رښتيني پېښه

يادونه:  په دې  بېګا بيا د څو چورلكو كڼهار ؤ بيګا بيا تورې بلاوې غړمبېدلې بېګا ډېرو ميندو سترګې پټې نه كړې سوې چيغې له زانګو پورته كېدلې ðððððð شين سهار ؤ، ما لا چاى غړپ كړى نه ؤ يوه بد خبر مې وسكونډل غوږونه له دې خپله ژورنالېزمه مې زړه تور دى هره ورځ وايم د مړينې اعلانونه ðððððð له څو ميله مزله وروسته مې پيدا كړ د وړو خړو غونډيو ترڅنګ كور دى په نوم كور دى، خو جونګړه ترې ښايسته ده په خانانو كې، د يو ملنګ انځور دى ðððððð د رېتاړې زېړ پټكي پېڅه يې خوله كې بوډا چاودې پښې په سره مزي ګنډلي د بوډۍ پر سر ټكرى هم داسې څيرې لك سپيو چې وي څو ځايه داړلي ðððððð پر صوفه د يوه ځوان جنازه ايښي ترې چاپېره تور پړوني ښځې ژاړي پر سلګۍ سلګۍ وجود يې زلزله ده ها يوه، چې لا هم خېر له خدايه غواړي ðððððð لږ ورتېر د ځړېدلې پردې شاته يو بل ځوان سېنه سورۍ پر تخته اېښى آخ، ترڅنګ يې يو معصوم ګلاب ماشوم هم لكه زېړه ګلغوټۍ پر تخته اېښى ðððððð د ځوان تورې ږيرې سره څاڅكي نيولي لا هم څاڅي د ماشوم له سترګو وينې ستا له نومه خو درنه ځمكه لړزيږي هاى آفسوس د نړيوال بشريت مينې ðððððð چې په ورځ هم بلا نه شي يادولى په هوا چې د مرغۍ له پر ويريږي دا دى سوځي په باروتو، خو پاچا مو لا هم چوپه خوله، په خپل يو سر ويريږي ðððððð اې دا څه وينم! دا بله كربلا ده په دې بل كور كې درې نورې جنازې دي له لسګونو وچو ستونو كريغې خيږي كه د سېل وېشتلو زاڼو قلقلې دي ðððððð پلار په خپل لاس د لك كړي توت رېښو ته په اوبو كې وركوي د پرهر وينې يو ګېډۍ مالوچ يې لاس كې دي، خو بيا هم ځاى ځاى ښكاري د ملا پر ټټر وينې ðððððð پر كوټه د لګېدلو ګولو نښې پكې پروت لژند ماشوم، شونډې چېچلي د كټ سر ته يې ملا كړوپه بوډۍ ناسته له الله سره يې ژبه تالو نښلي ðððððð بوډۍ سپين سر د خړ كټ پر بازو كېښود په مات مات اواز يې زوى او لمسى ياد كړ دُر دُر اوښكې يې په ګونځې مخ شوې ماتې په پردي اور كې يې خپل نغرى ياد كړ ðððððð د لمسي په وينو سور ځان يې ورټول كړ لاس يې رېږدي، پښې يې رېږدي شوه روانه د صوفې تر كونج لا نه وه رسېدلې پښه نېولې بوډۍ درو كې شوه روانه ðððððð د ځوى غم، د لمسي غم خو يې لا څه چې ځوانې نږور يې پر سېنه ګولۍ خوړلي په خپل لاس جوړ كړى شال پرې غوړېدلى ترې چاپېره ښځې پنډې دي د كلي ðððððð ځوږ شو، هلئ ها ماشومه ترېنه واخلئ! د ماشومې سپينه خوله په وينو سره شوه له بېګا راهيسې يې تى رودلى نه دى په پرهر پرهر سېنه د مور خوره شوه ðððððð دا په داسې يوه كور د غم كېسه ده چې د ژوند حال يې بدتر دى له سوالګرو ژوند يې هم دا دى په سرو بارودو واخېست د خنځير په غوښو مستو بلواګرو ðððððð چې چاپېر وي ترې، يو متر ديوالونه څو كوټې يې نه كړكۍ لري، نه ورونه چې د تتې ډېوه ګۍ رڼا ته ناست وي آيا شته دلته بمونه ريالونه؟! ðððððð *** ناست يم، لولم د باګرام په اعلاميه كې د مشهورو ترهګرو خطابونه هم د سترګو حال او سرو وينو كې لت پت د سور خولو او تور سرو تصويرونه ðððððð د ملك داسې ژورنالېزم دې اور واخلي چې خبرونه وي، د مړينې اعلانونه