الوتونکې رکېبۍ اودهغوى پټ رازونه !

\"\"
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته ،چې د (١٩٣٩-١٩٤٥) زېږديزکلونو ترمنځ وه،دنړۍ په ګڼ شمېر رسنيو کې ديوې نوې ښکارندې (ناپېژاندي الوتونکي شيان ) ،چې په انګليسي کې ورته (Unknown Flying Outfits) ويل کېږي،اولنډيزيې د( U.F.O) په بڼه دى ، زيات شمېر خبرونه خپارۀ شول . دغوناپېژاندو الوتونکو شيانو(U.F.O) ګانو د نړيوالو پام ځان لورته ورواړاوۀ ،چې دنړۍ ډېرى هېوادونو دغې نوې ښکارندې ( پديدې ) ته په خپلورسنيوکې خبري چترورکړاوپه خپلو ملي ژبوکې يې نومونه ورته  وضعه اوجوړکړل .
دغه ناپېژاندي الوتونکي شيان په خوږه پښتو ژبه کې د( الوتونکې رکېبۍ ) په نوم ونومول شول ،چې ځينې پښتانه يې ( الوتونکي ټيکلي ) هم بولي،او په دري کې بشقابهاى  پرنده بلل کېږي .

\"\"
 تاريخي شاليد : په ١٩٤٧زېږديزکال د نړۍ په رسنيوکې دالوتونکو رکېبيو په اړه د خبرونو د خپرېدا يوه پراخه څپه راپورته شوه ،چې دځمکې کُرې اوسيدونکي انسان پام  اوتلوسه دغې ناپېژاندې ښکارندې ته ورواوښته . يانې د تېرې زېږدي پېړۍ ( ٤٠او٥٠ ) مه لسيزې دالوتونکورکېبيودلېدل کېدا په اړه د خبرونو دخپراوي لسيزې وې ،چې د نړۍ په ګوټ -ګوټ کې ولېدل شوې او نړيوالو رسنيوپه لويه کچه خپرنيزخبري چتر ورکړ او دالړۍ تردا مهاله راروانه ده .که څه هم ،چې الوتونکي ناپېژاندي شيان د بشر په تاريخ کې ډېره اوږده مخينه لري، خو د بشر پام دغې ښکارندې ته په (١٩٤٠) لسيزه کې ورواوښت .  د نړۍ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په جاپان کې د الوتونکو رکېبيو په اړه خبرونه خپارۀ شول . د جاپاني اردو يوه تن جنرال يوريټ سو ن (Yuritsune) يوه شپه پوځي تمرينونه درلودل .ناڅاپه د تمرينونو سيمې د آسمان په جنوبي برخه کې مرموزې اوعجيبه رڼاګانې د الوتنې په حال کې لېدل کېږي ،چې د جنرال اونورو جګپوړو پوځيانو ورپام  وراوړي . ددغو رڼاګانو الوت د ټولې شپې په لړکې ادامه مومي . پر سبا يې جنرال يوريټ يو ډله پوهان اوستورپېژاندي ګوماري ،څوددغوبېګانيورڼاګانوپه اړه پلټنه اوڅېړنه وکړي . تشيال پوهان اوستورپوهان د څو ورځوپلټنواوڅېړنو او خپل منځي سخت بحث وروسته خپل  نظر جنرال ته په لاندې ډول وړاندې کوي  : 



( تېزې ا و چټکې سېلۍ د آسمان ستوري له خپلو ځايونوڅخه ښوراوي او ټکان خوړلو ته اړايستلي دي .( البته د پوهانو دغه لويه علمي تېروتنه  د بخښنې وړده ، ځکه دغه پېښه د ١٢٣٥ زېږديز کال  دسپټمبرمياشتې په ٢٤ مه نېټه منځ ته راغلې وه ، يانې ستور پېژاندوله نن څخه ( ٧٧٦)  کاله پخوا داادعا کړې وه ،چې هغه مهال د ساينس او ټکنالوژۍ اوسني پر مختګ او اختر اعګانوهډو شتون نه  درلود.
لومړنۍ انسان  تښتونه :
د الوتونکې رکېبۍ په مټ د انسان تښتونې يوه ډېره رښتينې پېښه په ١٩٥٧ زېږديز کال په برازيل کې منځ ته راغلې . (٢٣)  کلن ځوان کروندګر انتونيو ويلاس بواس (Antonio Villas Boas) دخپلې استوګنې  سيمې په آسمان کې څوشپې پرله پسې خوځندعجيبې رڼا ګانې ويني . نوموړى په  يوه سپوږميزه شپه کې خپله ځمکه په ټراکټر يوي کوي،چې ناڅاپه د هغه ټراکټر له پاسه په ټيټه ارتفاع کې يو لوى شى تېر،اودبواس مخ ته په پټي کې راښکته شو . له دې سره جوخت د ويلاس بواس د ټراکټر ماشين برېښنا پرې او له کاره لويږي . په همدې وخت کې درې تشيالي موجوداتو له خوا الوتونکې رکېبۍ يووړل شواو ورنه په غيرارادي ډول جامې ؤ اېستل شوې اوهغه په رڼې مايعې سره مينځي اوله زنې څخه يې د وينې نمونه اخلي . بيا انتونيو ويلاس  يوې بلې کوچنۍ او خوپجنې (مه آلود) کوټې ته وړي او هلته يې يوازې پرېږدي . په لومړي سرکې هغه فکر کوي ،چې تربت په شم ، خووروسته يې خوا ګرځي اوکانګې کوي . څو شېبې وروسته يوتيټ ونى موجود کوټې ته راننوځي . دغه لنډونى موجود بادامي کږې سترګې ، سپين بدن او سپين  ويښتان لري،ناڅاپه دانتونيوپام کېږي ،چې له جنسي پلوه تحريک شوى او له هغه موجود سره ،چې ښځه وه ،جنسي عمل ترسره کوي . هغه ښځينه موجود مخکې له هغې ، چې له کوټې څخه ووځي ،خپلې خېټې ته  نغوته کوي ، بيا انتونيو ته نېغ په نېغه ګوري او آسمان ته اشاره کوي ،د دې کار مفهوم دا ؤ، چې انتونيو ويلاس هغه ښځينه تشيالى موجود حامله کړ.
دويمه تښتونه :
په ١٩٩٠زېږديز لسيزه کې د مصر په يوه کليوالي سيمه کې د ورځني دود سره سم يو ځوان د ځعاستې ورزش کوي . هغه  به هر مازديګر د خپل کلي خواکې غونډيو ته تلو اوهلته به يې ځغاستل . يوه ورځ ،هغه ځوان په غونډيوکې په سپورت بوخت ؤ،ناڅاپه يې په مخکې الوتونکې رکېبۍ راښکته کېږي،چې ورنه دوه تنه هغه لنډوني تشيالي موجودات راکوز شول . دمصر ى ځوا په  وينا،چې هغو دووموجوداتوماته په ډېر درناوي او احترام بلنه راکړه ،څو دهغوى ناستې  رکېبۍ ته ورؤخېږم . د پېښې په پاى کې تشيالي موجوداتو له مصري ځوان ورزشکار څخه سپورتي جامې ،جورابې او کرمېچ بوټونه له ځان سره  د نمونې په  ډول  يووړل .کله ،چې دمصرقاهرې پوهنتون امريکايي استاددپېښې ځاى څخه لېدنه وکړه ،ګوري ،چې د الوتونکې رکېبۍ د ناستې ځاى تودوخه کچه د نورې ځمکې تودوخې په پرتله خوراډېره ده .په افغانستان کې دډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې دبلخ ولايت دمزار ښاردروضې مبارکې د زيارت له پاسه يوه الوتونکې رکېبۍ په کمه ارتفاع په ځوړند حال کې درېدلې لېدل شوې وه . کله ،چې د سيمه والو ورپام شو،نو ټوغه - ټوغه دمزار ښار د سوېل لورته وخو ځېده ،چې دڅو ثانيو په موده کې له سترګو ورکه  اوپناه شوه .
 په بريتانيه کې دالوتونکورکېبيودوسيه :
دبريتانيې دفاع وزارت د الوتونکو رکېبيو هغه دوسيې ،چې د (٧٠) مه زېږدي لسيزې سره اړوند دي ، خپرې کړې دي .دا دوسيې دبريتانيې اودهغې  په شاوخواسيموکې دالوتونکورکېبيودلېدل کېدا په اړه دي .پتېيل شوې ،چې دالوتونکورکېبيو سره اړوند دوسيې به دبريتانيې په ملي آرشيف کې خوندي کړى  شي .درپوټونو له مخې دهغه هېواد دفاع وزارت هېڅکله هم ددغو نا پېژاندو نوراني شيانوپه اړه جدي پلټنې نه دي کړې .دبريتانيې خلکو څلوېښـت کاله وړاندې هره مياشت د ناپېژاندوالوتونکوشيانوپه اړه (٤٠) رپوټونه ورکول .خواوسمهال ددغوناپېژاندو الوتونکو شيانو په اړه خبرونه  نه يوازې دا چې کم شوي نه دي ، بلکې ﻻزيات شوي هم دي ، او هره مياشت په منځنۍ کچه (٥٠) داډول رپوټونه ورکول کېږي .په (٧٠) مه لسيزه کې د بريتانيې په بېلابېلو ځايونوکې د الوتونکورکېبيو په اړه خبرونه خپرېدل ،چې الوتونکې رکېبۍ به کله په نقره يي رنګ سره کله دسګرټ په شکل او کله به هم د کوچنيوکړکيوپه  لرلودجومات د ګنبدې په بڼه سره لېدل کېدې ،چې په آسمان کې به ځوړند وﻻړې وې اويابه هم لکه دغشي په څېر له يوې خوا څخه بلې خواته په خورا چټکۍ سره حرکت کاوۀ .خوپه دې ترڅ کې ترټولو مهمه پېښه د ١٩٧٧ زېږديز کال د مې په مياشت کې منځ ته راغله .يوه شپه د بريتانيې د ختيځ  آسمان په ځنډو کې دهغه هېواد د هوايي ځواکونو يوه بم غورځوونکې  (ولکان ) الوتکه د پېنځو پيلوټانو سره په الوت  وه ،چې ناڅاپه يې د الوتکې مخامخ په نېږدې واټن کې يوه تېزه نارنجي رڼا بله اوخپره شوه .کله ،چې الوتکه ورنېږدې شوه ، نورڼا سملاسي غلې او يوناپېژاندى شى دالوتکې په رادار کې راڅرګندشو، چې بيا دا الوتونکى شى ورود الوتکې له څنګه پاس لورته  ولاړ .د پيلوټانو په وينا هېڅ کومې بلې الوتکې هلته الوتنه نه کوله .په داسې حال کې ،چې د دوى (ولکان ) الوتکې د غږ په سرعت  الوتنه کوله اوهر څه يې په اسانۍ سره پېژندلى او توپيرولى شول .
د سي ،آى ،اې خبر ليک :
په ١٩٩٤ زېږديز کال د امريکې استخباراتي ادارې سي ،آى ،اې  ديوۀ خبره ليک په خپراوي سره اعلام کړه ،چې الوتونکې رکېبۍ دهغوى پر مختللې څارګره الوتکې دي ،چې د ( ٦٠،٥٠،٤٠) مو لسيزوکې يې د استخباراتي معلوماتو دراټولو په موخه جوړې او په کار اچولې وې .خود سي ،آى ،اې له دغه اعلان وروسته بياهم د روسيې او چين په ګډون د نړۍګڼ په شمېرهېوادونوکې دالوتونکو رکېبيو دلېدل کېدا او راښکته کېدا په اړه خبرونه ورکول کېږي . اوس پوښتنه داده ، آيا روسيه او چين ،چې د نړۍ په سياسي ، اقتصادي اوپوځي  ډګر کې د امريکې سيالان دي ، ددې وس نه لر ي ،څود امريکې دغه استخباراتي الوتکې د خپلو هېوادونو دننه د رادار په مټ کشف او رانسکورې کړي او بل دا،چې د الوتونکو رکېبيو او تشيالي موجوداتو په مټ د انسان تښتونې تر ټولو زياتې پېښې په خپله په امريکه کې منځته راغلې اولکه څنګه ،چې مې دليکنې په پيل کې ورته نغوته وکړه ، الوتونکې رکېبۍ دنن څخه (٧٧٦) کله پخوا په جاپان کې لېدل شوې  ،چې دا تاريخي پېښه په خپله د امريکې د سي، آى ،اې  ښکرور درواغ  ردوي .
د الوتونکو رکېبو جوړښت :
الوتونکې رکېبۍ د ظاهري بڼې له مخې نعلبکي ته ورته دي ،چې پاسنۍ برخه يې د جومات ګنبدې ته ورته والى لري .الوتونکې رکېبۍ او دهغوى ماشينونه اولېږدوونکې هټۍ ( دستګاوې) له ډېرو کلکو او په عين حال کې له سپکو توکو څخه جوړشوې دي ،نوپرهمدې توسن الوتونکې رکېبۍکولاى شي ،د خورا چټک حرکت او ناڅاپي درېدا لوړفشار وزغمي . د امريکې دولت د يوې غورځېدلې الوتونکې رکېبۍ پاتې شوني او د هغوى د چلوونکو مړي په واک کې لري ،چې درسنيو څخه  يې پټ ساتلي دي .
 \"\"

دتشيالي  موجوداتوبدني جوړښت :
د هغو کسانو دوينا وواوخبرونو پر بنسټ ،چې  دتشيالي موجوداتو له خوا تښتول شوي ، هغوى ډېر عجيب او غريب بدني جوړښت لري .تشيالي موجودات ډېر ډنګر په ونه ټيټ اوبې ويښتانو غټ سرونه ،بادامي غټې او کږې سترګې ،کوچنۍ پزې ،ډېرې نرۍ شونډې او وړې زنې لري . دهغوى دپوټکي رنګ دايرو په شان خړ خاورين دى .اوم او تېز بوى لري ،چې ډېر ځله دهغوى په لاس د تښتول شوي انسان د پرنجي لامل ګرځېدلي .
د هغوى بادامي وزمه سترګې :
تشيالي موجودات بادامي غټې سترګې لري او ځينې نوريې بياګردې سترګې لري ، دهغوى دسترګوپه اړه ويل کېږي،چې روح پلټونکې سترګې دي ،کښکروونکې سترګې دي اوجذبوونکې سترګې دي .دمقناطيس په شان انسان ځان ته جذبوي او له حرکت نه يې غورځوي .
دهغوى غږېدل  :
تشيالي موجودات د فکري اړيکې ( تله پاتي _Telepathy) له لارې غږيږي . که په ساده ژبه ووايو ، نو خپل فکراو خبره د فکري رابطې په مټ انسان ته رسوي .
دهغوى تګ :  
تشيالي موجودات خورا تېز اوګړندى تګ کوي . دهغوى تګ په اړه ويل کېږي ،چې دکارتون سره ورته والى لري ،چې په کې د برېښنا ځپې شتون لري . همدابرېښنايي ځواک  هغوى ته  ددې  زمينه  برابره کړې ،څوچټک يون  او خوځښت  وکړي  .
د هغوى رنګ :
تشيالي موجودات خاورين وزمه   رنګ لري . يانې ډېره پيکه او بې خوند بڼه لري . د هغوى په څېره کې د رنګ اوخوند څکوړى هډو شتون نه لري .
نارنجي رڼا :
تشيالي موجودات بېلابېلې رڼاګانې لري ،چې دمختلفو موخو لپاره يې کاروي . دا رڼا ګانې په فوق العاده ډول سره تېزې دي اوپه هماغه شېبه کې  د انسان له سترګو څخه د لېد وړتيا اخلي . تشيالي موجودات نارنجي رڼا د انسان د کښکر ( بې حسه ) کولو لپاره کاروي . هغوى ،چې کله ځمکنى انسان تښتوي ،نولومړى موخنى کس دنارنجي رڼا تربريد لاندې نيسي ،په دې شېبه کې انسان سر ترپايه بې حسه او خپل کنټرول له لاسه ورکوي .په همدې وخت کې تشيالي موجودات ښکارشوى کس خپلې رکېبۍ ته خېږوي ،او هلته لابراتواري تجربې ،پلټنې اوڅېړنې  ورباندې ترسره کوي .
ورک وخت :
ډېرى هغه کسان ،چې د تشيالي موجوداتو له خوا تښتول شوي ،نو دوى له اوږدې مودې هېر تيا سره مخ شوي دي . يانې دغو کسانو د ورځې په جريان کې څوڅو ساعته خپل وخت هېرکړى وي ،اونه پوهيږي ،چې په دغه ورک وخت کې دوى چېرته وو،څه يې کړي او څه ورباندې تېر شوي دي . داهېر تيا په اصل کې تشيالي موجودات په انسان کې راولي ،څودهغوى له خوا تښتول  شوي  کس ته دورپېښې شوې حادثې په اړه جزيات  ورياد نشي ، او خپل  ورځني  ژوندته په عادي  توګه سره ادامه ورکړى  شي  .
د هغوى پوهنه او ټکنالوژي :
ډېرى خبرونه ،چې دالوتونکودرکېبوپه اړه خپارۀ شوي ،څرګندوي ،چې تشيالي موجودات لوړه پوهه او پرمختللې ټکنالوژي لري . د ځمکې کُرې واکمن انسان تردامهاله د هغوى په څېر پرمختللې ټکنالوژي په واک کې نه لري . خو په ډاډ سره ويلاى شو، چې يوه ورځ به انسان د خپل عقل او پوهې په مټ دپرمختګ  تکاملي بهير په ترڅ کې د هغوى ټول پټ پرازونه رابرسېره کړي  .
دآلې کرنه :
تشيالي موجودات يوانسان له وړکتوب څخه ترځوانۍ او بوډاتوب پورې په دقيق ډول ترپلټنې اوڅېړنې لاندې نيسي .هغوى ددې کارلپاره په وړکتوب کې يوانسان ( هلک يانجلۍ ) غوره کوي اوددوى په بدن کې د مردکې په څېر يو ګرد شى د ښنګري او يا هم د زنګون په برخه کې په داسې ډول سره کري ،چې دانسان بدن ته ترې زيان ونه رسيږي .همدا آله تشيالي موجوداتوته وس اوتوان ورکوي ،څوله خورا لېرې - لېرې واټنو څخه دخپل غوره کړى شوي انسان له ورځني ژوند څخه خبراوڅارنه  وکړي .
مثلث  :
ډېرى هغه کسان ،چې د تشيالي موجوداتو له خواتښتول شوي ،ددوى پر بدن د نومۀ چاپېره او يا په مټو باندې دمثلث نښې اوعلامې خاپ شوې دي . هغه ډله پوهان ،چې د الوتونکو رکېبيو په اړه پلټنې اوڅېړنې کوي ، مثلث د تشيالي موجوداتودسمبول په توګه پېژني .دا،چې دمثلث په علامه کې کوم رازپټ دى ، تراوسه ناپېژندل شوې معماپاتې شوې ده . نارينه مني (Sperm ) او ښځينه هګۍ  (Oval):
ډېرى هغه کسان ،چې د تشيالي موجوداتو له خوا  تښتول شوي ،وايي ، چې د يوې  رودونکې هټۍ په وسيله له نارينه قرباني څخه منيSperm)) اوله ښځينه قرباني څخه القاح شوې هګۍ (Oval) اخېستل شوې او په يوۀ ځانګړي ټيوب کې اېښودل شوي دي .
هېپنو ټيزم -Hypnotism :
هېپنوتيزم (مقناطيسي خوب ) د انسان په ضمير او حافظه کې د پټو رازونو د راسپړنې يوه غوره وسيله ده . ارواپوهان د ځانګړې رودې (طريقې) په مټ روحي او رواني ناروغان هېپنوتيزم کوي او د هغوى له حافظې څخه ناويلې پټې ځوروونکې خبرې راباسي . همداشان کله،چې تشيالي موجودات انسان وتښتوي ،نو قرباني شوي کس دورپېښې شوې پېښې له امله خپل رواني انډول له لاسه ورکوي اوکه د پېښې ټول يا لږ جزيات د قرباني شوي کس څخه هېراودهغه په حافظه کې پاتې شي،نووروسته هغه کس په رواني ناروغۍاخته کېږي  . دلته بيا ارواپوهان قرباني شوى کس هېپنو تيزم کوي او دهغه له حافظې څخه دهېرې پېښې جزيات دهېپنوتېزم په مټ راباسي ،او په هغه دتېرشوي داستان ټول جزيات رااخېستل کېږي ،چې په دې ترڅ کې غوره شهادتونه او ثقه معلوما ت لاس ته راځي .
 دانسان څېره :
لکه څنګه،چې مې دليکنې په تېره برخه کې ورته نغوته وکړه ، تشيالي موجودات ډېره پيکه او بدرنګه څېره لري او هېڅډول درنګ اوخوندڅکوړى په کې نشته .هغه کسان ،چې د هغوى له خوا تښتول شوي ، دوى ته يې ويلي ،چې دانسان څېره،د پوټکي رنګ ،باڼه ،وروځي او د سر ويښتان  د هغوى ډېرخوښيږي ، نو ځکه په خورا ستړ ياوتې ډول هڅه کوي ، څو زموږ په مرسته خپل توکم اونژادسم اواصلاح کړي ،او په اصطلاح دوه رګه مخلوق وپنځوي ،چې نيم انسان او نيم د هغوى ذات وي . اوس يوځل بيا د نړۍ په رسنيوکې د الوتونکو رکېبيو په اړه د خبرونو د خپراوي يوه  نوې څپه راالوتې ،چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې لېدل شوي  دي . وړم کال د چين بېجنګ ښار سوېل خواته الوتونکې رکېبۍ ولېدل شوې ،چې چينايانو د خپلې عقېدې له مخې هغه بودا وباله،او په دې اند دي،چې بوداراتلونکى دى .ورپسې دماليزيا څخه خبرونه خپارۀ شول ،چې د هغه هېواد په يوه ګوښه کليوالي سيمه کې الوتونکې رکېبۍ راښکته شوې . خلکو پوليسو ته خبر ورکړ ، خو هغوى د پوليسو تر رسيدا مخکې په خپله مخه  ولاړې .
همداتېر کال دايران پلازمېنې تهران کې الوتونکې رکېبۍ ولېدل شوه ،چې د ايران په ګډون دنړۍ زيات شمېر مطبوعاتو نوموړې پېښې ته خبري چتر ورکړ . د يادؤنې وړه ده ،چې له دغې پېښې څخه پخوا هم څو ،څو ځله په ايران کې الوتونکې  رکېبۍ لېدل شوې او ورنه  انځورونه هم اخېستل شوي دي .
پايله  :
ما په خپله ليکنه کې دالوتونکو رکېبيو او تشيالي موجوداتو په اړه د خپلو معلوماتو په اډانه کې دننه په خورا تفصيل سر بحث وکړ. خو ښايي د لوستونکو سر ګڼ شمېر پوښتنې مطرح شي او پوښتتي ،چې :
١ - ايا په رښتيا هم د الوتونکو رکېبو ښکارنده ( پديده ) حقيقت او واقعيت لري ؟
٢- ولې تشيالي موجودات زموږ سره دومره د پټ  پټوني ا و پټ رازۍ په چوکا ټ کې چال چلند کوي ؟
٣- ايالوى څښتن تعالى په دغه لايتناهي پينۍ (کاينات ) کې يوازې زموږ خاورينه نړۍ د ژوند کولو لپاره ټاکلې ده ؟
٤- ايا لوى څښتن تعالى په دغه پراخه اوويړه پينۍ کې يوازې انسان  دعاقل او هوښيا ر مخلوق په توګه پنځولى دى ؟
هغه ساينس پوهان ،تشيال پوهان اوستورپېژاندي ،چې په دې برخه کې په پلټنو،څېړنواوتحقيقاتو بوخت دي ،په زغرده وايي، الوتونکې رکېبۍ او تشيالي موجودات هر څه ، چې وي ،زموږ د خاورينې نړۍ څخه باندېنۍ واقع ښکارنده ده ،چې په هېڅډول سر ځمکنۍ ريښه نه لري . که څه هم زموږ په لمريز نظام کې له انسان پرته نور ژوندي عاقل اوهوښيار موجودات شتون نه لري ،خو په لايتناهي پينۍ کې داګومان ، اټکل او فرضيه دمنښت وړنه ده .تشيال پلټاندي پوهان په ډانګ پېيلي ډول وايي،چې د پينۍ په بې شمېره ستورټليزونو(کهکشانونو ) کې هرومروژوندي موجودات شته ،چې،ښايي داژوندي موجودات دانسان په انډول ډېر عاقل او هوښيا ر وي او ښايي نور يې بيا د ژوند تکاملي بهير په لومړنيو پړاوونو کې واقع وي .نوربيا وايي ،چې ښايي تشيالي مخلوقات به دکوازرونو ( (Quasars له سياروڅخه راځي .(دکوازرونو سيارې په پينۍ کې خورا لېرې واقع سيارې دي ، چې د الکټرومقناطيسي وړ انګو خورا لوړې ، اوچتې او زورورې سرچينې لري .)د هغوى د پټ پټوني چلند په اړه پوهانو خپل نظر څرګند کړى وايي : ځمکنى انسان يو سرغړانده او آزاد طبيعت لري ،چې په هېڅډول سره بندون او غلامي نه مني . د علم او ټکنالوژۍ په ډګر کې د انسان چټکې ودې اوپرمختګ ته په پام سره ښايي ،تشيالي موجودات ځمکنى انسان په راتلونکې وخت کې دپينۍ په انحصاراوتسخير کې  د بالقوه ګواښ اوسيال په توګه بولي . ښايي تشيالي موجودات ديوۀ مشخص پلان په اډانه کې زموږ سره د پراخ ټولنيز ګډون په لټه کې وي . خو مخکې له دې ،چې د امشارکت ترسره شي ،هغوى هڅه کوي . څو ځمکى انسان د خپل سرغړاند طبيعت څخه واړوي او اېل ( تابع ) يې کړي . ښايي هم د هغوى توکم او نژاد دزوال سر ه مخ وي . نو پرهمدې بنسټ د خپل نسل اونژاد د ژغورنې ،سمون اواصلاح په موخه زموږ انسانانو څخه د مرستې په لټه کې وي .خوله بده مرغه ،چې تردامهاله داټولې فرضيې اوانګېرنې دي . خوتلوسناک ، پلټاندى او متجسس انسان به يوه ورځ د خپلې پوهې اوټکنالوژۍ په زور هرومرو د الوتونکو رکېبيو اوتشيالي موجوداتو له پتورازونواو پلانونو څخه پرده پورته کړي . داناپېژاندې دالوتونکې رکېبۍ پديده به وپېژني او د هغوى له اصالت او ماهيت  څخه به د تل لپاره پرده اوچته کړي اودهغوى له پټواسراروڅخه  به  خبر شي .            په همدې هيله !                                                                                                    
                                                                                                   فضل وزير  هيله  من

\"\"