
څو اونۍ کېږي چې پاکستانيو طالبانواعلان کړى چې له خپل متبوع حکومت سره يې اوربند اعلان کړى او له دې وروسته به دوى په پاکستان کې حملې او جنګونه نه کوي . دې طالبانو پخوا ويلي وو چې پاکستانيو چارواکيو ته يې ځينې شرطونه وړاندې کړي دي او اوس يې چې دسولې اواوربند اعلان وکړ نو له دې څخه څرګندېږي چې چارواکيو ددوى شرطونه منلي دي .
د دې تړون يوه نښه داهم ده چې پاکستان دطالبانو دواکمنۍ ددفاع دوزيرپه شمول دافغانو لوړپوړيواو پاکستانيو طالبانو ٥٥کسيزه ډله خوشې کړه او طالبانو ددې په بدل کې په کابل کې دپاکستان تښتول شوى سفير له ١٨ تنو پوځي افسرانو او سرتېرو سره خوشې کړ .
له القاعده او طالبانو سره دپاکستان دحکومت اوربند او مذاکرات کومه نوې خبر نده او نه لومړى ځل دى چې داکار کېږي .
پاکستان مخکې هم دا کار کړى او په دې بريالى شوى هم دى چې نړيواله ټولنه يې تريوه حده په خپل کار قانع کړې چې د وزيرستان دتېرکال اوربند يې ښه نمونه ده.
په پاکستان کې دنوي حکومت له راتللو سره له طالبانو سره دسولې او له جګړې څخه دهغوى لاس اخېستلو موضوع ډېره ګرمه شوه، دپاکستان دخلکو (پيپلز) او دمسلم ليګ نوازګوندونو له ټاکنو وړاندې خپل ټاکنيز شعار له پاکستانيو سره سوله اعلان کړى وو ، نيشنل عوامي ګوندهم په ټينګار سره وايي چې دحکومت له نظامي اپوزيسيون سره به سوله کوي او په وينا يې دادپښتون وژنې پروسه به پاى ته رسوي چې دادى اوس ښکاري دې ټولو سياسي او ملي جرياناتو له ملت سره پدې اړه کړې ژمنې ترسره کړې او په پاکستان اوربند نافذ شو.
که څه هم امريکا،ناټو ملګري ملتونه او دافغانستان په کړکېچ کې لاس لرونکي نور نړيوال لاسونه په ښکاره دا سوله او جوړجاړى ردوي خو دسياسي څېړونکيو په باور داناشونې ده چې پاکستاني چارواکي دې داسې سياسي او يانظامي جرئت وکړي چې دپورتنيو ادارو او په ځانګړي ډول دمتحده ايالاتو خوښه او موافقه يې پکې نه وي اخيستې.
دځايي طالبانو او دپاکستان دحکومت تر منځ د ايښودل شوي نوي اوربند تاداو دومره کلک دى چې تېره ورځ چې دامريکا بې پيلوټه چورلکو دباجوړ په ډمه ډوله سيمه کې يوه ديني مدرسه بمبارد کړه او دچارواکيو په وينا،له شلو ډېر طالبان او عام وګړي يې ووژل نودپاکستانيو طالبانو وياند (ملامحمدعمر)مطبوعانو ته وويل چې امريکا دا کار پدې خاطر کړى چې دطالبانو او دپاکستان دحکومت تر منځ دناباورۍ فضا رامنځته کړي او ددوى ترمنځ نوي اوربند ته زيان ورسوي خو ده کلک هوډ څرګند چې داډول دسيسې به ددوى اوربند ته زيان و نه رسوي او پدې اړه به ددواړو خواوو ټينګ ګامونه ونه لړزوي.
څومره چې اورېدل کېږي دطالبانو لوى مشر ملامحمد عمر مجاهد چې په نړيواله کچه دده اتباع او ارادتمندان يې داميرالمؤمنين ( دټولو مسلمانانو مشر)بولي هم خپل لښکر ته امر کړى چې دجنګ ډګر ډېر مه پراخوئ او دښمن په يو محدود ځاى (افغانستان) کې تربريد لاندې راولئ .
په دې اړه چې ډېره دپام وړ موضوع ده هغه داده چې ددې ډول خبر له خپرېدوسره هر وخت دافغان حکومت پښې لړزېږي او دازېرى دخپل حکومت لپاره به بد فال نيسي ، دوى وايي چې له دې ډول اوربندونو سره طالب جنګيالي او القاعده اوزګارېږي او ټول پام افغانستان ته رااړوي چې دوى يې اغيزې محسوسې کړې هم دي . دوى له پاکستان څخه غوښتي چې داډول اوربندونه ونکړي او په نړيوالې ټولنې يې هم غږ کړى چې پاکستان له دې اوربندونو څخه منع کړي.
پوښتنه داده چې داکوم تعقل او درايت دى چې يو هېواد دې پدې وتوانېږي چې په خپله خاوره کې دې دجګړو مخه ونيول شي ، دوينو بهېدل دې پکې بند کړل شي ، هېواد دې يې له کنډر کېدو وژغورل شي خو بيا دې دکوم ګاونډي په خاطر داکار ونکړي، ځان دې تبا او ګاونډى دې خوښ کړي .؟بيا هم ،پاکستان څه مجبوريت لري چې دافغانستان په خاطر دومره قرباني ورکړي ؟
. داڅومره دشرم خبره ده چې موږ پاکستانيانو ته زارۍ او نامعقول پېشنهادونه کوو چې پخپل وطن کې دې ددې لپاره داور لمبې بلې وساتي چې که هلته دالمبې مړې شي ماته راځي ، دافغان خاورې دساتنې ذمه وار پاکستانيان دي که افغانان؟ چا خپل سرحدات په ګاونډيو ساتلي په ځانګړې ډول په داسې حالاتو کې چې هېواد يې دسوله ساتوځواکونو په نوم د٣٧ هېوادونو دوسلوپوځيانو کوربه وي.
زما په نظرپاکستان به هېڅکله هم دافغانستان په خاطر داکار ونکړي چې داهېواد دې خوشحاله او خپل هېواد دې وران کړي . تجربو او عيني مشاهداتو ښودلې چې داکار يواځې زموږ چارواکي کولى شي اوبس . دنړۍ په کچه داريکارډ يواځې افغانانو ټينګ کړى دى اولا يې ټينګوي چې دنورو لپاره خپل هېواد ويجاړوي.
اصلاً له پاکستان څخه داغوښتنه غير منطقي ، غير عملي او غير فني ده.
موږ بايد له نورو درس واخلو ، موږ ددې پرځاى چې پاکستانيانو ته عذر او زارۍ کوو چې اوربندونه مه کوئ ولې پخپله له مخالفينو سره تفاهم نه کوو ؟ ولې پخپل ځان کې دډيالوګ ، سولې ، او خبرو اترو ظرفيت او دخپل هېوادوالو دزغم ججورى نه پيداکوو.؟ ولې په خپل هېواد کې پخپله دجګړې عوامل او نورو ته دلاسوهنې د زمينې برابرول له منځه نه وړو. که پاکستان له عبدالله مسعود ، پاکستاني ملامحمدعمر ( دهغوى وياند) ، سيف الله اختر او نورو سره ستونزې ختمولى او هغوى په خپلې غېږ کې نيولى شي نو موږ ولې خپلو وروڼو سره نه شو کېناستلى؟ باور دى چې که موږ داکار وکړ نو مجبوربه نه يو چې پاکستانيانو ته عذر او زارۍ وکړو اودنامعقولو پېشنهادونو په کولوورته سرونه ټيټ کړو.
دا يو منل شوى حقيقت دى چې دافغانستان ستونزه له خبرو پرته بله حل لاره نلري ا واخر به هم همدې حقيقت ته سرټيټوو خو دابه هغه وخت وي چې وطن مو نور هم کنډر او ميليونونه ارواوې به مو ترخاورو لاندې شوې وي.
موږ له نړيوالو هم په کلکه غواړو چې نور مو له دې ډول نامعقولو غوښتنو او احتياجونو وژغوري او په هېواد کې مو سولې ته زمينه برابره کړي.
موږ امريکاته هم وايوچې که کندوليزارايس په منځني ختيځ کې دسولې لپاره بستره غوړولى شي نو په افغانستان کې ولې دسولى پلوى کولى نشي .
له افغان چارواکيو هم هيله لرو چې نور دتکبر ، انانيت او ځان غوښتنې له دايرې څخه راووځي له نورو عبرت واخلي او پخپل هېواد کې خپله سولې ته کاروکړي .