
راځی چې جوړ کړو دغه وران کلی کورونه
وروڼو تر څو به دا نفاق وي
راځی چې یو کړو دا خواره واره قومونه
وروڼو تر څو به دا نفاق وی
ګدرمو وران پیغلې سرتورې شولې
د ورور ګلوۍ خبرې نورې شولې
کلي بانډې مو رانسکورې شولې
څوبه د بل په لمسون خپل کورورانونه
وروڼو تر څو به دا نفاق وی
دا وطن مینه غواړي کار غواړي
بیا جوړولو ته یې زیار غواړي
ښکلو باغچو ته یی ملیار غواړي
تر څو به اورو د پردیو پیغورونه
وروڼو تر څو به دا نفاق وي
وروڼو تدبیر او علمیت دی به کار
لوړ شجاعت او صداقت دی په کار
بیا رغونې ته همت دی په کار
راځی پوره کړو د کلونو ارمانونه
وروڼو تر څو به دا نفاق وی
دا مو د کلو او بانډو وطن دی
دا د ښایست د منظرو وطن دی
د ولسونو ، پرګنو وطن دی
سره جرګه کړو افغانی ټول ولسونه
وروڼو تر څو به دا نفاق وی