غزل

له تورو شــــــپو راوتی يم ســـــــحر کې مــې درواخله جانانه ! روڼ شـــبنم يم د ﻻس لمر کې مـــې درواخله   په ســــرووينوتک سور يمه د ﻻسه به دې ښوی شــم ســـوری ســـوری زړګی يمه خنجر کې مــې درواخله   وي دې توپــــانونه ما د زړه ســــــــاحل ته يوســـــــــــه د شـــوخو شوخو سترګو ســــــمندر کې مې درواخله   پروت په وچو پاڼو يم ای لمره ورک شــــــــبنم يـــــــم پيدامې کړه راهســک می کړه وزرکې مې درواخله   غـــــــــــزل د يو شاعـــــــــر يم چې لمبه شمه رڼا شــــــم ښکليه د ســــــــرو شونډو په شـــــرر کې مې درواخله