په بهسود او دايميرداد ولسواليو کې د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو د اختلافاتو په اړه د حامد کرزي حکم

د بهسودو او دايميرداد ولسواليو د کوچيانو او اصلي اوسېدونکو تر منځ د اختلافونو د حل کولو په اړوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي حکم د هېواد وروڼو قومونو د هېواد دوياړلي تاريخ په اوږدو کې له يو بل سره د دوستۍ او صميميت ګډ ژوند کړی دی ، خو د څو وروستيو لسيزو کور ګډي جګړې په نورو زياتو مصيبتونو برسېره د پرديو د لاسوهنو او تفرقې اچولو زمينه برابره کړه ، چې د دغو دسيسو د شنډولو په لاره کې افغان باتور ملت تل هڅه کړې ده . له بده مرغه په دې وروستيو کې زموږ يو شمېر هېوادوال له څړ ځايونو څخه د استفادې په خاطر د يو لړ اختلافونو له امله وژل شوي او يا ټپي شوي دي . د پېښو د رامنځته کېدو په سيمو کې د بشپړ امنيت د تامين او زموږ د هېوادوالو د سر او مالي زيان د مخنيوي په خاطر لارښوونه کيږي : 1ـ کوچيان دې اوس په خپلو د مني او ژمنيو استوګنځايونو کې مېشت شي . 2 ـ ملي اردو او پوليس مؤظف دي ، چې د مني او ژمنيو ځايونو ته د کوچيانو د ستنېدو په تګلوري کې په جدي توګه د دوی امنيت تامين کړي . 3ـ ملي اردو او پوليس دې هېچا ته اجازه ورنه کړي ، چې خپلې غوښتنې له وسلو څخه په استفادې سره حل و فصل کړي . 4ـ د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه مؤظف دي ، چې د کوچيانو د نوي کډې کولو د موسم تر پيل پورې د شرعي او عرفي او د دوی د دولتي فرمانونو په پام کې نيولو سره د دوی حقوقي موضوعګانې په هر اړخيز ډول وڅېړي او د هغوی دايمي حل لارې چارې ولټوي اوعملي يې کړي . 5ـ اړوندو لورو ته د رسېدلي زيان د تثبيتولو په مقصد د جمهوري رياست د سلاکار وحيد الله سباوون په مشري او د کليو د بيا جوړولو او پراختيا او کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو د معيينانو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مرستيال په ترکيب هيأت ټاکم . هيأت دې په څړ ځايونو باندې د نه لاس بري او د ټاکلي موسم له رارسېدو مخکې د کډې کولو له امله د رامنځته شويو زيانونو په ګډون د وروستيو پېښو زيانونه تثبيت کړي او خپلو کورونو ته د بهسودو او دايميرداد ولسواليو د بې ځايه شويو کليوالو خلکو د بېرته ستنېدو زمينه په مناسب ډول برابره کړي . هيأت دې د خپلو اجرااتو په باب د يوې اوونۍ په بهير کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت رياست ته رپوټ ورکړي .