
چې د سترګوپه کاته سحراوجادو کا
د سحرګرو سترګو قدر دی په کار
هسی ګوری تصور کی ته به وای
د ځوانی هوس یی ښکاری په اظهار
جګه پوزه یی چارګل ده ښایسته کړې
د بڼو څوکی یی جوړی دی په شمار
تر سرو شونډوګلابی شونډی حیا کړي
که نصیب دې شوې ترې ونکړې انکار
جذبه می د ځوانی په ټینډکو شوه
د هندو د لور په سترګو کی په وار
دا د رب د قدرتونو نمونه ده
افغانی غم دی کوه لږ په کرار