لېونۍ

د فکر ټال کی زنګیده لیونۍ
بیا په زړګی می وریده لیونۍ

ما می د زړه ورته داغونه شمیرل
دا بی پروا وه خندیده لیونۍ

هسی بی درده بی احساسه نه وه
ځما په مینه پوهیده لیونۍ

ما چې اظهار ورته د مینی کوه
لکه د ګل به غوړیده لیونۍ

افغانی څومره ښی شیبی تیری شوی
چې په مالت کی اوسیده لیونۍ

مهاجرت