مينه ګناه كه ﻟﯧﻮنتوب

         هر مازديګر  به  ﻣﯥ  يو ځل  ځان  ﻫﯿﺮاوه . د ﻫﻐﯥ  د روښانه  مخ  په  ا جزاؤ ﮐﯥ  به  ﻣﯥ  چكر واهه . ماښام  به  كله چې {ما}  ته  را وه ګر ځېدم  . نو د خپل  وجود مخورو  چاروا كو  به راته ويل :
      څه درﭘﯧښه  ده چې  هره  ورځ   په  نامالومه  هوا ﮐﯥ  الوت كوﯤ ! په خپل  وجود ﮐﯥ  دننه  ارام  ژ وند كوه . كنه  نو يوه  ورځ  به دﯤ د ستورو په  ﺗﯧﺮو چا كو ګا نو  باندﯤ  وزرونه  غوڅ  شي . رټ  به راولوﯦږ ﯤ ، هډونه  به دې  مات  شي  .
       ما به د خپل  وجود  مخورو  چاروا كو  ته  وويل !
ښه ده ، بيا به  كله  هم د باندﯤ  راوه نه وځم  . همدلته  به له تاسو سره يوځاى په  خپل  وجود ﮐﯥ  دننه  ګډ او ارام  ژ وند كوم  .  خو كله  به  چې  مازديګر  مهال  بيا ﻫﻐﯥ  ته  مخامخ  شوم  . نو د اننګو  ښكلي  ر ڼا به  ﯾﯥ  هوش  راځينې  واخيست او په  هماغه ﭘﺨﻮانۍ لاره  به  په  منډه  د خپل  وجود  له  ﻫﯧﻮاد څخه ور ﭘﺴﯥ  راووتم  .
       تر ما ښامه  به  ﻣﯥ  د  ﻫﻐﯥ  د اننګو په   ښكلي  ر ڼا باند ﯤ  ځان   ښكلى  كاوه  . بېګا ته  به بيا په  خپل  وجود  ﮐﯥ  دننه د مخورو چاروا كو  لخوا  د ګوا ښونو او تر ټنو  سره  مخامخ  وم .
       دوى  به  په  يوه او بل  دليل  زما ﭘﺮ ته  د دوى  له  پو ښتنې د  خپل وجود  له  ﻫﯧﻮاد څخه  وتل  ردول  او هغه به  ﯾﯥ  زما د وجود له  ټاكلي تګلارﯤ  څخه  بغاوت  باله . خونن  سبا زما هم په  نومو ړي كار  ﮐﯥ  ښې ستر ګې ﭘﺨﯥ  شوي  وﯤ  .
     هر وخت  به  ﻣﯥ  چې هغه  وليده ، نو  ﭘﺪﺍﺳﯥ حال  ﮐﯥ چې  زما  د وجود ټول  غير عادي  و ګړي  به  هم  ناست  وو. ﺑﯥ  پوښتنې
به ورځينې راووتم ، اوكه كوم  يوه به  را ځينې   وﭘوښتل  بيا  ﭼﯧﺮته  روان  ﯾﯥ؟ نو په  ويا ړ
  سره به ﻣﯥ  ورته  وويل  سپوږ مۍ  ته  ﺧﯧژم  .
 غواړ م  چې په  ر ڼا باندﯤ  ﯾﯥ ځان  ښكلى كړ م  .  زما ددﯤ  عمل  په  وړاندﯤ  يوه  شپه  د ما خسوتن  له  لما نځه څخه  وروسته  زما دوجود  ټولو مسؤلينو او د فا عي منصبدارانو  يوه  بيړنۍ  غونډه  راوبلله .  
تر څو ما ته  د خپل  ﻫﻤﯧﺸﻨﻲ عمل  د ګنا  او ثوا ب   په  اړه   قنا عت   را كړي   .  په  نومو ړ ﯤ  غونډه ﮐﯥ  زما د وجود د فاعي  منصبدارانو  ته ددﯤ  لپاره د ګډون  بلنه  وركړل شوي وه .
چې  زما دسرزور ۍ  او  قناعت نه  كولو  په  صورت  ﮐﯥ له  پو ځي  د ليل  څخه  كا ر  واخلي  او ﺧﭙﻠﯥ هر  ډول  ﭘﺮېکړﯤ  منلو  ته  ﻣﯥ اړ  باسي  .
       ما  چې  د ﻫﻐﯥ  د مخ   په  مباركو  لمنو ﮐﯥ   د ما خسوتن  لمونځ ادا کړ , ﺑﯧﺮته خپل  وجود  ته  راوګرځېد م  . كله  چې  د خپل  وجود  مستقل  ﻫﯧﻮاد ته راننوتم  , نوحالات  له يوﯤ  ﻣﺨﯥ  بل   ډول  راته  وبر ﯦښېدل هېڅوك   ﭘﺨﭙﻞ  ځاي  موجود  نه  وو  .
ټو ﻟﯥ   ﺷﺒﮑﯥ  په   ټپه  در ﯦﺪلي  و ﯤ  .
       د يوه  نا  اشنا حالت  سره  مخامخ  شوى  وم  . لكه  مړ ئ  چې  په  قبر ﮐﯥ  راويښ  شي  . يوﯤ  خوا  او  ﺑﻠﯥ خوا ﻣﯥ  حيران  حيران  كتل  . لكه  د لو مړي  ځل  ﻟﭙﺎره  چې  يو ﯤ  نوي دنيا ته  راننوتلى  وم  .
چې د ﺳﯿﻨﯥ  په  منځنۍ  برخه  ﻛﯥ  ﻣﯥ  په  يوه برجوره  كلا ﻛﯥ   ر ڼا په نظر  شوه  .  په منډه  ورغلم  .  څه  ګورم !
  چې  زما  د وجود ټول  غير  عادي  وګړي  په   نوموړي كلا ﻛﯥ  راغونډ  شوي  او زما  د ﻫﻤﯧﺸﻨﻲ  عادت د ګنا او ثواب  په اړه ﺧﭙﻠﯥ  راﯾﯥ  وړاندﯤ  كوي  . غونډﯤ  ته پرته له  تشر يفاتي  حركاتو  ورننوتم  .
      سلام  ﻣﯥ  واچاوه او په خورا درناوي  سره د  غونډﯤ  د مشر په څنګ  ﻛﯥ  چې  زړه نوميږي او زما د وجود د ټولواك په  دنده باندﯤ  هم  كار كوي  ودرﯦﺪم . زما د وجود د
 ټولواك كټ   مټ  د خپل  اولاد په  څېر  خاطر  راباندﯤ وسوزﯦﺪه ،په  سر ﯾﯥ  لاس  را کﯧښود او د نه  وار خطا ﻛﯧﺪو په نيت  ﯾﯥ  له  ټولو  غونډه والو  څخه پټ او مرموز  سترګك راته وواهه .
زه  هم  پوه  شوم  چې  اوس  ﻣﯥ انشأ الله  نو  خبره  اورﯦﺪل كيږي .
       د لوړو احساساتو په  بدر ګه  ﻣﯥ  د لومړي  ځل  لپاره  دپښتنې (ملاﻟﯥ  ) پړﺍنګ  تر اﻏﯧﺰ  لاندﯤ  راوستونكي  ټپې په  څېر   په لوړ غږ وويل !
      ما لا تر اوسه  ستاسو كړنو  او ﺗﯧﺮوتنو ته د شك  او نا پوهۍ په  سترګو كتل . خو نن  ثابته شوه چې  تاسو ټول  يوا ځې  او يوا ځې د ﻫﻐﯥ مړۍ  په  تمه ژوند ﺗﯧﺮﻭۍ  چې په  شپه او ورځ ﻛﯥ  د وجود له  يوه  كو چني  ستوني څخه  درته  راﺗﯧﺮيږي .
       تاسو كله هم دا فكر  ونكړ ، چې كه  خداى (ج) مكړه  دا ستونئ   بند شي ، او دا غاښونه مات  شي  چې  تاسو ته  په  ﺧﭙﻞ  وخت  تيار  شوي  خواړه  راﻟﯧږدوي . نو ددﯤ  په ځاي  چې د  ﺧﭙﻞ  وجود  د برجورﯤ  كلاپه  انګړ ﻛﯥ د لوږﯤ له  امله لاس  او پښې  ټكوو .
بايد بهر ته  لاره  ولرو  او په  بهرنۍ  نړۍ  ﻛﯥ  د ځان  لپاره  ځا نګړي محلونه  جوړ  كړ و . دا ځكه  چې تاسو  كله  هم  د ﻫﻐﯥ  د ښكلي  مخ  په  ر وښانه  ځمكه  باندﯤ  قدم  ندى   ايښى  . كنه  نو تر  اوسه  به تاسو  هم   زما په  څېر  د ﺧﭙﻞ   وجود ځپلى  ﻫﯧﻮاد پرايښى  وو  او ټول عمر  به هماغلته  اوﺳﯧﺪۍ  چې  هره  شپه د رحمت  مبار ﻛﯥ  پر يښتې ورباندﯤ د ﺧﭙﻞ  ستر خداى (ج)  په  رسمي  امر سره د رحمت  مقدس ګلونه  وروي  . زما د وجود ټول  رئيسان  اوواړه  منصبداران  چوپ  ناست  وو .
يواځې زړه  وو، چې  ﺧﭙﻠﻪ  وروستۍ پرﯦﻜړه  ﯾﯥ  واوروله  . 
       تاسوټول  زموږ  د ﻫﯧﻮاد مخور او مسؤلين  تر صبا  ماخسوتن  پورﯤ صبر  وكړى  .         زه غوا ړم  چې  صبا  ته  په  ﺧﭙﻠﻪ له ده  سره  د باندﯤ  ووځم  .
       كه  ر يښتيا هم   د ﻫﻐﯥ  د مخ  په سيمه ﮐﯥ  لكه  ( دى  )  چې  وايي  زمو ږ ﺷﭙﻪ  د ﺧﭙﻞ 
وجود له  ﻫﯧﻮاد څخه  ښه  او بختوره  ﺗﯧﺮيږي  او ژوند مو د نېكمرغۍ په  لوري ګام  اخلي  .  نو زما دا پرﯦﻜړه  ده . چې  ټول  په ګډه د وجود په  ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ  دا برجورﯤ  كلا ګاﻧﯥ  پر ﯦږدو او هلته  د ﻫﻐﯥ د مخ  په  ښېر ازه  سيمه  باندﯤ  ځان  ته يوه لويه پاچاهي جوړه كړو . ما تر صبا مازديګر   پورﯤ   ﻫﻐﯥ ته  پاس  د ستر ګو په كړكيو  ﻛﯥ    په ﺑﯥ  صبر ۍ  سره  انظار  كاوه . كله  چې  مازديګر  مهال  هغه په  ﺧﭙﻞ  ﭘﺨﻮاني  انداز  لكه   د  ښا ﭘﯧﺮ يو ميره  راغله  .  نو  دﺧﭙﻞ  وجود پاچا ته  ﻣﯥ چې  زړه نوميږي  ورنار ﯤ  كړ ې .
پاچا صيب !
پاچا صيب !
هله ! هله  زر كوه !
هغه ! هغه!
راغله .
 هله ! 
           راځه چې  په ګډه  ﯾﯥ  د اننګو په  جنتي  ځمكه  باندﯤ  لمنځونه  ادا كړو . راځه  چې
  د مخ  په سپېڅلي  ځمكه  باندﯤ  ﯾﯥ ﺧﭙﻞ  ﺳﭙﯧڅلي  خداى (ج)ته  پرته له  ريا سجدﯤ  ولګوو .
زماپه  ناروباندﯤ  زما د وجودپاچا هم  په  منډه پاس  د وجود كړكيوته چې  سترګې نوميږي  راوخوت .
        د  ﻫﻐﯥ   په لومړي  ځل  ليدو سره ﯾﯥ  له  سترګو څخه  او ښكې  روا ﻧﯥ شوﯤ  .
ټول  ورپورﯤ  تړل  شوي  رګونه  ﯾﯥ له  ځانه څخه وشلول  . او ددﯤ  پر ځاى  چې له  ما سره ﯾﯥ  يوځاى  د مخ  ننداره  وكړي  .
په  يوه  خوندور او بيړني  ټوپ  سره  ﯾﯥ سترګوته  را ځينې  والوته ،  او د ﻫﻐﯥ  وجود      دفا عي  ځواك  چې خبر ﯦﺪه !
 زما زړه  ﯾﯥ  د وجود تل ته ر ﺳﯧﺪلاي  وو او د ﻫﻐﯥ  د روښانه ضمير ترڅنګ  ﯾﯥ  د اوﺳﯧﺪا ﻟﭙﺎ ره  ﺧﭙﻞ  د وفا جواز ليك د لاسليك ﻟﭙﺎ ره  د ﻫﻐﯥ  د وجود مركزي  دفترته  ورسپارلى
 وو  . زه  تر  اوسه  د ﺧﭙﻞ   وجود په  روښانه  كړكيو ﮐﯥ  چې سترګې  نوميږي  د ﺧﭙﻞ  ورك شوي  پاچا د ﺑﯧﺮته  را ﺳﺘﻨﯧﺪو ﻟﭙﺎ ره  انتظار  كوم  .
       لاندﯤ  هم نشم  راكوزﯦﺪاي  .  وﯦﺮﯦږم  چې د وجود مخور  چارواكي  به  بل  ډول  چلند راسره  وكړي  .
ځكه  چې  د دوي  ټولوا ك  او د غونډﯤ  مشر  ﻣﯥ  ورځينې  ورك  كړيدى . خو  اخر  به ما هم  دا  ډول  ﻫﻤﯧﺸﻨﻰ  انتظار  ستړى  كړي  .
       ﮐﯧﺪاي  شي چې  زه  هم  يوه  ور ځ  د ﺧﭙﻞ  وجود  د بختور  پاچا  په  څېر د ﻫﻐﯥ  د روښانه  ضمير تر څنګ  د اوﺳﯧﺪا لپاره  ﺧﭙﻞ  د وفا  جوازليك د  ﻫﻐﯥ  د وجود مركزي  دفتر ته  ورو سپارم  او د  ﺧﭙﻞ  وجود پراخه  ﻫﯧﻮ اد هغو مخورو چارواكو ته  ورپرﯦږدم  چې  مينه به  ﯾﯥ  ګنا او يا كټه  مټه ﻟﯧﻮنتوب  بلله  .