جنسي تېري کوونکي چا زړور کړل؟

  تېره ورځ مو واورېدل چې  په سرپل کې  پنځه تنه وسلوال يوه کورته ننوتل ،دکورنۍ ټول غړي يې سخت ووهل او وډبول  وروسته يې  پر يوې معصومې  کوچنۍ دهغې په خپل کور کې جنسي تېرى وکړ او سرې سترګې بېرته لاړل.  دالومړى ځل ندى چې  دهېواد په شمال په ځانګړې توګه په سرپل کې پر معصومو پيغلو او کوچنيو نجونو داډول تېرى  کېږي او حيا او عزت يې لوټل کېږي ، بلکې په دې وروستيو کې هلته  دناقانونه ټوپکسالارو لخوا دا ډول ناوړه کړنې ډېرې زياتې شوي دي په همدې نږدې ماضي کې  په همدې ولايت کې  په ولسي جرګه کې ددې ولايت دخلکو ديوه استازي  !!!زوى  هم  ديوې نېستمنې او بېوزلې نجلۍ له اړتياڅخه ناوړه ګټه واخېسته دمرستې په تور يې کور ته بوتلله او هلته يې ورسره  دمرستې پرځاى پرې جنسي تېرى وکړ. 
دطالبانو له سقوط څخه وروسته  په افغانستان کې دجرمونو، په ځانګړې توګه د جنايي او اخلاقي جناياتو  ګراف  ډېر زيات لوړ شوى دى  . دامجرمين او اخلاقي  ناروغان دومره سپين سترګي ، زړوراو بې حيا  شوي چې اوس پيغلې او ځوانې نجونې خو پرېږده ان دذوق دتنوع لپاره پر کوچنيونجونواو ان زړو او بوډيو مېرمنو  ډله ييز جنسي تېرى کوي چې ژوندۍ بېلګه يې تېرکال  په تخار کې په ډله ييزه  توګه دپنځلسو تنو وسلوالو لخوا پريوې ٦٥ کلنې مېرمنې جنسي تېرى دى .
داوحشي ډوله انسانان يواځې پرجنسي تېري بسيا کوي نه ، بلکې ډېر ځله ليدل شوي  چې دوى له تېري وروسته هغه نجلۍ وژلې هم وي .
 ان ډېر ځله ليدل شوي چې ځينو خلکو پرخپلو لورګانو ، خويندواو نورو محرمو مېرمنو جنسي تېري کړى او هغه ډول جنايتونه يې ترسره کړي دي چې قلم يې په ليکلو شرمېږي .
سربېره پردې چې  زموږ دټولنې  ډېره برخه نه غواړي چې د افغاني  کلتور  اودخپلې کورنۍ دشرم او حيا له کبله داډول پېښې رسوا او ياپرې خلک او حکومت خبر کړي خو هغه پېښې چې نور دپټولو نه وي او اوبه له جامه  اوړي هم  هره ورځ لسګونو ته رسېږي .
اکثره درنې  او شريفې مېرمنې  چې کله ددې  وږيو لېوانو دهوس ښکار شي  نو دخپل شرم او دخپلې کورنۍ  دشرف اووقار په خاطر بيا  په خپله ځانونه وژني .
په ځينو لويو ښارونو کې  خو دفحشا لپاره سترسترمرکزونه جوړ شوي دي او له بده مرغه  دې کرغېړن عمل دسوداګرۍ بڼه خپله کړې ده ، همدااوس په پلازمينه کابل کې دمېلمستونونو ، انجوګانو ، موسسو ، هوټلونو او ... په نوم  دفحشا مرکزونه شته چې له بده مرغه حکومت يې په مخنيوي کې    جدي ندى ، دابه هم ناشونې  وي چې دهېواد ملي امنيت   اونورې امنيتي   ادارې دې ترې خبرې نه وي او که حکومت ناخبري  پلمه کوي نو سخته ده چې څوک ورسره دا پلمه ومني.
داچې ددې اخلاقي  ناروغۍ دورځ پر ورځ سرايت او پراختيا لاملونه  څه دي اوولې يې  مخه نه نيول کېږي اوږده تفصيل ته اړتيالري  خو زما په  اند ډېر مهم يې په هېواد کې د اسلامي شريعت نه تطبيق، د قانون   نشتوالىاو کمزوري ، مجرمينو ته  سزا نه ورکول ، اداري ، سياسي  اوکولتوري فساد ، ټوپکسالاري او زورواکي ده  .
کله چې دلته  ځينې خلک ويني چې  حکومت ډېر لوى لوى  مجرمين نه نيسي او يا ډېرو لويو مجرمينو ته له نيولو وروسته مناسبه  سزا نه ورکوي نوپه ذهن کې يې  دشهوت ،دشتمنۍ  د حرص او  دوينې څښلوچينجي وخوځېږي  .
بيا هم کله چې دلته  خلک د ضوابطوپرځاى د روابطو  اودقانون   پرځاى دپيسو اووسلو حکومت ويني ،او کله چې  دلته   خلک ويني خپله لوړپوړي چارواکي  ترستوني په اداري، سياسي او اخلاقي فساد کې ډوب دي او ان ځينې زورواکي اوس هم له دولت  څخه راج او باج او حق السکوت اخلي   نوهرومرو ده  چې دټولنې بې لاري ، جنايت کوونکي او جرم خوښوونکي عناصر لا هم زړور کېږي .
په بله وينا ، ويلى شو چې  له بده مرغه زموږ په هېواد کې  په خپله  حکومت په مستقيم او غير مستقيم  ډول  جنايتونو او جرمونو ته لار هواره کړې ده او دوى  خپله  پدې کارونو کې لاس لري. مثلاً کله چې محکمه دڅو تنو وژونکي ته  داعدام پرځاى دوه کاله بندسزا ټاکي ، کله چې زناکار ته د دريو       اوغله ته د څلورو مياشتوبند  سزا ټاکل کېږي او هغه هم بيا په فرمانونو او معافيو کې ورته بخښل کېږي نو مجرم به ولې  نه زړور کېږي  ، ايا داپخپله دمجرم تشجيع کول  او غله ته څراغ په لاس ورکول ندي ؟ .
کله چې ځينې  زورواکي  ښاغلي له قانون  څخه مستثنى  او مافوق وي، خداى يې په ياد نه  اودملت دوينو د زبېښلو له لارې له لاس ته ورغلو پيسو يې جېب   ډک وي ، کومه ذاتي تمانع ونلري  او دحکومت  لاس يې هم  ګرېوان  ته نه رسېږي  نو له چا ووېرېږي او ولې يې زامن دنورو پر ناموس  تېرى ونکړي  ؟
کله چې زموږ لوړپوړي چارواکي په خپلو  بهرنيو سفرونو کې  هم ځان کنترولولى نشي ،او ان په ګارسو نانو هم حملې کوي ،کله چې امنيتي مؤظفين  له غلو سره دجوال خوله نيسي ،کله چې دنشه يي توکيو له کاروباريانوخپله برخه  اخلي کله چې غل، قاتل ، لاره شکوونکى او دنورو پر حريم او ناموس تېرى کوونکى په پيسو او واسطو پرېښودل کېږي نو هلته به ولې هر جنايت نه کېږي ؟دغلو او مجرمينو ملاتړ نورڅه ډول وي ؟ 
دځنګل نوم ولې بد دىټول پوهېږي  چې  لامل يې هلته  د قانون او اصولو نشتوالى دى ،هلته  واک له زورورو سره دى ، زورور حيوان کمزوري داړي ،خوري يې خو څوک نشته چې پوښتنه ترې وکړي او يايې محاکمه کړي .
داچې دطالبانو په  وخت کې دهرډول جنايت  او ظلم مخه نيول شوې وه  ا وډاډمن امنيت  تامين وو  هغوى خو  کوم سحر او جادو  نه وو کړى اونه  شعبده بازان وو يواځينى لامل يې داوو چې هغوى له  استثنى پرته پر هرچا قانون ( شريعت )  تطبيقاوه  هغوى به  دزرګونوخلکو په مخکې  قاتل قصاص،  زناکار يا سنګسار او يا په درو وواهه  او  دلاره شکوونکي لاس او پښې به يې غوڅ کړل  نو بيا به  يوه مياشت ددې ليدونکيو هډوکي زېږه او وېره پرې حاکمه  وه  او هېڅکله به يې جرئت نه کاوه  چې دچا شتمنۍ ، ژوند او کورني حريم  ته په سپکه سترګه وګوري .
همداراز دهغوى په وخت کې به چې هرچارواکي له خپل دولتي موقف څخه ناوړه ګټه اويا بډې واخېستې نو  مخ به  يې پرې تور او  پر خره به يې  سپور کړ او کوڅه په کوڅه به يې ګرځاوه ،له نقدي جريمې پرته به يې  زندان ته هم ولېږه. نو ټولو وليدل چې څومره ډاډه امنيت يې راوستى وو، تردې چې يو تن کولىشول له ميليونونو ډالرو سره له تورخم څخه تراسلام کلا يواځې سفر وکړي
خو داچې اوس دلته د٣٧ هېوادونو دپوځونوا ووسلو د شتون برسېره هم  دومره حالت بد دى  مهم لامل يې دادى چې  قانون ( شريعت) نه تطبيقېږي او له مجرمينو سره دشريعت او قانون له مخې وړ چلند نه کېږي .
باور دى چې که حکومت يو زناکار  سنګسار ، يو قاتل اعدام او ديوه لاره شکوونکي لاس او پښې غوڅ کړي  نوبيا به هېڅوک هم دې جنايتونو ته زړه   ښه نکړي او کوچنۍ او معصومې  نجونې خو پرېږده  ان له وېرې به  له   مشهورو فاحشو سره هم اړيکې ونه ساتي  .
داچې الله ج دانسانانو لپاره  الهي شريعت او اسماني قانون  رالېږلى او مجرمينو ته يې دهغوى دجرم  له حجم سره سمه سزاټاکلې  او ددې شريعت او الهي دين  په نفاذ يې ډېر ټينګار کړى دى لامل يې دادى چې هغه تر خپلو بنده ګانو ډېرښه  پوهېږي چې دانسانيت سکون او ارام  دهمدې قانون په  تطبيق کې دى ، او انساني ټولنه به هغه وخت  هوسا ، سوکاله او له هرډول وېرې  خلاص ژوندولري  چې دا احکام پرې تطبېق شي . 
ديو قاتل قصاصول  په حقيقت کې ټول بشر ته ژوند ورکول دي .  يوه زناکار ته سزا ورکول  په حقيقت کې يوه  ټولنه له رزايلو، فسادونو اوډول ډول طبي او اخلاقي مکروبونو اوساري  ناروغيوڅخه ژغورل دي
له مجرمينو سره  نرمي او هغوى ته له ټاکل  شوې سزاڅخه  کمه سزا ورکول په حقيقت کې له ټولنې سره ظلم  او دميليونونو وګړيو پر حقوقوتېرى دى .  په شريعت کې دزناکار او دبل پرحريم  دجنسي تېري کوونکي  سزا درې مياشتې قيد نه،بلکې   په  عام محضر کې دواده والا سنګسارول او  دمجرداتيا درې وهل دي او قاضي کولى شې  چې  هغه وحشي صفته  انسانان چې په څلور کلنو کوچنيونجونو، خپلومورګانو، خويندواو نورو محرمو  جنسي تېرى کوي  که مجرد هم وي سياستاً  اعدام او ياډېره  درنه سزا ورکړي .
وړاندې مو وويل چې  دالومړى ځل ندى چې دلته په افغانستان کې   جنسي تېري او بې ګناه خلک وژل کېږي بلکې ، دالړۍ له اووکلونوراهيسې  چټکه  روانه او هره ورځ  يې ګراف لوړېږي ،دداډول پېښو  شمېره زرګونو ته رسېږي او ټوله نړۍ پرې خبره ده  خو  داسې ښکاري چې دالومړى ځل دى  چې زموږ  ولسمشر کرزى   پرې خبرېږي ، ايله  اوس يې  ديوې ناوړه  پېښې په اړه نسبتاً سخت غبرګون وښود  او امنيتي چارواکي يې له دندو ګوښه کړل  ، په دې ډول  ويلى شوچې ښايي ښاغلى کرزى وروستى شخص وي چې له دې جنايتونو خبرېږي ، ځکه پدې  اړه دده له نسبتاً کلک غبرګون څخه ښکاري  چې که دى په دې پېښو خبر شي نو هرومرو يې پښتني احساسات راپارېږي .
خو ايا يواځې همدا غبرګون به ستونزې حل کړي؟ ښکاره  ده چې دااقدام هم دستاينې وړ  او دجنايتونو دمخنيوي  په لورې ارزښتمن ګام دى خو دابايد وروستى ګام نه وي که چارواکي په هېواد کې دجنايتونو او جرمونو مخنيوى غواړي نو لويه لار يې پر  مجرمينو داسلامي شريعت تطبيق  او له هرډول استثنى پرته هغوى ته له شريعت سره سمه سزا ورکول دي ، همداراز بايد دهغو عواملو مخه هم  ونيول شي چې  ذهني او جسمي  عياشيو ته زمينه برابروي او پدې اړه بايد ډېر پام تلويزيوني  او راديويي خپرونواو  په لويو ښارونو کې  دمېلمستونونوپه نوم  دفحشا مرکزونوته وشي .
پوليس بايد په رښتيا هم ملي ، فني ،مخلص ، ويښ او  دقانون په تطبيق کې  جدي واوسي .او دولت دې  دچارواکيو دمکافاتواو مجازاتو لړۍ نوره   هم  روانه وساتي. 
زموږ هېواد  هر  ساعت او هره شېبه دنوروهېوادونواونورو مدنيتونو دناوړه او غېراسلامي کلتور له يرغل سره مخ دى او دلته ددې کلتورونو ددودولو لپاره  منظم فعاليت  روان دى چې زموږ ډېر ځوانان او په ځانګړي ډول   تنکي  ځوانان ترې سخت اغېزمن کېږي چې ددوى  دمخنيوي لپاره هم بايد دولت بېړني اوله تزلزل وتي غوڅ ګامونه واخلي .