د یار مینه ځوریدل دی بل څه نه
په سوراورکې سوځیدل دی بل څه نه
چې د چا په زړه کی اور د مینی بل شی
مایوسی ده ژړیدل دی بل څه نه
د پتنګ د مینی بد شانته انجام دی
په لمبو کی لمبیدل دی بل څه نه
د جانان مینه د سره قربانی ده
په سوراور ورته دانګل دی بل څه نه
وروستي