
کله به ځما ارمان تر سره شی ؟
باغ به می ګلزاره باثمره شی ؟
کله به خمار په سر ورجګ شمه ؟
پورته د عنقا په شان وزرې شي ؟
څیرې ګریوان سم چې په بیدیا شمه
کله چې می سا په ځان ابتره شی
جیل چې می د غم دانی تسبیح شولی
یا چې می راټول د ژوند ټغره شی
وی نيسم محنت نور د ژوندون ځینی
ماته د فرهاد په شان ککره شی
جوړچې شوقیامت می په وجودوجود
هلته به ارمان د یار تر سره شی