د لويې پكتيا كابل مېشته قومونو شورا مطبوعاتي اعلاميه

                                            بسم الله الرحمن الرحيم  افغانستان اوږد ،پېچلى او له وياړه ډك تاريخ لري،چې په هېواد كې د ټولو مېشته وروڼو قومونو د سرښندنو په پايله كې جوړشوى او د نړۍ د اولسونو او ملتونو په كتار كې يى د وياړلى هويت او برم ګټلى دى.نن همدا له برمه ډك هېواد د دوى زامنو ته په ميراث پاتې دى،چې ددې هېواد د خپلواكي،ملي واكمني ،ملي يووالى ،ځمكنۍ بشپړتيا ،تاريخي او ملي ارزښتونه وساتي او خوندي يې كړي. د دولت تر څنګ په هېواد كې د ميشته وروڼو قومونو پورې اړوند هر وګړى ، تنظيم ،ګوند او سازمان كولاى شي د پورتنيو ملي او تاريخي ارزښتونو په پام كې لرلو سره د هېواد دپرمختګ لپاره بيلا بيل فورمولونه او دستونزو د حل بيلا بيلې طرحې او تدبيرونه وړاندې كړي او خلكو ته يې د رسنيو او غونډو له لارې بيان او څرګند كړي او د پلې كېدو لپاره يې هر ډول هلې ځلې وكړي،چې خامخا به د ملت له خوا د هغو د محتوياتو په پام كې نيولو سره په متناسب ډول تائيد او ومنل شي.خو هيڅ وګړي او نهاد ته دا اجازه نشته ،چې د هېواد د خپلواكۍ،ملي واكمنۍ،ځمكنۍ بشپړتيا ،ملي يووالي،ديني او مذهبي سپېڅلتياو، ملي اتلانو، ملي شخصيتونو او نورو ملي ارزښتونو سره بې مسئوليته ،سرسري چلند او هغې ته په سپكه سترګه وګوري او هېڅوك حق نه لري چې دهېواد اساسي قانون څخه سرغړونه وكړي. لكه تاسو چې خبرياست ،په دې وروستيو وروځو كې د افغانستان د وحدت ګوند محترمو مشرانو او د افغانستان د ولسي جرګې درنو استازو هريو ښاغلى حاجي محمد محقق ، محمداكبري او د ولسمشر دويم مرستيال جلالتماب كريم خليلي صاحب او ځينې نور وسياسي ،دولتي او قومي شخصيتونو د كابل په ښار كې د ميدان وردګو د بهسودو ولسوالى د هزاره او كوچيانو وروڼو د يوې وړې او سيمه ايزې حقوقى لانجې په پلمه لاريونونه او غونډې وكړې او د احساساتى شعارونو او اعلاميو سره كوڅو ته راووتل او د رسنيو له لارې خپاره او نشر كړل . همدا رنګه د ملى كنګرې په اصطلاح ګوند تش په نوم مشر لطيف پدرام د افغانستان د اساسى قانون پر خلاف د ملي سپېڅلتياو او ملي يووالى ضد غېر مسئولانه او له ادب څخه لېرې ، د خپلواكۍ دبيرته اخېستلو اتل شاه امانالله خان غازى او د هېواد پښتون قوم په پته د ټولو انساني منل شويو نورمونو خلاف او د افغانستان د ملي يووالى ضد داسې الفاظ كارولي دي،چې هيڅ عاقل او بالغ انسان او رښتوني افغان يې نه يوازې په ويلو بلكې په اوريدلو هم شرميږى موږ په داسې حا ل كې چې د قران عظيم الشان د احكامو او د افغانستان د اساسى قانون سره سم د هر افغان ورور هره ادعا ،غوښتنه ، لاريون ،غونډه ،اعلاميه او بيان نه يوازې د هغوي روا ،مسلم او پرځاى حق ګڼو ،بلكې د هغوي ټنګ ملاتړ هم كوو. خو: ۱- موږ په دې نظر يو چې ښاغلى كريم خليلى ددې په عوض چې د دولت دويم مرستيال ولسمشرپه توګه يې د ستونزې په حل فكر كړى واى ، د اساسى قانون د ۶۶ مادې خلاف ، چې ولسمشر نشي كولاي د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو ،قومى ،مذهبى او ګوندى ملحوظاتو ګټه واخلى، عمل كړى دى .د يو قوم په پلوي او د بل قوم پر ضد يى خپل مقام كارولى دى ، چې د نوموړى دا كار د دوو قومونو تر منځ د فتنې او مړينو لامل وګرځيدو . ۲- د قران كريم د احكامو( وا لفتنة اشدمن القتل) او (واعتصمواّبحبلالله جميعآوولاا تفرقو ) او اساسى قانون د ۲۴ مادې او ۵۹ مادې سره سم دولت د انسان د ازادۍ او كرامت په ساتنه مكلف دى او هيڅوك نشى كولاى په دې اساسى قانون كې د راغلو ازاديو او حقوقو څخه په ناوړه استفادې د هيواد د خپلواكۍ ،ځمكنۍ بشپړتيا ،ملى واكمنۍ او ملى يوالى په ضد عمل وكړى. ۳- كچيرې څوك له كوم چا سره جنائى او يا حقوقى ستونزې ولرى ،كولاى شى،چې د اړوندو حقوقي او قضايي مراجعو له لارې حل او فصل كړي. خو هيڅوك دا حق نلرى ،چې يوه وړه حقوقي او قضايى ستونزه د قومونو د اختلاف لامل وګرځوي او له هغې څخه ناوړه سياسي ګټه اوچته كړى. په پاى كې د لويى پكتيا كابل ميشته قومونو شورا په ډير درناوي سره د جناب محترم محقق صاحب ، جناب محترم اكبر صاحب او جناب محترم كريم خليلى صاحب څخه غوښتنه كوى ،چې پخپله خوښه د ملت ارادې،ملى ګټو او داساسي قانون احكاموته سرټيټ او له نورو افغانانو سره په ګډه او ورورۍ د ملت په جوړولو كې برخه واخلي او ددې هڅه دې نه كوي ،چې خداى مه كړه زموږ د هېواد له وياړه ډك هزاره قوم له نورو وروڼو قومونو څخه بېل او په ځينو احساساتي شعارونو سره د افغان اولس يووالى ته زيان ورسوي. د لويې پكتيا كابل ميشته قومونو شورا د هېواد محترم ولسمشر, قاضئ القضات ، د سترې محكمې له غړو , لوى څارنوا ل ، امنيتي ارګانونو ،ولسي جرګې،مشرانو جرګې ، دافغانستان د علماوو سرتاسري شورا غړو او دحقوق پوهانو له ټولنې څخه په كلكه غوښتنه كوي چې لطيف پدرام نومى كس د هېواد داساسى قانون د ۵۹ مادې په خلاف ، د ملى يووالى ضد او د ۲۴ مادې خلاف د انساني كرامت پر ضد څرګندونو له امله تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيول شي. خداى مه كړه ،كه چېرې د پدرام نومى كس خلاف عدلي او قضايي بهير پيل نه شي، افغان اولس په راتلونكي كې په كلكه غبرګون وښايي، چې پړه به يى د دولت په ُغاړه وي. په پاى كې دلوئي پكتيا كابل ميشته قومونوشورا په ډاګه ګواښ كوى ، كچيرې په راتلونكي كې څوك د ملي خپلواكۍ ،ملي يووالى،ملي واكمنۍ ضد توطييو او دهېواد د ملي ارزښتونو ته د توهين هڅه وكړي ،افغان اولس به د داسې كسانو خوله په سوك ور سمه كړي. په درنښت د لويئ پكتيا كابلميشته قومونو شورا