
دخبري رسنيوپه وينا، حکومت په پام کې لري چې دزمري په لسمه په ټول افغانستان کې سرشمېرنه پيل کړي. داحصايي لوى رئيس عبدالرحمن غفوري خبري رسنيو ته ويلي دي چې دوى دهېواد ټولو زونونوته ددې لپاره پلاوي لېږلي چې دوى ته په هېواد کې دامنيت او دسرشمېرنې دترسره کېدو دامکاناتو په اړه راپور راوړي ، دده په وينا، که زونونو ته داتللي پلاوي مناسبه وبولي نو دوى به په ټول هېوادکې سرشمېرنه پيل کړي.
داسمه ده چې سرشمېرنه د هرهېواد لپاره مهمه ده ، دهېواد ټولې چارې دوګړيو په شمېر پورې اړه لري اوبايد چې دهرهېواد دوګړيو ټوليز شمېر ، دښځو ، نارينه وو، کوچنيانو، ځوانانو، کوچيانو،لوستو نالوستو او ان دسپين ږيرو او سپين سروشمېر بېل بېل معلوم وي . ځکه چې هرهېواد دخپلو وګړيو دشمېر په تناسب خپل پروګرامونه او پلانونه چمتو کوي، کلنۍ بوديجې تصويبوي، پيش بيني کوي، او هرې سيمې ته هم بوديجه دنفوسو له مخې بېلېږي، دهر ولايت پوهنيزه، روغتيايي، دکرنې ، بيارغونې او ابادۍ بوديجه،او په ملي شوري او ولايتي شوراګانو کې د استازو ونډه دوګړيو دشمېر له مخې ټاکل کېږي
کله چې سرشمېرنه او نفوسو دحجم ټاکنه دومره مهمه ده نوبايد چې په دې اړه ډېر دقت او ځانګړې پاملرنه وشي ځکه چې دا د ولسونو دبرخليک موضوع ده او که پدې اړه لږغفلت ، سستي او ياتمبلي وشي نو ښکاره ده چې دولسونو هراړخيز(مادي او معنوي) حقوق ترپښولاندې کېږي. دسرشمېرنې پروسه کولى شي چې لوى قامونه واړه او کوچني قامونه لوى معرفي کړي ، داپروسه دهېواد او ولس برخليک ټاکي ځکه نو نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه هم دې پروسې ته ډېر اهميت ورکوي اوان ددې پروسې يو شرط دادى چې ددې لپاره چې څوک په کې درغلي او ټګي ونکړي بايد دنړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو استازي يې نظارت وکړي .
افغانستان هم اړ دى چې سرشمېرنه پکې ترسره اودوګړيو رښتونى شمېر يې معلوم شي . ځکه چې دادرې لسيزې پکې دډاډ او باور وړ سرشمېرنه ، نه ده شوې او دسرشمېرنې دنړيوال قانون له مخې بايد په عادي شرائطو کې هر لس کاله وروسته په يو هېواد کې سرشمېرنه ترسره شي .
خو پوښتنه داده چې آيا په افغانستان کې روان امنيتي ، سياسي ، کولتوري او ټولنيز شرائط سرشمېر نې ته چمتودي. ؟ايا دولت دا وس اوشونتياوې لري چې په اوسنيو شرائطو کې رښتونې او عادلانه سرشمېرنه وکړي .؟ ځواب بلکل ښکاره دى (( نه هېڅکله هم نه )) .
دلمر په څېر روښانه ده چې دولت دهېواد په ډېره برخه کې له امنيتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى او ان ځينې سيمې همدااوس ددولت دوسلوالو مخالفينو په واک کې دي ، چې هلته نورې پروژې خو پرېږده آن دکوچنيانو او اميندوارو مېرمنو واکسين تطبيق ته اجازه نه ورکول کېږي،دولت پخپله وايي چې هلته دښوونې او روزنې مرکزونه سوځو ل کېږي ، ښوونکي وژل کېږي او دولتي مامورين تښتول کېږي نو هلته به دسرشمېرنې مامورين او ددې پروسې بهرني څارونکي څرنګه ورشي او داپروژه به په شفافه توګه ترسره کړي؟ داسې اورېدل کېږي چې کوم پلاوى چې داحصايې رياست په لېروسيموکې دامنيتي حالاتو دمعلومولو لپاره ګومارلى هغه دامنيتي ستونزو له کبله بيخي له کابل څخه وتلى هم ندى.
د نويو دوو زېږېدلوولاياتو(دايکندي او پنجشېر)په شمول د افغانستان له ٣٤ ولاياتوڅخه په ١٩ ولاياتوکې امنيتي ستونزې ډېر زياتې دي او په نورو کې هم شته .
ډېرې داسې سيمې شته چې هلته ايساف او ناټو له خپل ټول هوايي او ځمکني زور او ځواک سره نشي ورتللى او هره شېبه پکې ددولتي مامورينو دوژنې اوددوى د سرغوڅېدلو احتمال شته نو آيا دولت به دومره فدايان او فدايانې!! ومومي چې دبل دسر دشمېرلو لپاره له خپل سر څخه تېر شي.؟
چارواکي وايي چې دسرشمېرنې داپروسه به دايران په مرسته ترسره شي . په لنډه بايد ووايوله هر ډول شک پرته دافغانانو په سرشمېرنه کې ايرانيانو ته واک ورکول او په دې مهمه پروسه کې ددوى شاملول داسې دي لکه په پيشو چې پنېر ووېشل شي .
له بده مرغه زموږ د ولس ډېره برخه له علمي او کولتوري فقر سره مخ ده، سياسي بېنش نلري ، دسرشمېرنې په ارزښت نه پوهېږي او دې کار ته هم ددولتي بيګار په سترګه ګوري خصوصاً پښتانه چې تل دنورو ددسيسو قرباني شوي او له علم او معرفت څخه لېرې ساتل شوي دي ، او حکومت هم دعامه پوهاوي لپاره هېڅ کمپاين او هڅه نه ده کړې . بيا هم له بده مرغه دې تريخ حقيقت ته اشاره ضرور ده چې دافغان ولس دکورنيو او بهرنيو دښمنانو ددسيسو له لاسه زموږ په هېواد کې دتعصب، سمت پالنې او ژبپالنې اغزي هم کرل شوي چې دا هم ديوې کره او سوچه سرشمېرنې مخه نيولى شي.
درسمي سرچينو په وينا ،همدااوس زموږ له درې ميليونو څخه ډېرهېوادوال چې ډېره برخه يې پښتانه دي په بهراو سلګونه زره چې دهمدې پښتون ضد کړيو له لاسه دخپلو کورونواو ځمکو پرېښودلوته اړ وېستل شوي په خپل هېواد کې دکډوالۍ شپې ورځې تېروي .
داحصايې په اداره کې موجودې تخنيکي او مسلکي نيمګړتياوې او يو قام ته داړوندوکسانو په لاس کې ددې ادارې انحصار بل هغه مهم خنډ دى چې دکره او له درغلۍ څخه دپاکې سرشمېرنې مخه نيسي .
ناسمه او ناقصه سرشمېرنه ديوهېواد هويت او برخليک بدلولى او سياسي او جغرافياوي ميکانيزم اړولى شي.
حالات ښيي چې ځينې افغانستانيان!! او په اداره کې موجود ځينې پلورل شوي او متعصب لوړرتبه چارواکي چې ډېره برخه يې د يوه ځانګړي زنځير کړۍ دي او دسپتمبر ديوولسمې له برکته بيا له سوريو راووتل غواړي چې دپښتنو په سيمو کې له موجودو ناامنيو څخه پدې برخه کې هم سياسي ګټه واخلي . دوى چې دپښتنو په سيمو کې داور په بلولو کې هم لاس لري او دپښتون دجونګړو په سوځولو يې خپله ماڼۍ رڼا کړې غواړي داځل دپښتو تخم ورک کړي، دوى پوهېږي چې پدې سيموکې سرشمېرنه ناشونې ده او له دې احتمالي سرشمېرنې سره به دپښتون قام شمېر ډېر لږ وښودل شي اوبيا به نودوى ډاډه دعوه کوي چې په افغانستان کې لږه کي او ډيرکي(اقليت او اکثريت) نشته .
بيابه دوى يو نوي جوړ شوي ولايت ته هم دکندهار او ننګرهار په اندازه بوديجه اونورامتيازات غواړي .
نو کله چې دومره نيمګړتياوې ، خنډونه او ستونزې شته نوآيا په کار ده چې پدې شرائطو کې سرشمېرنه وشي ، دهېوادوالو حقوق په لوى لاس ضايع او يوې بلې تراژيدۍ ته لار هواره کړل شي .؟
که چېرې دولت بيا هم په سمبوليکه توګه سرشمېرنه وکړي نو دابه دهېواد او هېوادوالو پر برخليک تاريخي ملنډې وي ، دابه ولس راوپاروي، دابه ولس نور هم له دولت څه لېرې او متنفر کړي.
له بده مرغه چې افغان ولسمشرحامد کرزي په خپله اوه کلنه دوره کې دملي مصلحت ترعنوان لاندې هغه قام چې ده ته يې رايه ورکړه او دپاچاهۍ تاج يې ورپه سر کړ دومره وځاپه چې بېلګه يې په تاريخ کې نه ليدل کېږي .
هيله ده چې داځل تاريخي جفا ورسره ونکړي . دادنه زغملو جفاده
اوسني شرائط سرشمېرنه نه ، بلکې سرساتنه غواړي . اوس دولت له نورو مهمو ستونزو سره مخ دى چې دبېلګې په توګه يې ځينې موږ ياد هم کړل . په کار ده چې دولت لومړى داستونزې حل کړي،. دولت بايد خپلې چارې او کړنې دلومړيتوبونو له مخې کټه ګوري کړي او لومړى هغه کارونه وکړي چې ډېره اړتيا ورته ده . اوس ترهرڅه لومړنۍ اړتيا سرشمېرنه نه، بلکې سرساتنه او دامنيت ټينګښت دى اوس بايد لومړى دولت دهېوادوالو خېټې مړې کړي او له تدريجي اوسمدستي وژنې نه يې وژغوري . اوس له نيم څخه ډېر هېوادوال وچه ډوډۍ هم نلري. دولت دې پرهغو شپېتو ميليونو ډالرو چې دسرشمېرنې بې ګټې، ناضروره اودپښتنو دغليمانو پروژې ته يې بېل کړي دهېوادوالو ګېډې مړې کړي او دسرشمېرنې لپاره دې شرائط برابر اوبيا دې سرشمېرنه وکړي .