دعلم اوقلم له خاوندانوڅخه هيله

نه غواړم چی د یو چا په لیکنه باندی قضاوت او یا هم ورته یو څو کرښی د انتقاد له مخی پیرزو کړم، ځکه چی دا زما له استعدادڅخه د لوړو استعدادونو (کرکتونکو) وظیفه ده. خو د یو انسانی احساس له مخی غواړم چی دا یو څو کرښی تاسو ګرانو لیکوالانو
او د علم خاوندانو ته پیرزو کړم.ځکه چی نن صبا خو د انترنیت له ویب پاڼو څخه خلک د دی په ځای چی یوه په زړه پوری، د جامعی په ګټه او د خلکو احساساتو ته په کتنی
سره څو کرښی وکاږی دخپل ځان ښونی او د نورو سپکاوی څخه په خوند کرښی توری کړی، او د نشر لپاره یی یوی انترنیت ویب پاڼی ته ورولیږی او د ویب پاڼی مسولین هم د دی په ځای چی دوی ځانونه بی طرفه ښکاره کړی او خپله ویب پاڼه صرف د مطالیبو د خپرولو یوه  وسیله وګڼی د ورلیږل شوی مطلب مسولیت ټول پر لیکوال اچوی که څه هم محترم لیکوال صاحب د یو چا په غیاب کی کنځلی هم لیکلی وی، دا ښه ده  چی محترم لیکوالان صاحبان سره مخامخ نه دی.......
زمامطلب دا دی ای د علم او قلم خاوندانو تاسی چی یو څو کرښی د یو چا په عمل په ډیرو سختو الفاظو توروۍ له د څخه تیر شۍ. راشی د افغانستان په اوسنی حالت باندی دقیق فکر وکړی چی د افغانستان اینده به څنګه وی او له افغانستان څخه به څه جوړږی، راشی د افغانستان ولس د علم رڼا ته متوجی کړی نه د ټوپک زور ته.
د افغانستان خلک چی نن د ډالرو ، ریالو ،کلدارو، او یا هم د نورو دسیسو قربانی کیږی لدی څخه یی وژغوری دوې د  دوې ژوند ته متوجی کړی چی ژوند ډیر ښکلی او لی ډیرو نعمتونو څخه الله ج  د انسان لپاره پیرزو کړی دی او دی دغو هر څه پیژندل او لیدل د یوه ساده انسان وړتیا نه ده  دا ټولی پیرزوینی دی علم خاوندان د علم په رڼا سره لیدلې او پیژندلې شی. یواځی علم دی چی ټولی خوشبختۍ راوړۍ شی نه بی
علمی. نوره جهان چی د علم په رڼا سره سمسور دی له ډیر پرمختلی تخنیک او هوسا ژوند څخه برخمن دی. زموږ افغانستان چی ورځ په ورځ کنډ کپر او په کنډواله بدلیږی دا ټول دی افغان ولس په علم باندی د نه عقیده لرلو نتیجه ده. راځی چی په عمل کی د علم په قدر ځانونه پوه کړو او د علم په ښکلا ځانونه ښکلی کړو.
په اخیر کی می د علم او قلم له خاوندانو څخه دا هیله ده چی د خپل علم څخه مفیداستفاده وکړی نه د بل انسان د ضرر لپاره.یو محترم کرزی صاحب هم د افغانستان ولس ته ټولی نیکمرغۍ او خوشبختۍ نه شې راوړی چی ټول ولس ورسره همغږ او همکار نشو.
محترم ولسمشر صاحب تنها په ګوښی ځان نه شی کولی چی یو د ځانمرګی بل د غلآ بل د رشوت څخه او داسی نور په سلګونو
منفی کردارونه دی چی ور څخه منع یی کړی .پښتو متل دی (د یوه لاس څخه ټک نه خیژی).     په  مسا فره مینه هلمند پردیس
اکراین ادیسه ښار