
Khudai Bakhalai Abudull samad Ruhani ta. Sata de haq Mansoori cheegha ie Sara kara, De bidardo de Kalla Nagharai Sur sha. خداي بښلي عبدالصمد روحاني ته ستا د حق منصوري چيغه يې سره کړه د بي دردو د کاله نغرۍ سوړ شه مونږ د لوۍ پکتيا (پکتيا،پکتيکا ،خوست)ولايت ژوناليستان،ليکوالان،شاعران،د ادب مينه وال او ټول بااحساسه وګړي د شهيد عبدلصمد روحاني پاک روح ته دوعا ګاني کوو،د ده کورنۍ ملګرو هم مسلکانو او مينه والو ته د جميل صبر غوښته کوو. د ده اړونده اداري او له افغان او بريتانۍ حکومتونو نه د ده له کورنۍ سره د مالي امکاناتو غوښتونکي يوو. او هم د ده اړوندې ادراې نه دا غوښتنه هم کوو چې د ده ځينو راپورونه او ګزارشونو ته کتابي بڼه ورکړي، هم د ده اړونده اداره بايد د ده په نوم يوه سټوديو ونوموي او هرکال د ده د مړيني د ورځي يادونه وشي د نورو داسې پيښو د نه رامينځ ته کيدو په هيله ستاسو غم شريک ډاکتر کمال سادات خداى دي مرحوم ته جنت الفردوس وركړي او د دوى كورنۍ ته جميل صبر واقعاً ډېره افسوسناكه او له درد ډكه پيښه ده، كله هم چي فكر كوم د دي مظلوم شهيد هغه يادونه مي سترگو ته دريږيزي كمال سادات صاحب هغه وخت چي موږ د پېښور پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي كي ، كه ستاسو ياد وي، نو جان بت په ډېر مشكلاتو سره صمد روحاني ته مسلكي راډيو ژورناليزم ورزده كاوه خو د ده راپورونه به يي تر ټولو ډېر خوښول، ده ژوندي نيغ په نيغ او له خوند ډك راپورنه جوړول، هر سړى پرې پوهيده ډېري خوږي خاطري يي زموږ په ياد پاتي شوي، يوه ورځ مو د پېښور پوهنتون په رستورانت كي ورته مړۍ كړې وه، هلته چي راغلو د روش په ځاى يي موږ ته په وړو قابونو كې ډال كيښود، دومره كمه وچه ډوډۍ ورسره راوړه چي يوه مرغۍ هم نه پرې مړيدله، هغلته مو ډېر سره وخندل ، ده گومان كاوه چي ډېره معبره او شاهي مړۍ به مو ورته كړې وي، پيپسي هم نه وه او گرمي وه هماغه د چاټۍ اوبه مو وركړې آصف ننگ