د نښتر دوديزه مشاعره په بې ساري ولولو ونمانځل شوه


دلويي پکتيادګرديزاوپه جرمنی کي دمونشن په ښارونو کي دنښترددوديزي مشاعري اوميلي لمړۍ کاليزه په بي ساری ولولو ولمانځل شوه زموږ ښکلئ نښتر راته يوکلن شو٠
ټوله ورځ ګرديزاومونشن دتيليفون په کرښه وصل اويواو بل ته مودمبارکي پيغامونه ورکول٠
مونشن ته دلويي پکتيادوالی،دادبی ټولني دمسؤلينو، دپکتيکادوالی ډاکتراکرم خپلواک اوله نوروبهرنيو هيوادونوڅخه هم په هيواداوپښتوژبه مينوافغانانود مبارکي پيغامونه دتيليفون په ليکه سرپه سررارسيدل او زموږهغوخوږژبوشاعرانولکه رحمان ګل توتاخيل اونورو چه راتګ ئي ګران ؤخپل خواږه اشعاردتيليفون له لاري په ډيره مينه موږته راواورول٠
هودانه هيريدونکي شيبي به له موږسره تل پاته وي الله د پښتونخواته نوري برياوي هم ورپه برخه کړي٠
ترټولوښه زيرئ خودادئ چه زمادکلوکلوارمان هم پوره شو
هغه داچه دلويي پکتيا محترم والی چه کومه ژمنه له ماسره
کړي وه هغه ئي سرته ورسوله اوپه مشاعره کي ئي اعلان کړه هغه دهغي ټوټي ځمکي په اړوند وه چه دلويي پکتياد ادبي ټولني لپاره به له خيره سره وداني پکي جوړيږي٠ دهمدي تاريخي اووياړلي وداني دودانولو لپاره ستاسو ګرانوهيوادوالو،ملي سوداګرواوپه خاص ډول له خيرخوا ښاغلي انجنيراحسان الله بيات څخه هيله لرو چه خپلي هر اړخيز ي مرستي له موږڅخه ونه سپموي٠
ديادولووړده چه داټوټه ځمکه فقط ١٢بيسوي ده له همدي کبله بايددڅوپوړيزي ودانۍ په پلان ودانه شي ترڅو هر ډول ستونځي دراتلونکي لپاره پکي حل وي٠
خپلي مرستي نيغ په نيغه دلويي پکتيا ادبي ټولني ته د مهرباني له مخي وروليږئ٠
ستاسودهراړخيزومرستو په هيله
دافغان اولس خادم محمدامين بسمل