
د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د خلکو زړور مقاومت يو ځل بيا د پوهنې د دښمنانو توطيه ، چې غوښتل يې د چنګاښ د مياشتې د 29 مې په شپه د دغې ولسوالۍ مشکاني ښوونځی وسوځوي شنډه کړه . د هېواد د پوهنې دښمنانواو ترورېستانو غوښتل دغه ښوونځي ته اور واچوي ، چې خلکو له دغې موضوع په خبرېدو سره د ترورېستانو د دغه کار مخه ونيوله . د پوهنې وزارت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د خلکو د دغه هېواد پالي احساس له امله مننه کوي او له ټولو هېوادوالو څخه هيله لري ، چې په خپلو سيمو کې د پوهنې د دښمنانو د ورانکارو عملونو مخه ونيسي .