خړ توپان دی د لوخړو تر هر وره رسیدلی یو یو کاڼی له اسمانه پر هر کور دی رالویدلی هر افغان دی ددی خاوری نن په اوښکو لمبیدلی پر اوار ټغر د غم یی خوښ پنجاب دی نڅیدلی که افغان په خوب ویده وی او ګرګین را پاڅیدلی هم به لر وی ، هم به بر وی پدی غم کی زنګیدلی ګوره تور دیب سری منګولی فرشتو ته خښمیدلی هره ورځ یو « وطنوال » خوری چی په خیټه پړسیدلی هم په بم هم په راکټ مری هر ددی هیواد وګړي پاڅولای پښتون نه شم خدایه څنګه خوب وهلی « پښتنو ! کښتۍ ډوبیږی »(۱) « جهانی » مو ارویدلی ؟ که یو نشی نو ورکیږی ځان ته مه وایه ښاغلی نوزادی په لوړ اواز دی دا پیغام در رسولی ډنمارک - ۱۹ / ۷ /۲۰۱۱ (۱)- دا د وتلی شاعر عبدالباری جهانی دیوه شعر مطلع ده چی پښتانه یی مخاطب کړیدی .
وروستي