د زړور وطنپالونکی د شهادت له امله په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوندد ډاډګيرنې پيغام

د هيواد د زړور وطنپالونکی ، نه ستړي کيدونکی مبارز، نامی سياسی شخصيت د شهادت خبر ډېر افغانان د غمځپلی هيواد د ننه او د هيواد څخه د باندې په داسې وير اخته کړل چې د ټولو خوبونه او آرام يې تالا ترغه کړل . زمونږ مظلومه او په ساندو ستړی مور ګران افغانستان بيا د يوه رښتينی او سرښندونکی ځوی محمد هاشم وطنوال  په مرګ بوره شوه . د تروږمۍ او تيارې مريانو د وطنوال  په ياغی وينو د هيواد لمن خړوبه کړه ، تر څو د راڼه سحر او روښانه راتلونکی مخه ډب کړی . خو په پوره باور سره به د وطنوال د ياغی وينو مستی د پيړيو په درندو خوبو خوبولی وطنوال راويښ کړی او د هيواد ساتونکی کاروان به مطلوب سر منزل ته ورسوی .
مونږ په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند ټول غړی په داسې حال کې چې د وطن د شهيد وطنوال سپيڅلو آرمانو ته خپله زيان نه منونکی ژمنتيا په بشپړه يووالی سره نوی کوو، د وير په دې غمجنو شيبو کې د تل ژوندی وطنوال د شهادت له امله د هغه درنې کورنۍ ، ټولو خپلوانو او دوستانو ، همدارنګه د نامداره وطنپالونکی د سنګر ټولو ملګرو ، د افغانستان ملی ګوندمشرتابه او په ځانګړی توګه د افغانستان ملی ګوند ځوان مشر محترم عبدالحی مالک ته ددې جبران نه منونکی ضايعې له امله د زړه له کومې د ډاډ او تسليت مراتب وړاندې کوو او د شهيد روح ته د دعا لاسونه لپه کوو .
 
                                 په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند شورا