د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي اعلاميه

د اطلاعا تو او فرهنګ و زارت د هيواد له نا فذو قوا نينو سره سم اود افغا نستان د اسلا مى جمهوريت د وزيرا نو شورا د ١٣٨٧ کال د زمرى د مياشتى د اوومى نيټى ددوه ويشتمى ګڼى مصو بى پر بنسټ د يو لړ ليکو نو په ترڅ کى د ايتلاف پوځو نو له عمو مى قو ما ندا نى او له هغو نورو ارګا نو نو څخه چى د مطبو عا تو په برخه کى له ځينو خصوصى رسنيو او دولتى ادارو سره نغدى او جنسى مر ستى کوى غو ښتنه کړى ده چى د خپلو مر ستو جز ئيا ت دى دغه و زارت ته وليږى بر سيره پر دى په ليکو نو کى غو ښتل شوى دى چى له دى وروسته دي له خصوصى رسنيو او له دولتى مطبو عا تى بر خو سره ټول مرستندوى دولتو نه او مو سسى په دى اړوند خپل کار د ا طلاعا تو او فرهنګ له وزارت سره يوخيل کړى اود افغا نستان د حکومت له موافقى سره دى خپلو فعاليتو نو ته د وام ور کړى . د ا طلاعا تو او فرهنګ و زارت په دى باور دى چى د بيان او مطبو عا تو د ا زادى سا تنه ددى غو ښتنه کوى چى خپلوا کى او مسلکى رسنى او ژور ناليستان دى خپل کار له شفا فيت څخه په ډکه فضا کى پرمخ بو ځى له دى ا مله له غرض ډکو اوپټو مر ستو څخه دسا لمو او شفافو مر ستو تفکيک ضرورى بريښى