دا د مرګ د خوب لیدل وه؟
که د ژوند د خوب تعبیردی ؟
خوشحالی وه او جشنونه
خط او خال وه او حسنونه
په جنت کی می نوشی وه
د زاهد و بد مستی وه
عنطهور شراب څښل کیږی
نه ګناه ثواب چلیږی
هلته حوری په نڅا وی
د غلمانو پایکوبی وه
ایمانونه په نڅا وه
ثوابونه دی رقصیږی
ټول جنت کی خوشحالی وه
د ذاهدو بد مستی وه
ټول ولیان وه او پیران وه
څوک صادقه مومنان وه
په مستیو کی سجدی وی
د ثواب قصی پخی وی
دا د مرګ د خوب لیدل وه ؟
که د ژوند دخوب تعبیر دی ؟
ناپایه منزل
نه رسومنزل ته نیمه لیار کی پاته شوی یو
ګوره چې روزګارڅه په پیچومو خیژولی یو
څو به دی نا خوالو سره لاس او په ګریبان یو
دی حالات اووضعی نور تر پوزی راوستلی یو
پوه یو موږ په دی چه دا خپل لاس وی دګلونو لاس
موږخو همیشه خپلی راستی را پرزولی یو
ناست یو نیمه لار کی د منزل د رسیدو په هوډ
تل موږ د روزګارر په هرقدم کی زوریدلی یو
مینه دوطن د ابادی لرو په زړونو کی
ښه طاقت د کار لروبیکاره پاته شوی یو
پام چې افغانی تر خولی نه اه قدری ونه باسی
ځکه بی انصافو په کچه تلی تللی یو
وروستي