غـــــزل

دژونــدون په مازیګر کــې لا ولاړ یم
لیلا ستا سو په ګودر کـــې لا ولاړ یم

چی څو ځله می ګریوان دئ کی شلیدلئ
هـم په هاغـــه زاړه درکــــې لا ولاړیــم

داچې هروخت په غوړمبی تر را تیریږی
خو دشیخ په شوخ نظر کــــې لا ولا ړیم

لکــــه غشــئ داجــــــل نـــه ځنــی وزم
دغمــاز په پــټ پر هر کــی لا ولا ړیــم

اشنـــا یــا نــو می له مینـی تو به وکړه
زه په دی ښکلی هنر کـــی لا ولا ړیــم

دښــکلا ګلبــڼ دی نــه دئ بی بــلبـــــله
خوار حقیار خو یی په سر کی لا ولا ړیم

په مینه
مولوی عصمت الله حقیار
جنوبی پښتو نخوا /مسلم باغ