ميــــــنه مــــې په زړه باندې درنه راغله
چـــــټه لکه پېغــــــــله پښـــــتنه راغله
پټه مې حـــــجاب کــــې دايمــــان کړله
ستره مـې عـــــزت کې لوپټــــــه راغله
چغې د غرور په کـــــې غــــیرت وهــي
غوره پښـــــتنو نه چــــې ټــــــپه راغله
خـــــرپ ئې زما د زړه له کبــــه وکړلــو
ستا د مينــــــې جوشه چې څپه راغله
خلاصې مې کړې سترګې د دعا ځولۍ
ښکلــــــې مې په لپو کې کعبه راغله
ښـــکل ئې په لیمو کړې د کابل خاورې
نن چې خپل وطـــــن ته رحيــمه راغله
وروستي