د روح ژړا

   ﺧﭙﻞ  فزيكي  وجود ﻣﯥ  د  ژوند پر  پوله  پرﯦږدم  ، او د سپوږ مۍ په  روښانه كميس ﮐﯥ  ﯾﯥ  دګر ځنده ستوري   په  ډول  د ز ړه  تل  ته  وركوز  شم  . مهمه نده  چې  درته  ووايم څه  ډول  ﯾﯥ د ز ړه  تل  ته  وركوز ﯦﺪلى  شم   .
          هرڅوك كه  وغواړي  د ز ړونو تل  ته  وركوز ﯦﺪلى شي  ، خو چې   د ځان  پر ﯦښودلواو په ﺧﭙﻠﻪ خو ښه  له  ﺧﭙﻞ  وجود څخه د روح  په څﯧﺮ د راوتلو په  راز پوه  وي  .
ياﻧﯥ كه  هر وخت  وغو ا ړي  له  ﺧﭙﻞ  وجود څخه  د يوه ﻏﯧﺮ فزيكي  خو فعال موجود په ډول  راوتلاي شي . 
  كه په حقيقي  ډول  درته ووايم  ، ما ته  ﯾﯥ د ز ړه  هغو برخو يا په بله  مانا د ﻫﻐﯥ  د ز ړه ترهغوسرحدونو  پورﯤ  چﯧﺮ چې  روح  پرته له و ﯾﻨﯥ  ژوند كوي ، سفر كول كومه ګرانه  او حيرانونكي  تجربه نده  .
 هر وخت كولاي  شم چې  د ﻫﻐﯥ  د ضمير  سپينه  رڼا ووينم  او ﺧﭙﻞ  د بقا ارمانونه  ﭘﻜﯥ  ولمبوم  . د انسان  لپاره  دا ستر  برياليتوب  دى ،
چې   دكائناتو  په  ز ړونوﮐﯥ  چكر ووهي  اوپه هر موجودﮐﯥ د هغه  داخلي كيفيت اومعنوي  جوړښت  محسوس كړي . 
         زما په   عقيده  د ځمكې  پر مخ  هر موجود بايد  په  ظاهري  بڼه  وه  نه كتلاى شي  . بلكې   په كار  ده  چې  په  هر موجود ﮐﯥ  ﺧﭙﻞ  وجود  حل  كړو  او بياﯾﯥ  په ټولنه   ﮐﯥ   ارزښت  په ګوته  كړو  .
   د پورتنۍ  عقيدﯤ له  ﻣﺨﯥ !
  كله  د يوه  ښكلي  ګل  ،  كله  د يوه  ښكلي انځور  ، كله  د يوﯤ  ور ﯦښمينې  وږﻣﯥ ، او كله  ﯾﯥ  هم  د شرابو  د يوه خواږ ه  څاڅكي  په  څېر  د  بېلا بېلو  لار و او  ګودرو څخه  د  وجود
طلايي دنيا ته ورننوتلاى  يم  . اوس  له  هر  نوي  مزل  څخه  وروسته  فكر  كوم  چې د ﻫﻐﯥ  د  ز ړه  په  نورو او نويو رګونو ﮐﯥ  ګرځم  . 
ځكه چې  ټول  عمر  ﻣﯥ  يواځې  او يواځې  د ﻫﻐﯥ  د  ضمير  تر څنګ  د  ﻫﻐﯥ  په  روښانه   زړه  ﮐﯥ  تېر  كړى  دى  .
         ښايي كومې  خبرې  چې  زه  يې  په  شپه  او ورځ  ﮐﯥ له  چا  سره كوم  . ټولې  د ﻫﻐﯥ  په  ز ړه  ﮐﯥګرځي  را ګرځي  . هغه غواړي  چې  زما په  ژبه  راتلونكي  خبرې  يا خو پخپله  وكړي  او ياﯾﯥ  هم  له نورو نا ويل  شويو  خبرو سره  يو  ځاي  په  ﺧﭙﻞ  ز ړه   ﮐﯥ  دننه د تل  لپاره خوندي  وساتي  .
         ښه بېلګه  يې داده، چې  ډ ېر  ځله  زه يوه  خبره كوم  . خو  په  نيمايي  ﮐﯥ مې  هغه پر شو نډو ور ېښمين  لاس  كېږدي ، او راته  وايي !
 بس !
 مه  ﯾﯥ وايه !
زه  پوه  شوم !
 بس  يې  كړه !
نپوهېږم  چې  ولې  هغه زما هره  خبره په  نيما يي  ﮐﯥ  پېژني  . كله  كله  هغه  هم   ﺧﭙﻞ  وجود او خپله  بهرنۍ څېره   دنيا ته  ور  وسپاري   . لاند ې  ﺧﭙﻞ  ز ړه  ته  د ر ڼا په  څېر زما د ليدو لپاره راكوزه  شي  .
زه  او هغه  دواړه  د نوموړ ې  په  رو ښانه  ز ړه  ﮐﯥ  يو له بل سره خوږې  خبرې  كوو، له يوه  او بل څخه  خوږې  مچكې  اخلوو، ديوه او بل  پر شونډو باندې  پستې  پستې ګوتې  وهو.  كله  خو  چې  د جومې  په  شپه  د  ﻫﻐﯥ   رو ښانه  ز ړه   ته  د سپوږ مۍ د ځلانده  كميس  تر  پردې  لاندې  ورشم  .
نو  د كائناتو ستر  خالق  هم  د ﻫﻐﯥ  په  رو ښانه  ز ړه   ﮐﯥ  دننه  له  خپلو نږدې  پريښتو  سره  په  يوه  اسماني  تخت  ناست  وي  . زه  په  عاجزۍ ورشم
 او د  ښايست  رڼا ته  يې د كېناستو  هيله  وكړم  .خو  مخكې  له  دې  چې كېنم  او د ﻫﻐﯥ  په
 رو ښانه  ز ړه   ﮐﯥ  دننه  له  ﺧﭙﻞ   ښايسته  خالق  سره خبرې  وكړم  .
په  ﺧﭙﻞ  پرايښي  وجود ﮐﯥ  مې  روح  په  ژړا پيل  وكړي او زه  هم  د ﺧﭙﻞ  روح  د دلاسه 
كولو  اويا يې د اجل  كوم  نږ دې  ګاونډي  ته د ورسپارلو  لپاره  بېرته  ﺧﭙﻞ  بهرني  وجود ته  را ستون  شم  .