ورسید غنم یې ورته ارزانه کړل. داده د موجوده افغاني مدیریت تدبیر، سنجش او پوهه!! د مارکیت تحلیل دا ښکاره کوي چې وارداتي اوړه تل د محلي په پرتله په لوړه بیه وي. اوس چې د غنم لو پر مهال غنم ښه ارزانه شول محلي  سوداګر یې بېرته په پاکستان او ایران کې پلوري. پاکستان په هغو پیسو چې غنم پر موږ پلورلې دوه هغومره غنم بېرته ترلاسه کوي. اوس یې نو ګزوه که چیرې په دغه مقاله کې دغه موضوع له احصائیوي تحلیل سره په ارقامو ارائه شي او بیا د مارکیتنګ اصول هغه تشریح کړی د نوموړ وزیرانو حیثیت ته هیڅ هم نه پاتې کېږي، نو ښه به وی چې د افغاني مدیریت د وقار د ساتلو په خاطر یې له اضافي تشریح صرف نظر وشی خو دومره باید حتماً وویل شي چې د موجودي فاسدې او بې کفایته ادارې لپاره په کار ده چې پر ملت زړه وسوځوي. که همدا موضوع د تجارت وزیر ته مخکې واچول شي هغه د عرضې او تقاضا ببولاله شروع کوي خو دا یې هېر دي چې د عرضې او تقاضا د میکانیزم تر څنګ په اقتصاد علم کې ډېر نور مفاهیم هم شته چې د زراعت وزیر ته یې مخکې واچوی او فضلو نو بیا هم څه وايي چې د هندو د عطاري په توطي کې هم نشته.
په ۱۳۸۲کال کې یو افغان تحلیل کوونکی د آریانا د شرکت دور شکست کیدو خبرتیا مخکې له مخکې ورکړی وه هغه د (PIA) او آریانا د پروګرام او د ټکټ د بیې او د سورلیو شمېر مقایسه له کابل څخه اسلام آباد ته کړی وه او ثابته کړی یې وه چې د آریانا مدیریت مطلقاً ناکام دی او دا لنډۍ یې هم لیکلی وه چې:
                         لالۍ مې سوداګر دی
                          . . . وړي . . . راوړینه
دغه لیکوال خو خپله لیکنه په پورتنۍ لنډۍ پای ته رسولی وه، نه پوهیزو چې موږ به دا لیکنه په څه پای ته ورسوو. خو ښه ده چې په یوه دعا یې پای ته ورسوو، یاالله افغانستان ته ښه، سالمه او اصولي اداره ور په برخه کړی.
                                                   آمین