چې په ســـــــکروټو لوبيدلی خو چا نه لــــــــــيدلی درد مې په خپل ځان تيرولی خو چا نه لــــــــــيدلی کاشکې چې زه او ته جانانه دواړه شنې ونـې وای په يو بــــل ورماتــــــــــــيدلی خو چا نه لـــــــــــيدلی لکه ګلونه ټوله شـــــــــــــپه وای ســـــــره غاړه غړۍ ســــــــــــــهار په پرخه لمبيدلی خو چا نه لـــــــيدلی دواړه د مينې په شــــــــنه سيند کې لمبيدلې سـره لکه سپين ســـــتوري رپيدلی خو چا نه لـــــيدلی جانانه! دواړه يو خوږدرد وای ډک له مينې مينې د يو بل زړه کې ګرځـــــيدلی خو چا نه لــــــــــــيدلی
وروستي