څنګه د لمبه لمبه کړو ګودر زموږ د کلی
ښیری به درته کړی دغه اکثر زموږ د کلی
دا چی پرون یی څلورلاری کی ځان پرهر پرهر کړ
دا هغه ښکلی ځوان و مرور زموږ د کلی
دغه یاری د زمانی شوه ای نصیبه ګوره
هره ورځ راته وژنی بختور زموږ د کلی
زما غمو ته وازه خوله له خندا شین دی جانان
په وینو سور چی وینی مازیګر زموږ د کلی
اوس هغی چم ته هدیری په شان ګلونه راوړی
خدای د نه درباندی وینی اختر زموږ د کلی
چی د علم په برکت ځان اتل کړی پردیسه
خدای د راولی هغه زورور زموږ د کلی
اوکراین ادیسه ښار
وروستي