دژوندون په کشا کش کی می غوبل مخی ته راشی
چی په خیال کی دیار زلفی الول مخی ته راشی
زه پر لاره دخپل عمر وخت نا وخته څه چا بک شم
یو څو غټ ګامونه واخلم خو اجل مخی ته راشی
هیږ پیږ کښینم لاس تر زنی لکه روئ اسکیرلئ
مړي مړي او ښکی می را توی شی خپل عمل مخی ته راشی
سترکي پټي کړم ویده شم نا ببره را غوځار شم
چی خوب کړی خاوری به وخوری دا متل مخی ته راشی
داحساس پر دنیاګۍ می دکړکیچ پیڅول خپور شی
دروڼا لټون کړم پیل یو مشعل مخی ته راشی
یعنی داچی دحا لا تو قضیه غوټي ځان ته ورکړی
دعشا قو په کړن لاره کی یی حل مخی ته راشی
ولاړشم ننوزم او پټ شم په اوومه خا نقاه کی
هلته هم را پسی زما دفطرت غل مخی ته راشی
خلګ وا یی آی حقیار ه پر هواره زمکه درومه
زه چی هسی بسم الله کړم لوی کوتل مخی ته راشی
په مینه
مولوی عصمت الله حقیار
مسلم باغ
وروستي