د ارغنداب ډرامه: د ائتلاف، ناټو، او طالبانو پټپټانی


د طالبانو له پرېوتلو وروسته، هرکال پر رسنیو یوه نه یوه داسې صحنه هرومرو انځورېږي، چې هلته د افغانستان  په جګړه کې طالبان یوه چریکي او پاشلې نه، بلکې د مخامخ جګړې د توان لرونکي ځواک او ريښتیني ګواښ په توګه نړۍ ته ور پېژندل کېږي. تېرکال دغه سیناریو په موسی قلعه، تر هغه وړاندې د کندهار د ژېړیو ولسوالۍ او سږ کال بیا د دغې سیناریو د پلیتوب لپاره ارغنداب غوره شوه.
د موسی قلعه په اړه خو مشهوره او جوته شوه چې، کومه جګړه چې، برېتانویانو په یوه کال کې ارامه نه کړه، امریکایي ځواکونو د شپاړسو ساعتونو په ترڅ کې ارامه کړه. هلته په لوی لاس، طالبانو ته د مرکزیت ورکولو لپاره هڅې وشوې، له هغوی سره تړونونه وشول، او هغوی په رسمیت وپېژندل شول.
دا چې دا صحنې ريښتینې دي، او که پلان شوي او نمایشي؟ دا خبره د ډېرو څېړونکو لپاره پوښتنه پاروونکې ده.
په داسې حال کې چې طالبان له میدان ښاره نیولې، بیا تر کندهاره او بولدکه، پر ټولو ولسوالیو واکمنۍ ته پرېښول شوي، د جګړې لپاره د یوې ولسوالۍ انتخابول، او بیا د هغې په اړه دومره پراخ رسنیز کمپاین چلول د دغې جګړې، یا جګړه ییزې صحنې استثنایي توب  ثابتوي. په دې اړه را پارېدلي پوښتنې هیڅکله د جګړې تر نوعیت پورې محدودې نه شي پاتې کېدلای، بلکې تر هغې ور اخوا، د جګړې د لوریو موخو او اهدافو ته هم سرایت کوي. له طالبانو سره د ایتلافي ځواکونو او نړیوالو پټپټانی له ورایه محسوس او جوت دی. موږ له یوې خوا، د ورځو او ونیو په ترڅ کې، د طالبانو د ډېر غټو ګروپونو د له منځه تګ، او پوپنا کېدلو شاهدان یو، خو په همهغو سترګو بیا د طالبانو د غټاوی، او د هغوی د جدي معرفي کېدلو، او د هغوی په وړاندې د ایتلافي ځواکونو د مکارانه عاجزۍ هم شاهدان یو. دا چې د طالبانو شپېته او اتیا کسیز ګروپونه، په رڼا ورځ د پي آر ټي ګانو په څو کیلومتریو کې تفریحي مانورې کوي، تل پوښتنه-پاروونکې ده.
ډېر داسې نور دلایل هم تر سترګو کېدای شي، چې د روانې جګړې په اړه د ناټو او امریکایانو ارادې تر شک او بدګومانۍ لاندې روالي.
د پاکستان په اړه د دې اړخونو غلیتوب او چپ پاتې کېدل بله داسې بېلګه ده چې د جګړې د پای یا اوږدولو په اړه د امریکایانو پر تصمیم بدګومانی رامنځته کوي. که د څو ماینونو پر سر د ایراني مارکو موندل کېدل دا جولاتولای، او زبادولای شي چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي، خو د پاکستان لخوا د طالبانو د لښکرو سوق کېدل، د پاکستاني وګړیو پراخ موجودیت، او وژل کېدل، د بندیانو اعترافونه، او سل ګونه نورې بېلګې د پاکستان په اړه د ایتلافیانو  په ذهن کې د پاکستان د کردار په اړه شک او تردد نشي را پیدا کولای؟ او بیا هم چې کرزی د پاکستان په اړه غبرګون ښيي، نو بوش ورته د میانځګړیتوب وړاندیز کوي؟ آیا د هغوی په اصطلاح د خیر او شر ترمنځ-دا چې هغوی تروریزم شر او ځان خیر بولي - د منځ لاره شته؟ د بشر په تاریخ کې، له ناټو، او ایتلافیانو ور اخوا، ښایي لږ داسې غلیمان ترسترګو شوي وي، چې په لوی لاس د خپل غلیم غټونه کوي، هغه ستایي، او له هغه سره خپله جګړه سخته او د اوږدې مودې ښيي. ناټو، او ملګري یې، وخت په وخت دلته د یوې اوږدې جګړې او سخت غلیم وړاندوینه کوي، او په دې توګه، له یوې خوا، د اوږدې مودې د پاتې کېدلو توجیه لټوي، او له بله پلوه، په خپله مقابله کې ولاړ جعلي مقاومت ته سا او پوکی ورکوي.
دا چې پي آر ټي ګان په ولایاتو کې د تماشه چیانو رول ترسره کوي، او ځینې یې لا له طالبانو سره مرستې او تړونونه کوي، دا خبره اوس، د عامو خلکو له تبصرو ورپورته، ملي شوراګانو ته لوړه شوې، او په دې اړه د هېواد په ولسي جرګه کې بحثونه شوي.
د بهرنیانو لخوا طالبانو د وسلې کوزېدلو ګونګوسې، د طالبانو له لوري، پر امریکایي ځواکونو لږ عملیات، او په مقابل کې یې، په جګړو کې د امریکایي ځواکونو لږه ښکېلتیا، او بې تفاوتي. د ایتلافیانو په تر څار لاندې سیمو کې د طالبانو دروند وسلوال خوځښتونه، او عملیات، او بالآخره، په آرامو سیمو کې پاروونکي، ناقانونه او امنیت اخلالوونکي عملیات هغه څه دي چې په رسمیاتو کې ورته د محض ناهمغږۍ (lack of coordination) په ویلو سره بهانه لټول کېږي، خو مساله د همغږۍ تر نه شتون لوړه ښکارېږي. که یو دبل مرستې ته پر یوه وخت نه ور دانګل ناهمغږي وویل شي، خو ودې شي، خو دا چې ایتلافي ځواکونه مخالفینو ته وسلې کوزوي، دا څه ډول ناهمغږي ده؟
وایي ملا نصرالدین د چا پالیز شکولي، او په بوجۍ کې اچولی و، کله چې پالیزوان پرې پېښ شو، نو ېلې هلکه دلته څه کوې، وېلې باد راوړم، وېلې دا خټکي دې ولې شوکولي، وېلې باد یوې بلې خو ته ټېله کولم، او ما به چې جوړنګ ونیود، نو را پرې به شو، وېلې نو په بوجۍ کې چا واچول؟ وېلې دې ته نو زه هم حیران یم.
د بهرنیانو د کړنو په اړه زموږ پوښتنې د ملا نصرالدین د خربوزو د بوجۍ مرحلې ته رارسېدلي، چې ځواب ته یې نو بهرنیان په خپله هم حیران دي.
دا چې ولې طالبان دغسې مطرح کېږي زموږ او سیمې د راتلونکې سوال دی چې ښایي ځواب یې یواځې او یواځې زموږ بدمرغه راتلونکی ورکړای شي.