پاړسيوان درې ګوټی؛ څومره عملي دی او څومره مهم؟


 
که څه هم سیمه ییز تړونونه رامنځته کېدل د نړیوالتوب د ناوړه اغېزو په وړاندې د مبارزې او سیمه ییزې پیاوړتیا یوه پېژندلې شوې غوره لاره چاره ده، او ژبه له شکه پرته د نیږدېوالې غوره وسيله ده، خو د دغسې سیمه ییزو یا نړیوالو تړونونو په ترڅ کې د خپلو ملي مصلحتونو د له پامه غورځولو حماقت بیا هغسې یوه نادوده ده چې یواځې لاسپوڅي، تپلي، او ناپوهه واکمن یې کولای شي.  
 
اصل او بایده خو داده چې هر ډول سیمه ییز سیاسي، نظامي، فرهنګي، یا اقتصادي تړونونه د ملي مصلحتونو د چاڼ تر یوې پروسې تېر او تدقیق شي، خو زموږ د ولس مشر په اړه لا له پخوا څخه مشهوره وه چې هغه ”ناخوانده امضاء میکند“.  د فارسي ژبې مثلث د هغه تړون په اړه، چې ښاغلي کرزي، امام علي رحمانوف، او احمدي نژاد په دوشنبه ښار کې د ۲۰۰۶م په جولای کې لاسلیک، او د یوه مشترک تلویزیون په اړه د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو هوکړې کره کړ، لا دا هم خوشبیني او نېک ګومان برېښي چې وویل شي، ښاغلي کرزي نالوستی لاسلیک کړی، او که لږ بدګوماني وشي نو باید وویل شي چې کرزی صاحب سودا کړې ده، او هغه هم د ملي مصلحتونو سودا. دغه تړون، چې له امله یې د ایران، افغانستان او تاجیکستان غښتلي ناپاړسیوان قومونه له پامه غورځول کېږي، او نالیدلي ګڼل کېږي، په درېواړو هېوادونو کې د تعصبونو اور ته د لمن وهلو او د نورو مېشتو ولسونو د له پامه غورځولو ایرانۍ هڅه ده، چې غواړي بیا هم پر نورو شته وو ولسونو د خپل فرهنګي یلغار اغېز جاري وساتی او د نورو ملي بریدونه د خپل نفوذ په وړاندې نرم او سست کړي. دا چې افغانستان ته په دغسې حساسو حالاتو کې له داسې یوه بې معنا، عاطفي او خیالي تړون څخه د ګټې اخیستنې څومره استعداد، او د هغه د زیانونو زغملو څومره وړتیا لري، داسې پوښتنې دي چې د ښاغلي کرزي د تېرو تملقاتو او غوړه مالیو پایلو وار له مخه ځوابې کړي دي. د دغسې یوه تړون لاسلیکولو پر مهال ښایي کرزي یو لړ داسې کره واقعیتونه په لوی لاس له پامه غورځولي وي، چې د افغانستان د کرکېچ ریښې په کې نغښتې دي. هغه ښایي د افغانستان په دننه کې د قومي تعصبونو هغه لړۍ له پامه غورځولې وي چې سر یې د همدې تړون په نارسمي، یا احتمالاً رسمي طرحه کې دی، چې تقریبا همدې لوبغاړو راپیل کړی، او د لږکیو د بدمعاشانو د ایتلاف په رامنځته کولو یې زموږ هېواد یې په لوی لاس د قومي جګړو پر ډګر اړولی و.
تر بلې هرې تبصرې وړاندې د درېیو مهمو ټکیو یادونه ډېره اړینه بولم، لومړی دا چې د نوموړي تړون رامنځته کېدل، او مخې ته راتګ یوه ناڅاپي، او نوې رابرسېره کېدونکې پدیده نه ده، بلکې له ډېرې مودې راهیسې د سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د  وژونکیو پیلامو مور او سرچینه بلل شوې. د لوی تاجیکستان، لوی ایران، یا لوی خراسان دغه خوبونه پخوا هم د شمال د لنډه غرو د لومړي ایتلاف په رامنځته کولو سره د د (۱۹۹۲-۲۰۰۱) کلونو د خونړیو جګړو په بڼه تعبیر موندلی، او په افغانستان کې د قومي جګړو او ورپسې د بهرنیو دښمنانو د غښتلیو مداخلو لامل شوی، او د مجاهدینو او چپي ایدیالوژیکوډلو ترمنځ د توکمیزو درزونو د منځته راتګ او توکمیز وېش لامل شوی، او له ملي مرکزیت څخه د بغاوت او فرار انګېزې یې رامنځته کړي. که آن په کابل او هېواد کې د همدې کلونو د مېخ کوبیو، د مړو د نڅا، او نورو جنایاتو د انګېزو څرک هم ولګوو، نو سر یې همدغسې یوې طرحې ته ووځي، چې د سیمه ییزو پاړسي ژ بیو یا پاړسي پلویو لخوا ورته لمن وهل کېده. د نجیب حکومت د له منځه تګ بڼه، او د نجیب د حکومت په وروستیو کې د روسانو، ایران او پاکستان په همغږۍ تر یوې نړیوالې دسیسې لاندې د لږکیو د فعالیتونو تقویه کېدل؛ د لږکیو په نامه ملېشې رامنځته کېدل، د پاکستان لخوا په یوه حساس وخت کې د بدخشاني نااهله او متعصب ولسمشر تپل کېدل، د شمال د ناقلینو د بیاراکوچولو طرحې چمتو کېدل، د افغانستان د تجزیې ګونګوسې، د لږکیو ایتلاف رامنځته کېدل، او بلآخره د فیډرالیزم ډنډورې غږول له ورته یوې روحیې سرچینه اخلي او همدغه بهرني لوبغاړي یې تر شا ولاړ ول. په کال ۱۹۹۳ کې د حریت په نامه یوې ازادې مجلې د عبدالعلي مزاري یوه مرکه خپره کړه، او هغې مرکې د شمال د ایتلاف د رامنځته کوونکیو په اړه بشپړ تفصیلات لرل. ښاغلې مزاري په ګوته کړې وه  چې په افغانستان کې د پښتنو د نفوذ کمولو لوبه سیمه ییزه وه، او انګېزه یې هم ژب-پالنه او قومي حساسیتونه ول. ښاغلی مرازي د دې لوبې مهم لوبغاړی و، چې د مرکې پر مهال بیا له ایتلافه وتلی او له ښاغلي حکمتیار سره یې لاس یو کړی و. د دې معنا داده چې د افغانستان د جګړو رامنځته کوونکی کورني مثلث (اخوانی-سیتمی-کمونستی مثلث) له خپل سیال بهرني یا سیمه ییز مثلث سره له ډېرې پخوا ډېره توده راکړه ورکړه لرلې، او د افغانستان د ملي هویت په ورانولو او تخریب کې یې ښه شیطاني همکاري لرلې ده. د افغانستان رنځور وجود لا د” کورني “اخواني- ستمي - کمونیستي توکمپال مثلث د زهرو له اغېړ څخه سر نه دی را جیګ کړی چې دغه "بهرنی" درې سری مار (فارسي ژبې مثلث) یې وجود ته غاښونه سپین کړي او په سیمه ییزه کچه یې د هماغه سرنوشت لورته سیخ کړی چې په کورنۍ کچه یې د ناخوالو یوه مهمه سرچینه ده. دوهمه اړینه یادونه داده چې نوموړی تړون هیڅکله د هغو موخو لپاره نه دی چې بیانېږي، بلکې د ایران لخوا په سیمه کې په یوه او بل نامه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه، ورڅخه استفاده کېږي. هماغه ایران چې په عراق او لبنان کې شیعیزم پالي، په نوره عربي نړۍ کې اسلامیزم او صهیونیستي ضد شعارونه ورکوي، او په افغانستان، منځنۍ آسیا او سوېلي آسیا کې کله له پاړسیزم، او کله له آریاییزم څخه د فرهنګي، اقتصادي، او بالآخره سیاسي وسيلې په توګه ګټه اخلي. د دې خبرې دلایل پرېمانه دی، او تر ټولو جوت دلیل یې له خپلو دې هم ژبیو سره په خپل هېواد کې دننه جفاوې او ناکړدۍ دي چې د افغان کډوالو په اړه د هغوی په تګلارو کې غبرګون مومي.
درېیم اړین ټکی دا دی چې دغه تړون هیڅکله  د لکلیو اهدافو په کچه عملي او د لاسته راتلنې وړ نه دی، بلکې د توکمپالو رنځورانو هغه تبجن خوب ته ورته دی چې ایرانیان یې د خپلو اهدافو او ګټو، او ایدیولوژیکو موخو په ګټه، ورته تعبیروي، او د ترکیزم لخوا محاصره شوی تاجیکستان یې، چې په خپل ګاونډ کې، له هیچا سره د ایتلاف جوګه نه دي، او د هیڅ ډول همتاوالي او سیالۍ لیاقت یې نه دی موندلی، د خپل ځان لپاره د تنهایۍ د رنځ د معالجې لپاره کاروي. نوموړی تړون په خپل ذات کې ډېر بې اهمیته، او خیالي دی، او لږ تر لږه د اوسني ایران، اوسني تاجیکستان، او اوسني افغانستان ترمنځ یې عملي کېدل یې ناشوني برېښي. د دې خبرې یو عمده دلیل خو دا دی چې حتی که دغه هېوادونه ریښتیا هم پاړسي ژبې وګڼو، او د نورو ژبو ویونکي له پامه وغورځوو، خو د دوی ژبه بیا هم په یواځې سر د دوی د پیوند وسيله نشي کېدلای. په تېره بیا هغه وخت چې په دې اړه د هم ژبې توب پر شتون سربېره هم-زړه توب ناسوب وي. حقیقت خو دادی چې تر ننه لا په نړۍ کې د ژبې پر بنسټ د یوه واړه هېواد رامنځته کېدل ممکن شوي نه دي، پرېږده لا دا چې د هېوادونو ټلواله دې رامنځته شي. د دې دریېو هېوادونو ترمنځ د ارزښتونو تفاوت د دغه تړون اغېزمنتیا یواځې د ژبې حد ته راټيټوي. د مثال په توګه، کله چې رقص په تاجیکستان کې د فخر او سرلوړۍ سرلیک دی، او په افغانستان کې ورته د فحش د وسیلې په توګه کتل کېږي، نو لږ تر لږه په یوه تلویزیوني چېنل څه ډول هوکړه راتللای شي. کله چې په افغانستان کې اساسي قانون پر مذهبي بنسټونو ولاړ دی، او تاجیکستان د روسي قوانینو یوه لمېسه (کاپي) استعمالوي، نو هغوی افغانان او تاجیکان څه ډول تر یوه چتر لاندې اوسېدلای شي. دغه راز، کله چې ایران په خپل هېواد کې دننه په ملیونونو سنیان ځپلي، د واک او ژوند له حلقو څخه ویستلي دي او د هغوی سیمې یې د نشه توکیو او بې سوادۍ پر ځالو اړولي، نو د افغانستان پاړسي ژبې سنیان ورڅخه څه ډول امنیت محسوسولای شي. کله چې ایران د هېواد په دننه کې د نورو ژبو ویونکي په ژبني لحاظ وژلي، او محوه کړي دي، نو د افغانستان پښتانه یې تر څنګ څه ډول امنیت محسوسولای شي. په داسې حال کې چې افغانستان د لویدیځ بلاک تر حمایې لاندې دی، ایران یو مذهبي او له لوېدیځ او په افغانستان کې د هغه له بدیل، طالبانیزم سره په ټکر کې دی، او تاجیکستان بیا د روسیې سیمه ییز ځری او سیکیولر هېواد دی، دغه درې هېوادونه لا تر اوسه په ایله یوه نړیواله ټلواله کې شریک غړیتوب لري چې هغه د اسلامي هېوادونو کانفرانس دی.  یعنې دا چې په خپلو کې یوځایوالی خو پرېږده چې له نورو سره هم په مشترکو تړونونو کې شریک نه دي.
ښاغلي کرزي د لنډ فکرۍ او لنډ نظرۍ یوه جوته بېلګه خو داده چې هغه په افغانستان کې د ګاونډیانو توسعوي ارادې له پامه غورځولي، او هغوی ته د دغو ارادو د پلې کولو لپاره فرصتونه برابروي. هغه  ددې پر ځای چې له افغانستان څخه د ګاونډیانو متجاوز لاس لنډ کړي، د هغوی لاسونه ښکلوي، په سینه پورې یې موښلي.
په کورنۍ کچه د همدې اخواني، ستمي او کمونیستي ایتلاف له برکته، په حکومتدارۍ او نورو چارو کې د پښتنو استاځي بې حده راټیټه شوې،  او داسې ښکاري چې د افغانستان کورني غلیمان د ښاغلي کرزي تر چتر لاندې، اوس له کورنیو چارو ځان نړیوالو او سیمه ییزو دسیسو ته ور خلاص او فارغ ګڼي، او په بهرنۍ کچه د پښتنو د نظر انداز کولو لپاره په همدغسې یوه پیلامه کې چې ایران، تاجیکستان او د افغانستان کورني غلیمان یې ملاتړ کوي، دسملونه اړوي.
خبره دا ده چې که ایران ته له دې ایتلاف څخه د رهبرۍ رول، د فرهنګي او سیاسي یلغار فرصت، او د مارکیټونو موندلو موقع په لاس ورځي، او تاجیکستان ته د افغانستان د شمالي سیمو لورته د خپل شپول او آن ساحې د ارتونې، او د روسانو د هم-ګټي په توګه د هم ګټو د نفوذ د ساحې اوږدولو فرصت په لاس ورځي، نو افغانستان ته څه په لاس ورځي.
دغسې پوښتنه مطرح کول د دې معنا نشي لرلای چې ګواکې ریښتیا هم په ایتلاف کې د افغانستان د ګټو خبره مطرح ده.
هغه تجربه چې افغانستان په دننه کې د لږکیو د نفوذ له ډېرولو څخه لرلې، د هغې سیمه ییزې کچې ته خېژول هم ورته پایلې لري. کرزی صاحب زموږ د ترخې ملي تجربې په سیمه ییزولو سره موږ ته یو بدخونده دېګ دوه ځلې راڅکي، او لا دا تمه لري، چې موږ دې د همدې مړزګې په دېګ شریک هم شو.  ښاغلی کرزی باید په دې وپوهېږي چې هغه په دې اړه کوم ابتکار نه کوي، بلکې یوه زړه او ورسته تجربه تکراروي. لومړی خو دا چې د یوې وړې کړۍ او توکمپال وړوکي سړي تاجیکي لیکوال فخرالدین خال بیک ته د یوه ولسمشر دومره سرټیټونه هغه چاره ده چې نه ښایي. همدغه تېروتنه ښاغلی کرزی د خپلو فارسي خوښو احساساتو د نه قابو کولو له امله بیا بیا تکراروي. هغه ښاغلي یو ځل وړاندې هم، د مخبملباف په نامه د یوه وړوکي سړي ډېر درناوی کړی و، یو عادي، متعصب فلم جوړوونکی یې، چې په خپل “د کندهار سفر” فلم کې یې ټول افغانستان ته بد رد ویلي ول، په ولسمشریز اعزاز افغانستان ته رابللی او پر ځان هستولی و، او هغه درانه ! مېلمه ته یې د هغه د افغان دښمنۍ په پاس د نوروز انعام ورکړی و. ساده او بسیطه پوښتنه داده چې که ښاغلی کرزی له ایران څخه د دوستۍ تمه لري، نو ولې یې د هم-ژبیو(!) کډوالو په مقابل کې د هغوی د یوڅه نرمښت او انساني چلند په بڼه غوښتنه نه کوي، او ولې یې په چارو کې د نه مداخلې په بڼه د دوستۍ تمه نه لري، چې نړیوال حق یې هم دی. په تړون کې افغانستان ته د یوه پاړسي ژبې هېواد نوم کارول کېږي. دا چې افغانستان پاړسيوان دی، او که پاړسي پرې تپل شوې، یوه مهمه او د بحث وړ موضوع ده. ښاغلی کرزی باید په دې وپوهېږي چې د ملت د هویت ټاکلو پرېکړه د هغه له واکه بهر خبره ده، او هغه هیڅکله نشي کولای، د داسې حساسو ملي مسألو په اړه ځاني تصمیم ونیسي. پاتې شوه دا چې په افغانستان کې څومره خلک فارسي وایي، دې خبرې ته بیا هم افغانان د یوې ستونزې او بې عدالتۍ په سترګه ګوري، ځکه چې فارسي وینه زموږ پر خلکو په شعوري او لاشعوري توګه تپل شوې چې ښه نمونه یې د قانون پر منښته سربېره په ښوونځیو کې د پښتو نصاب نشتوالی، او په اداراتو کې د پښتو قصدي له پامه غورځونه ده. سره له دې چې د دې تړون له حقیقي (De jure)  حیثیت څخه افغانستان یا سیمې ګواښ نه دی پېښ؛ او هغه د فرهنګي همکارۍ او ورولۍ د غښتلتیا په موخه ګڼل شوی، چې دا یو ښه کار دی، خو واقعي (De facto)  حیثیت یې د لاندې بالقوه او بالفعلو ستونزو د لرلو له امله د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر او تضاد کې دی: 1)      یوه هېواد ته د یوې خاصې ژبې د ویونکي عنوان ورکول، هرومرو دا معنا ورکوي چې هغه ژبه په هغه هېواد کې د اکثریت ژبه ده، پر نورو لوړه ده، او نورې ژبې یې په مقابل کې بې اهمیته دي. افغانستان په دې معنا پاړسي ژبی هېواد نه دی، او که فرض کړو چې وي هم، نو ښاغلی کرزی د دې حق نه لري چې په اړه پرېکړه وکړي، بلکې په دې اړه پرېکړه یواځې او یواځې ملت کولای شي.  2)      په دوو ملتونو کې د دوو قومونو ترمنځ د توکمیزو اړیکو دومره غښتلتیا، چې د هغوی ملي ژمنتیاوې زیانمنې کړي، د داسې تړونونو یوه بالقوه بده پایله او ننګونه ګڼلای شو. په ځانګړې توګه چې دغه قومونه لږکي وي، او ملي ژمنتیا یې له آره کمزورې وي. 3)      د سیمې د نورو قومونو له پامه غورځونه د نورو قومونو خوابدي او زړه بدی را منځته کوي، په ځانګړې توګه کله چې هغوی اکثریت وي، او یا له ورته غړیتوبونو محروم وي. په ځانګړې توګه په داسې یوه هېواد کې چې د توکمیزو جګړو مخینه لري. 4)      له هغو هېوادونو سره د دې ډول تړونونو رامنځته کول، چې له پخوا څخه په افغانستان کې توسعوي اهداف تعقیبوي، او یا یې مخینه لري، کټ مټ د غلو او داړه مارانو پر لور د خونې کړکۍ پرانیستل، یا له غله همسایه سره د ترمنځ دېوال نړولو په معنا دی. 5)      د داسې یوه تړون د پلې توب لپاره د افغانستان د سرچینو لګول چې عملي اړخ نه لري، او د چارچاپېره سیاسي اوضاع د نایقیني توب له امله یې سرنوشت ترحد زیات مبهم دی، حماقت او اسراف دی. 6)      د دغه تړون په نتیجه کې رامنځته کېدونکي د پولې له هاغاړې هم-توکمیو سره خواخوږي او نیږدېوالی به له ملي مرکزیت څخه د افغانستان د لږکیو د فرار پروسه غښتلې کړي او د ملت جوړونې پروسه به ټکنۍ کړي. 7)      افغانستان ته د پاړسي ژبې هېواد په سترګه کتل په نړیواله کچه د افغانستان د حیثیت راغورځول، او نړیوالو ته دا ښودل دي چې د دې هېواد ډېری وګړي (۷۰٪ وګړي) آن پر خپله ژبه د غږېدلو سواد هم نه لري، او په ۲۱ مه پېړۍ کې هم د خپل هویت له درلودلو منکر دي. که یواځې تاریخي اړیکې د یوه هېواد او ژبې ترمنځ د تړاو لامل کېږي، نو بیا خو باید ترکیه، هندوستان، او د منځنۍ آسیا ټول هېوادونه پاړسي ژبې هېوادونه وګڼل شي، او کنه، د افغانستان خلک اوس خپله ژبه لري، او خپله ژبه یې د هغوی د اړتیاوو پوره کولو وړتیا لري. 8)      دا چاره به د افغانستان نورو ګاونډیانو ته (له ایران او تاجیکستان پرته هېوادونو ته) د دې بهانه ور ترلاسه کړي چې له نورو قومونو سره د نیږدېوالي دعوه وکړي، او نور قومونه به هم د ځان لپاره د بهرنیو دوستانو په لټه کې شي، چې ښه بېلګه یې له وړاندې د مشرف لخوا د پښتنو د دوستۍ لاپه ده چې د بن د غونډې پر مهال یې وکړه، او د پښتنو لپاره یې په نظام کې د ډېر سهم غوښتنه وکړه. که ایران د پاړسیوانو ریښتینی دوست ومنل شي، نو لرې نه ده چې کرزی دې مشرف د پښتنو ښه خواخوږی وګڼي!