د ډيورينډ توره ، او نه منونكې كرښه

كله چې په كال ۱۸۹۳ م كال د دسپتمبر په اواخرو كې د انگليسانو له خوا په
هندوستان كې د هند د بهرنيو چارو سكرتر سرمارترډيورند او ورسره انگليسي هيت او
پلاوې افغانستان ته د تورخم دلارې راننوتل، تر څو د امير عبدالرحمن سره د سرحدي
سيمو په اړه خبرې وكړي .
لكه څنګه چي پخوا هم د همدغې مسلې پرسر د انگليسانو او امير عبدالرحمن تر منځ خبرې
تر سره شوې وې خو غوس توافق ته سره نه وه رسيدلې په همدې اساس د انگليسانو له خوا
پرعبدالرحمن ډير زيات فشار وه تر څو د انګليسانو سره د سرحدي سيمو پر سر د
انگليسانو په گټه خبرې تر سره كړي .
سره ددې چې امير عبدالرحمن خان د انگليسانو سره ددې سيمي په اړه خبرو ته ليوالتيا
هم نه درلوده خو بيا ه هم امير نشو كولاي چې د انگليسانو د خبرو څخه ووزي بنا په
همدې موضوع امير دې ته حاضر شو ترڅو د انگليسانو سره خبرو ته كينې .
په همدې موخه انگليسې پلاوې د اكتوبر په دوهمه كابل ته را ورسيدل . او د ډيورينډ په
مشرې د سرحدې سيمو پر سر خبرې او مزاكرات پيل شو ، وروسته د انگليسانو د زيات فشار
په وجه امير دې ته اړ كړاې شو چې د انګليسانو سره دغه توافق په كال ۱۸۹۳ ميلادې د
نومبر په ۱۲ مه لاسليك كړې .
ددې توافق له مخې د صوات ، باجوړ ، چترال ، وزيرستان ، ا وچمن سيمې د افغانستان له
قلمرو څخه جلا او د انگليسې قلمرو پورې وتړل شو .
انګليسان په هغه وخت كې د تزاري روسيي څخه په ويره كې وه ترڅو روسان په دغو سيمو كې
برلاسي نه شي ، او كه چيرته روسان پر افغانستان بريد وكړي نو دغه سيمي به دهغوې له
بريد څخه خوندي وي او بل دا چې دغه سيمه به ديو سپر په څير كارول كيږي.
داچې انګليسان په هغه وخت كې د سرحدى سياست پاليسى يې غوره كړاې وه په همدې اساس يې
خپل پلانونه په منظم ډول پرمخ وړل .
دامير عبدالرحمن او انگليسانو تر منځ ددې توافق له امله د افغانستان خلك او په تيره
بيا د سرحدې سيمو خلك ډېر سخت په غوسه شول او دامير داكار يې د ملت سره يو ستر
خيانت وبلل .
خوامير نشو كولاي چې د انګليسانو خبره په ځمكه وغورځوې ځكه امير دې ته اړ وه تر څو
د انگليسانو سره دغه معاهده لاسليك كړى ، انګلسيانو په مقابل كې داميرسره ځنې
تړونونه لاسليك كړه چې ددې تړونونو څخه يو هم د روسانو د يرغل په وخت كې د امير سره
د نظامې مرستو مسله وه چې د روسانو دبريد په وخت كې به انگليسان دامير سره خپلې
مرستې جارې ساتې .
سره ددې چې دغه تړون دملت په وړاندې قانونې بڼه نه درلوده نو ځكه هغه وخت ډېرو
مشرانو د امير داكار دافغانستان سره يو ملي خيانت وباله ، سره ددې چې انگليسانو هغه
وخت دهمدغو سيمو ماليات چې په لمړۍ سره كې ۱۲ لكه روپې وي چې وروسته دغه رقم ۱۸ لكو
روپو ته ورسيده امير ته يې استول يعني چې ددغو سيمو ماليات امير ته وركول كيده .
په سرحدې سميو كې هم د انګليسانو په مقابل كې تحركات ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وه
او او د انګليسانو په مقابل كې د خلكو له خوا دخود مختارې او آزادې غورځنكونه مخ په
زياتيدو وه ، او ددغو سيمو خلك تل د انګليسي استعمار په وړاندې خپلو هلو ځلو كې
زياتوالې راوسته او د سيمې خلك د انګليسانو په خلاف راوپاريدل .
نه يواځي داچې دغه مهال په دغو سيمو كې د انګليسانو په خلاف تحريكونه پيل شوې وه
بلكې دنړۍ په نورو سيمو كې هم دغسې د ازادې تحريكونو پراختيا موندلې وه .
په جنوبي افريقا او په سوډان كې كې هم دامهال د انګليسانو خلاف د آزادې پاڅونونه
پيل شوې وه ښايې چې ددغو تحريكونو د هڅونې په برخه كې دتركيې عثمانې امپراطورې ونډه
ډېر ه وه .
په كال ۱۸۹۷ ميلادې كې په سرحدې سيمو كې دخلكو قيام د انګليسانو په خلاف هم د
عثمانې امپراطورې ونډه ليدل كيده ترڅو په نړۍ كې د انگليسانو په خلاف د آزادې
غورځنګونه پيل شي او د نړۍ مسلمانان د انګريزي استعمار په وړاندې مبارزه پيل كړې .
په سرحدې سيمو كې ددغو تحريكاتو تر شاه مشهور افغانې قومونو او مشران چې دهغې له
ډلې څخه يوسفزاې ، مهمند ، ماموند ، افريدې ، اوركزې ، وزير ، مسعود قومونونه
يادولې شو ، چې په سرحدې سيموكې د انگليسانو په مقابل كې را پاريدلې وه چې ددې ترشا
افغانې مذهبي مشرانو لكه د صوات اخندزاده صيب ، په وزيرستان كې ملا پاينده، او دهډې
اخندازده صيب هم شامل وه .
سره ددې چې ددغې تحريكونو سره امير عبدالرحمن خان هم سلا مشوره درلوده ولې په ښكاره
ملاتړ يې نشو كولاي ، ولي انګليسانو د اويا زره پوځيانو په مرسته دغه تحركات يې سه
ناسه خاموشه كړه .
ولې بيا هم ددې مقامتونو ستر مركزونو دهېواد په سترو مركزونو كې وه چې صوات ، باجوړ
، تيراه ، مهمند او وزيرستان يادولې شو .
انګليسانو هغه مهال ددغو سيمو بعضي خلكو ته د پيسو په وركول سره وكړاې شو چې دغه
تحريكونه د څه وخت لپاره ارامه كړي .
ولې بيا هم د انګليسانو پرضد تر هغه وخته پورې چې انګليسي استعمار په هند كې له
ماتې سره مخ شو تر همغه وخته پورې دغو تحريكونو دوام درلوده .
كله چې دپاكستان نوې حكومت را منځ ته شو نو بيا هم دغه د ډيورينډ د كرښې موضوع
لاينحله پاتې شو او تل ددې دواړو دولتونو تر منخ تاو تريخوالې دوام درلوده حتي په
سيمو او سرحد كې به زيات تاوتريخوالې رامنځ ته كيده .
آن د سردار شهيد محمد داود خان د واكمنې پر مهال كال ۱۳۳۴ هجري شمي او كال ۱۹۵۵
ميلادې كي دنوموړې لخوا دپاكستان پر ضد د جنګ اعلان د راډيو د لارې وشو او له خلكو
څخه غوښتنه وشو چې د پاكستان په اړه په جنګ كې گډون وكړي ، په كابل او جلال اباد كې
د پاكستان پرضد لاريونونو خپل او ج ته ورسيده او ډېر افغانان په داوطلب توګه دې ته
حاضر شول چې د پاكستان سره په جنګ كي گډون وكړي تر څو د ډيورينډ دكرښې موضوع د جنګ
د لاري وګټې .
په همدې وخت كې يعنې د جوزا د مياشتي په ۷ نيټه كال ۱۳۳۴ هجري شمي كې د روسيې سفير
ديكتيار په هغه وخت كې د افغانستان د دولت ملاتړ وكړه او په ممكنه جنګ كې يې د
افغانستان له دولت سره د هر راز مرستو ژمنه كړي وه .
په كال ۱۳۳۴ هجري شمي د لړم دمياشتي په ۲۲ نيټه چې د ۱۹۵۵ كال د جون د مياشي ۲۶
نيټي سره سمون خوري د پښتونستان او ډيورينډ دكرښي په اړه لويه جرګه جوړه شوه او په
قاطع اكثريت د رايو په وركولو ټولو پريكړه وكړه چې پښتونستان د افغانستان سيمه ده
او لويه جرګه يه دي اړه د دولت د سياست ملاتړي دي .
تردې وړاندې هم د امريكې جمهور رئيس ايزنهارو په كال ۱۳۳۱ د قوس په ۱۷ مه كابل ته
راغي تر څو د افغاني مقاماتو سره د ډيورينډ د كرښي په اړه خبري اتري ترسره كړي .
دحوت د مياشتي په ۱۲ مه كال ۱۳۳۸ هجري شمي كې خروسچف او دروسيي خارجه وزير گرميكو
كابل ته راغلل تر څو د پښتونستان پرسره د افغانستان او پاكستان د احتمالي جنګ كې د
افغانستان د دولت مرسته وكړي .
ولې سره د دومره تاوتريخوالو بيا هم د پاكستان او افغانستان تر منځ ددې سيمي پر سر
كومه دايمي روغه جوړه ندې شوي او تل دغه سيمه د د دواړو هيوادونو ترمنځ په تشنج كې
پاتې دي په داسي حال كې چې ددې سيمي اكثريت خلك افغاني قومونه او قبايل دي چې تل
ځانونه افغانان گڼې او تل يې په دغه لاره كې مبارزي هم كړي دي .
په وروستيو كلونو كې داچې په افغانستان كې حالات خراب و او دغه هيواد په كورنيو
جګړو كي ښكيل وه نو دغه موضوع هم همداسي لاينحله پاتې شو .
داچې اوس مهالې په افغانستان كې سه ناسه ارامې ده او افغانان د خپل د جوړولو په هوډ
كې دې سره ددې چې دا دافغانانو حق دي چې خپله خاوره وغواړي په ډير بي شرمي سره د
پاكستانې مقاماتو له خوا پريكړه كيږي چي د ډيورينډ دكرښي نه ګرد چاپيره اغزن تارونه
تاو كړي او ددوې په وينا داكار د د همدوې له خوا د رامنځ ته شوي شيطانت ( تروريزم )
مخنيوي وكړي ، په داسې حال كې چې د پاكستاني او پنجابي مقاماتو لخوا ددغې پريكړي په
اړه افغانانو سخت غبرګون وښـوده ، حتي په پاكستان كې هم افغانې قومونه چې اوس مهالې
د پاكستان د استعمار لاندې شپي او ورځي تيروي په ښكاره او غوڅ پريكړه ، د پاكستان د
دغه پريكړي پر ضد په ډاكه مخالفت وكړه او دا يې ومنله چې د ډيورينډ سيمه د افغانانو
پلارنې حق دې او دوي په هيڅ صورت د كرښي ګرد چاپيره د تار يا اغزن د غزولو سره
موافقت نلري ، په همدې اساسي د افغانستان د ۱۳۸۴ كال دولسي جرګې زيات شمير منتخبو
استازو په ډاكه ښكاره كړه چې دغه سيمه موضوع دې د مزاكراتو دلارې حل او فصل شي نه
داچې پاكستان د افغانستان د خاوري څخه د تروريزم په بهانه اغزن تار را چاپيره كړي ،
بلكي ډيورينډ كرښه نه منوونكې كرښه ده او دا دافغانانو خپل خاوره او خپل حق دي .