
پاکستان او افغانستان دسهيلي اسيا په لويه وچه کې دوه پراته ګاونډي هېوادونه دي چې له يوبل سره دڅه کم دوه نيم زره کيلو متره ګډې پولې په درلودلو سربېره دواړه ولسونه له يوبل سره ګډې تاريخي ، کلتوري ،مذهبي ، اقتصادي ، سياسي ،ټولنيزې، ان تريوحده نژادي اوژبنۍ اړيکې لري، دواړه هېوادونه ددوستۍ او اخوت ښه ريکارداو اوږده ماضي لري .
که څه هم پاکستان خو دافغانستان په انډول کوچنى او نوى زېږېدلى هېواد دى خو دهند هغه لويه وچه چې داهېواد يې يو وخت اړوند وو تل دهغو امپراطوريو تريرغل او هجوم لاندې راغلى چې افغانستان هم ډېر وخت دهمدوى له لاسه ناکراره وو.
دافغانستان او پاکستان اړيکې له پخواراهيسې ښې وې او په ځانګړي ډول په وروستيودريوو لسيزوکې خو دهجرت او انقلاب په شېبوکې افغان او پاکستانيو ولسونو يو بل ته دورورۍ او اخوت ډېر پاخه ثبوتونه ورکړل .
د تېرو اووکالو په اوږدو کې دافغانستان او پاکستان اړيکې کله ښې ا وکله خرابې يعنې دمداوجزر په حالت کې وې خو له بده مرغه چې پدې وروستيوکې ددواړو هېوادونو اړيکې له بحراني حالت سره مخ او دادى اوس خو افغان دولت تريوه حده دسياسي اړيکو او دراشه درشې دپرېکون اعلان هم وکړ.
زموږ په باور، ددې دواړو ګاونديو هېواودنو داړيکو خرابېدل پرته له دې چې ددواړو هېوادونو دښمنانو ته ګټه وکړي بل چاته ګټه نه کوي . دادواړه هېوادونه دخپلو طبعي موقعيتونو له مخې يوبل ته اړدي ، لکه وړاندې مو چې وويل دواړه هېوادونه شاوخوا ٢٥٠٠کيلومتره ګډه اوږده پوله لري . له معنوي ګډو ارزښتونو پرته يو بل ته مادي اړتياوې هم لري ، همدااوس افغانستان يو واراداتي او مصرفي هېواد دى او له نورې نړۍ سره ورته داړيکو ترټولو اسانه او ارزانه لار همدا پاکستان دى، له دې پرته ډېر اړين توکي پخپله له پاکستان څخه واردوي .همداراز پاکستان هم له ډېره وخته پدې هڅه کې دى چې له افغانستان پرته دمنځنۍ اسيا مارکېټونه هم ترخپل چترلاندې راولي او دپاکستانيو توليداتو دپلورپر سترو مارکېټونو يې واړوي او پاکستان ته هم دې منزل درسېدو ترټولو اسانه او ارزانه لار افغانستان دى .
که افغانستان ، پاکستان ته محتاج دى نو دا هم دپاکستان لپاره عادي خبر نده چې يواځې په يوکال کې يې له افغانستان سره دسوداګرۍ له مدرکه دوه نيم ميليارده ډالر ترلاسه کړي دي .
موږ افغان چارواکيو ته مشوره ورکووچې له پاکستان سره داړيکو په خرابولو کې دې له ډېر ژور فکر څخه کار واخلي. دايو تريخ حقيقت دى چې له بده مرغه زموږ لاس اوس دپاکستان ترتيږو لاندې دى او وېستل يې ډېر احتياط اودرايت غواړي. همداراز داهم حقيقت دى چې پاکستان موږ ته هرډول ستونزې جوړولى شي او نن سبا موږ له هره پلوه ددې ګاونډي دمقابلې جوګه نه يو نو ښه دا ده چې دجوش پرځاى له هوش څخه کارواخلواو د نورو په لمسونو تېر نه وځو.
دولت بايد دې ټکي ته متوجه واوسي چې ددوى دنظام په رګونو کې اوس هم دهغو ډلووينه چلېږي چې له پاکستان سره پخوانۍ دښمني او له هندسره کلکه دوستي لري .دوى دطالبانو پرضد له همدې هندوانو وسله اخېستله او دپاکستان له ملاتړڅخه دبرخمنوطالبانو پرضد جنګېدل .
اوس دلته يوځل بيا دطالبانو خبر توده ده او هېڅ له امکان څخه وتې خبر نه ده چې همداکسان دې دهند په اشاره افغان دولت له پاکستان سره داوبو خړولو ته و نه هڅوي او يا دې په دې اړه په پټه کار ونکړي
که چېرې رښتياهم پاکستان دافغانستان په چاروکې لاسوهنه کوي او دلته لا هم اور کري نو افغان دولت دې دبې ځايه ګواښونو او ناسنجول شويو پرېکړو پرځاى منطقي او ديپلوماتيک ګامونه واخلي او په دې اړه موجود اسناد دې ملګرو ملتونواو نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
اوس چې په افغانستان کې دنړۍ د٣٧ هېوادونو پوځيان او دګڼو نورو هېوادونو سياسي نماينده ګۍ فعالې دي ، ملګري ملتونه فعال او دحاضر اوناظر رول لري نوافغان حکومت ولې ددوى له رول او حضور څخه ګټه نه اخلي ؟ .
همداراز پاکستان ته هم مشوره ورکوو چې له افغانستان سره داړيکو دخرابېدلو په صورت کې هم مادي زيان کوئ او هم معنوي . تاسو خبرياست چې نن دنړۍ ډېرستر صنعتي هېوادونه ځانته دمارکېټ موندلو په هڅه کې دي او کېداى شي چې په ډېره اسانه هم د افغانستان او هم دمنځنۍ اسيامارکېټونه له لاسه ورکړئ .
همداراز کېدلى شي چې له دې چانس څخه ستاسو ډېررقيبان ګټه واخلي او پر دې هم ښه خبرياست چې په افغانستان کې ډېر فعالې کړۍ شته چې ستاسوپه انډول دهند دوستئ ته ډېر دلومړيتوب حق ورکوي .
بل داچې افغانستان که له نظامي پلوه هر څومره هم کمزورى شي خو همداکمزورى هېواد هم کولى شي چې ستاسو اتومي ځواک چې ښايي اوس پرې ډېر مغروره ياست له ګواښ سره مخ کړي .
داسمه ده چې پاکستان پخپل قطب او لوېديځ کې يو دوست ګاونډي ته اړتيالري او کم ترکمه له دې اړخه بايد ډاډه وي خو زموږ په نظر ښه داده چې دې هدف ته درسېدولپاره له اصولي او منطقي لارو کار واخلي نه دلاسوهنې او وينو تويولو له لارې .
په پاى کې يوځل بيا يادونه کوو چې دواړه هېوادونه دې د پلمو، دسيسو ، ګواښونو او لاسوهنو پرځاى له يوبل سره دمتقابل احترام په فضا کې چلندوکړي چې دا ددواړوهېوادونواوددواړو هېوادونو دولسونو په ګټه کار دى او په ځانګړې تو ګه پر افغان دولت غږ کوو چې افغان ولس ډېر ځورېدلى نور دکړاوونو دزغم وس نلري دوى بايد هڅه وکړي چې داځل څوک افغانستان دهند اوپاکستان دسياليو ډګر ونه ګرځوي .