
لیکوال: مشتاق احمد لېوال
د ورېښمو لار،چې تاریخي لرغونتوب یې زرګونه کلونو ته رسیږي، په خپل وخت کې یې ختیځه، منځنۍ، سویلي او لوېدیزه آسیا له اروپا او افریقا سره تړله او د یو ارزښتمن سوداګریز پله حیثیت یې لاره. د ورېښمو د لارې سرچینه په چین کې پرته ده او تر ټولو مهم ښاخ یې دافغانستان د بلخ ولایت او ځینو نورو شمالي سیمو او بیا د سیمې له نورو هېوادونو تیریږي او پر اروپا ننوځي. دې لارې په خپل عمر کې ډېرې لوړې ژورې زغملي چې بالاخره د افغانستان ښاخ یې د ۲۰ مې پیړۍ په پیل کې د پرمختللو ټرانسپورټي وسایلو په راتګ او په روسيې او چين کې د کمونيستي نظامونو د را برسېره کېدو سره جوخت وتړل شو او د آسیا-اروپا اړیکه پر دې لار پرې شوه. دې لارې په خپل ژوند کې د سیمو خلکو او هېوادونه ته نه یواځې اقتصادي ګټې ورکړي بلکې د کولتورونو په وړلو راوړلو کې یې هم مهمه ونډه لرله.
د ورېښمو د نوې لارې د راژوندۍ کولو طرحه:
ددې لارې د را ژوندۍ کولو خبرې لا د شلمې پیړۍ په اتیایمې لسیزې کې د چینایانو په ژبه زمزمه کېدې، له هغه را وروسته چین ورته ،د شانګهای د همکارۍ د تړون د چتر لاندې او باندې، ډېر کار کړی دی، د بېلګې په توګه چین ته له ترکمنستانه د ګازو نل لیکه او یا هم د چین-قزاقستان ترمنځ د اور پټلۍ . د چین په اند د ورېښمو نوې لار به د نل لیکو او د اور پټلیو لار وي ترڅو پرې وکولای شي خام مواد وارد او پاخه هغه صادر کړي. خو په سیمه کې د یوې نړیوالې طرحې په څېر، د ورېښمو د نوې لارې د را ژوندۍ کولوطرحه د افغانستان او امریکا ګډه طرحه ده چې اساسي موخه یې سیمې ته اقتصادي او امنیتي ټېکاو راوستل دي.
د ورېښمو نوې لار به ، لکه د پخوا په څېر او یا دا چې له نومه یې ښکاري، یواځې د کاروانونو د تېرېدو لار نه وي بلکې دا به د نړیوالې سوداګرۍ، اقتصاد او ټرانزیټ یو نړیوال جال (نېټ ورک) وي، چې د سیمې نږدې او لرې هیوادونو ګټې به پکې تړلې وي. پدې مانا چې په سیمه کې به ډېرې د اور پټلۍ، څو-لارې پاخه پرېړ سړکونه (های وې) او د انرژۍ ستر تاسیسات جوړیږي چې په خپل وار دا هر څه به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد په چوپړ کې وي. ددې لارې جوړول یو خیال او خوب ندی بلکې ورو ورو، خو په دا وروستیو کې په چټکۍ سره، کار پرې کېږي دا ځکه چې د سیمې او نړۍ د زبرځواکونو ګټې پکې نغښتي او د سیمې د هېوادونه یو ضرورت دی. ځینې اساسي کارونه یې لا تر یوه بریده شوي هم دي د بېلګې په توګه د ټاپي (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هند تر منځ د ګازو نل لیکه) تړون، د اپټا (د افغانستان او پاکستان تر منځ دسوداګرۍ او ټرانزیټ تړون) تړون، له تاجکستانه مزار شریف ته د اور پټلۍ، د افغانستان، کرغستان، تاجکستان او پاکستان ترمنځ د انرژۍ د سوداګرۍ یا CASA-1000 د پروژې هوکړه، او همدارنګه د چین او منځنۍ آسیا د هېوادونو تر منځ ورته پروژې. لدې پرته به د انرژۍ (ګاز، نفت او برېښنا) د لېږد په سکتور کې سترې پروژې ترسره شي. پاکستان هیله لري چې د واخان له لارې تاجکستان سره دسوداګرۍ لپاره د سړک لار ولري چې په اړه به یې د سارک په را روانه سرمشریزه غونډه کې خبرې اترې وشي. په ګانده (آینده) کې افغانستان په سترو پایپونو او نل لیکو کې منځني ختیځ ته د خوږو اوبو لېږد هم په پام کې لرلای شي.
زمونږ سیمې او په ځانګړي ډول افغانستان ته هر هېواد، هره دولتي او غیردولتي اداره او بالاخره هر انسان د ۲۰۱۴ میلادي کال نه وروستیو حالاتو ته کلک ځیر دي چې څه به پېښېږي؟ د لوبې د اصلي اړخ په توګه د افغانستان حکومت هم خپلې ټولې هلې ځلې د انتقال پر پروسه باندې متمرکزې کړې دي تر څو د انتقال پروسه هر اړخیزه وي، پدې مانا چې د انتقال پروسه یواځې افغان ملي اردو او پولیسو ته د واک په انتقال پورې محدوده نه وي بلکې په کلکه باید د افغانستان د نورو سکتورونو (روغتیا، پوهنه، ښه حکومتوالي او .....) تر څنګ افغاني اقتصاد هم ولري تر څو وکولای شي چې حکومتي ماشین پرې په سالم ډول وڅرخوي. همدې ټکي ته په کتو سره د افغان حکومت نه یواځې د ملي اردو او پولیسو په روزنه، څرنګوالي او څومره والي بوخت دی بلکې په منځني او اوږد مهال کې د افغانستان اقتصاد جوړولو کې هم خپلې هلې ځلې کوي چې د ورېښمو د نوې لارې را ژوندۍ کولو طرحه یې (البته د متحدو ایالتونو پر ګډون) له همدې هلو ځلو سرچینه اخلي. په خوښۍ سره چې دا طرحه یې دامریکا متحده ایالتونو او اروپایي ستروځواکونو ترڅنګ د سیمې سترو ځواکونو (چین او هندوستان) له ملاتړ څخه برخمنه ده.
دې طرحې په دا وروستیو کې ښه زور موندلی او د افغانستان په اړه دهرې نړېوالې غونډې په اجنډا کې لوړ ځای لري. د ملګرو ملتونو د سږني کال (۲۰۱۱) د ټولیزې غونډې په حاشیه کې پرې یو غټه غونډه جوړه شوه چې د افغانستان، امریکا، هند او د چین هېواد د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون، په موضوع کې د ښکېلو ۲۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود او دا لار یې هواره کړه چې په همدې موضوع به د ښکیلو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي د روان میلادي کال د نومبر په دویمه نېټه په استامبول کې او بیا پر ډسمبر کې د افغانستان په اړه د بون په دویم نړیوال کانفرانس کې پرې وغږيږي.
ددې طرحې موخې:
د ورېښمو د نوې لارې د طرحې بنسټیزه موخه د افغانستان او سیمې په کچه د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو لاټینګول او پیاوړي کول دي. افغانستان په پام کې لري چې له همدې لارې کورني او بهرني خصوصي سکتور پانګې اچونې ته وهڅوي، له ټرانزیټ نه د ماليې اخيستلو له لارى خپل عوايد زيات کړى، خپلې طبعي زېرمې بازار او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي، افغانانو ته کار را پیدا کړي، د عامو خلکو اقتصادي ژوند معیاري کړي، افغاني مالونه نړیوالو بازارونو ته لاسرسۍ ولري، د افغانستان په بهرنیومرستو ولاړاقتصاد افغاني کړي، سوله امن او ټېکاو راوړي او بالاخره په سیمه کې د سوداګرۍ داسې کلک مزي وځغلوي چې د سیمې ګټې مشترکې کړي چې پر مټ به یې سیمې ته ریښتینې نیکمرغي راشي.
پدې طرحه کې د امریکا لنډمهاله یا اوږد مهاله موخه داده چې، له پاکستان سره یې د وروستي تاوتریخوالي او له ایران سره یې د اوږدې ظاهري دوښمنۍ له وجې، په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د موادو رسولو کاروانونو ته د ورېښمو نوې لار غوره کړي. بله دا چې په اوږد مهال کې به په سیمه کې خپل شتون د خپلو ستراتیژیکو ملګرو (هندوستان او افغانستان) له لارې وساتي.
پایله:
د نړۍ ټول سیاسي-اقتصادي شنونکي پدې اند دي چې که د ورېښمو نوې لار حقیقت وموند، نو نه یواځې دا چې مثبتې اقتصادي اغېزې به پر سیمه، او په ځانګړي ډول په افغانستان، ولري بلکې د ټولې نړۍ د اقتصاد په رغاوي کې به منځمهالې او اوږد مهالې ښې اغېزې وشیندي. ددې تر څنګ به په سیمه کې د هېوادونو تر منځ شته تربګنۍ او ناخوالې غلې کړي او سیمې ته به همېشنۍ سوله او نېکمرغي راوړي. افغانستان ددې طرحې په لومړي کتار کې ځای لري چې چارواکي یې په خپل بصیرت، پوهه، تدبیر او هڅو کولای شي خپل هېواد ته ډېر څه تر لاسه کړي. په پای کې باید یادونه وکړم چې د ورېښمو د نوې لارې فکر تر اوسه یوه طرحه ده، د ترکیې په استامبول ښار کې د روان میلادي کال د نومبر دمیاشتې په دویمه نېټه او ورپسې په ډسمبر کې د افغانستان په اړه د بون په دویم نړیوال کانفرانس کې به پرې پراخه بحثونه وشي او تمه ده چې د یوې پروژې یا ستراتیژیک پلان شکل به ځانته غوره کړي، د افغان دولت چارواکو ته لاهم فرصت شته چې په هره ممکنه وسیله وکولای شي چې د خپل هېواد اړوند په یو حیاتي پلان او پروژه کې خپله د ګټې برخه لاپسې غوړه کړي.
سرچینې: