زما  اتل

 
        هغه  وخت  چې  د نړۍ تر  ټو لو  غټ  سره  ښا ما ر  زمو ږ  د ګران  وطن  افغانستان  په  حيا داره  لمنه  باند ﯤ  ﺧﭙﻞ  نا ولي  غاښونه  لګول  ، د خداى  (ج) ﭘﺮ ځمكه  ټول  اوﺳﯧﺪونكي  انسانان  ﺑﯥ  غبرګونه د ﺧﭙﻠﻮ  تش  په  نامه  ژ ونديو  جسدونو  په  تل  ﮐﯥ  ناست  وو  .
ﻫﯧﭽﺎ هم  زموږ  د ګران  وطن د پتمنو ښاﭘﯧﺮو د ﭘﺮﯤ  شو يوﻟﯧﭽﻮ ﺳﭙﻴﻨﯥ اودرﻧﯥ  تورﯤ  د  سره  ښا مار  په  خلاف  را ﭘﻮرته نكړ ﯤ  .
       سره  ښا مار زمو ږ  ﭘﺮ  كليو ، ګودرونو ، جوماتومو،  مكتبونو، او مدرسو  باندﯤ  ﺧﭙﻞ وژ وونكي   زهر  د  سوزونكو  باروتو په څېر شيندلي  وو .
   ژ وند په  ټپه  ولاړ  وو .
مرګ  د اسيا  په  زړ ه  ﮐﯥ  ځا له  جو ړ ه  كړي  وه  . د مرګ زرينه 
   ﭘﺮيښته  به  تر ډﯦﺮو  ورځو او  يا  تر ميا شتو ﭘﻮر ﯤ  زموږ  د ګران  وطن  په ګڼ  وژ ونكي  ځمكه  ګر ځېد له .
        په  يوه ﺷﭙﻪ  او  ور ځ  ﮐﯥ  به  ﯾﯥ  ﺑﯥ  ﺷﻤﯧﺮ ه  ارواحونه  د  ستر  خداى   درانه  حضور  ته  د يوﯤ  قاﻓﻠﯥ  په  سر  او ﭘﺎي  ﮐﯥ  يو  له بل  سره  مهار شوي  ورﻟﯿږل  .
        يو  ځل  سا  اخيستل  د ژ وند په  بيه  وو .  شېبه  ژ وند  كول  د  سلو  كالو د  ژ وند
غو ښتنې   له  امېد  سره  برابره  وه . 
        د سهار  نوي  را ختونكي  لمر به  د سره ښا مار    د  ﭘﻠﻮ  يانو په  ملا تړ د ښا پېرو غر نيو
په  شنو  ځنګلو نو   ﮐﯥ  پټو  كورونو  او  مورﭼﻠﻮنو  ته  د ﺧﭙﻠﻮ  وړا نګو  غما زګرﯤ  ګوﺗﯥ  ورﻏځوﻟﯥ  .
       د ﺳﭙﻮږ مۍ له  رڼا څخه  د هر  چا په ز ړه  ﮐﯥ  يوه  وېر ونكي  كركه تر  دې  حده  رﺳﯧﺪلي  وه . چې  په  اسمان  ﮐﯥ  تښتېدونكي  ﺳﭙﻮږ مۍ او بم  غورځونكي  الوتكه  به  ﯾﯥ  يو شان بلله  . ﻟنډه  دا چې   دځمكې  پر مخ  د ژ وند  ټو ل  امكانات  د ﻣﺮګ  په  لوري ولاړ   وو او په
 څر ګند  ډ ول  ﯾﯥ  د هغو خلكوملا تړ كاوه،  چې د ﻣﺮګ چړﯤ  به  ﯾﯥ  لغړ ﯤ  په  لاسونو ﮐﯥګرځوﻟﯥ.  خو ددﯤ  حالت  د را منځ  ته  ﮐﯧﺪوسره  سم يوه ډله  كسانو د ژ وند تر لاس  لا ندﯤ  راوستو  هغو  امكاناتو  پر  خلاف   چې    اوس   ﯾﯥ د ژ وند  نېغ  په  نېغه  مخالفت  كاوه د سمندري  څپو  په   څېر  غور  ځنګيز  حركت ﭘﻴﻞ  كړ  .   
       د   پاڅون  لومړ نۍ  راپورته  شوي  څپې  به كله كله  د سره  ښا ما ر  د  وجود تر لمنو ﭘﻮﺭﯤ  ورورﺳﯧﺪﯤ  . 
خو كله  به  بيا  درا پورته ﮐﯧﺪﻭ سره ﺳﻤﯥ په  ا ﯦﻞ ﮐﯧﺪو مجبورﯤ  شوﯤ  . مګر  د بيا  را پور ته ﮐﯧﺪﻭ  حوصله  به  ﻳﯥ  د   ځان  سره  امانت  د مقاومت د سمندر تل  ته  ورسره  كوزه  كړ ه  .
څوكاله  وروسته  كله  چې   د مقاومت  سمندري  څپې  ورو ورو د سره  ښا ما ر د  زهرجنو هګيوتر ځاﻟﯥ  پورې په  نه له  شور غورځېدونكي  حركت  سره  په  ر ﺳﯧﺪﻭ  وﯤ  . نو د نړ ۍ  د  تش  په  نامه ژ ونديو جسدونو  په  ژ ورو ﮐﯥ  نا ستو انسانانو  د  پيسو  اوځينو نورو دنيا وي  اسانتياوو په  مرسته  يوډول  د سمندري  څپو د ګړندي  حركت ويشونكي پوﻫﯥ  خاوند كسا ن   په اسانۍ  سره  واخيستل ،
او په لږ  وخت  ﮐﯥ  ﻳﯥ  د څپو غر  نړونكي حركات  په ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ  كانالونو ويالو  او په  ځينو وړو  وړو لښتكيو باندﯤ ووﯦﺸﻞ  .
      خو غورځنګيز پاڅون  دوام  درلود . كه څه  هم  په وړو  وړو  لښتكيوﮐﯥ  د وﯦﺸﻞ  شويو څپو  حركت  هر وخت  موثر  نشو ثاﺑﯧﺘﯧﺪﺍى  .  
مګر  كله  به  چې  په  هماغه  ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ډ ولونو  او نو مو نو  وﯦﺸﻞ  شوي  څپې  په  يوه  وخت  په  حركت را ﻏﻠﯥ . نو په  ما يعاتو ﮐﯥ   ﺑﻬﯧﺪونكي  فولادي  ضرب  به  ﻳﯥ  د  سره  ښا مار  په  زهر جنو  غاښونو باندﯤ  يو بر ﯦښونكى  اﻏﯧﺰ  پر ﯦښود .
       په  پاي ﮐﯥ  هغو مقاومت  لرونكو څپو كه  څه  هم  له  يوه  سمندرڅخه  جلا  شوي  او له  يوه  اتحادي  حركت  څخه  غورځول  شوي   وﯤ  .
 دسره ښا ماردله  منځه وړ لوپه  مبارزه  ﮐﯥ د نو مو ړي ښا مار داوﺳﭙﻨﯿﺰﯤ ځاﻟﯥ وروستي   هګۍ  لرونكي  غارونه  تر  خپلو  خونړيو بريدونو  لاندﯤ  راوستل  . نوموړ يو  څپو  به كه  څه  هم  كله كله  په  خپل  منځ  ﮐﯥ  د ټكر  كولو  له ا مله  ﺑﯥ ګنا ژ وندي  انسانان  د مرګ  وچ  ساحل  ته  د ماهيانو په  څېر راغورځول  .
  خو مو ږ  ته  ﯾﯥ  د نږد ﯤ   ﻧﯿﻤﯥ  اسيا  او د اروپا د  ځينو نږد ﯤ  سرحدونو د ازاد ۍ او عظمت  لويدلى  بيرغ  د يوه نړ يوال شهرت سره  په  لاس  راكړ  .
       مو ږ عادي  انسانان   ټول  د نوموړ ﯤ  لوﺑﯥ  تما شاﭼﯿﺎن  وو .  هغه مهال د نړۍ ټولو  تماشا ﭼﯿﺎنود سره ښا مار او څپه ئيز  مقاومت  تر منځ د رواﻧﯥ  لوﺑﯥ  په  ډ ګر ﮐﯥ  ﺑﯧﻼﺑﯧﻞ  لوﺑﯧﺪ ونكي   اتلان  درلودل  .
چې د بر يا ليتوب  لپا ره   ﯾﯥ  ورسره  له  هېڅ  ډ ول  روا او ناروا مرستو څخه  سر نه  غړاوه .
       ما هم  د نړۍ  د  نورو تماشاﭼﯿﺎنو   په څېر  د نوموړ ﯤ  له ما ﺗﯥ  ﭘﯿﻞ شوي  لوﺑﯥ   په  ډ ګر  ﮐﯥ   يو قهرمان  اتل  درلود .
       زما اتل  د  غرونوښا مار  څيرونكى  مجاهد  وو .
چې  د جهادي  غر  له  منځه  وړونكيوڅپو  د اروايي  غرور  له  امله ﯾﯥ  د  (( المان)) په زړه   ﮐﯥ  را ښكل شوى  د (( ﺑﺮﻟﯧﻦ)) ﺑﯧﻠﻮنكى  ديوال  را وه نړﯦﺪه .