
ټاکل شوې ده د نړيوالې ټولنې او زموږ د يوه ګاونډي هېواد په مرسته او لېوالتيا د افغانستان احصايې دمرکزي ادارې له خوا د افغانستان عمومي سرشميرنه واخيستل شي . د احصايې د مرکزي ادارې دمامورينو په وينا ، دا سرشميرنه به د 1387 ل کال د زمري مياشتې پر (1) نېټه پيل ، پر (12) نېټه به ختميږي او ټولو شلو ورځو کې به د نږدې (30) زرو مامورينو په مرسته په ټول افغانستان کې بشپړيږي . د هېواد په نامناسبو سياسي او امنيتي حالاتو کې په بيړنۍ توګه ددې ډول يوې لويې پروژې پيلول دهېواد پالو افغانانو په ذهنونو کې ګڼې پوښتنې راولاړې کړي دي . اساسي اندېښنه داده ، چې يو شمير کورنۍ او بهرنۍ کړې غواړي په افغانستان کې طبيعي قومي اکثريت پر يوه اقليت بدل کړي يا لږ تر لږه د اکثريت اصطلاح له منځه يوسي ، يا اکثريت راکم کړي او يا هم اقليتونه ورزيات کړي ، په دې ډول به نو دوی له خپل نظر سره سمه سياسي موخه تر لاسه او تردې وروسته به بيا نورې سياسي بې عدالتۍ ته لاره اواره کړي . ټول پردې پوهيږي ، چې په اوسني حکومت کې د يوه اقليت زياته ونډه او د لوی اکثريت محروميت ، د سرشمېرنې پر رښتتينوالي مستقيم تاثير لري ، خو بياهم محدودې کړۍ په دې هڅه کې دي ، چې له خپل دې موقعيت او زمانې چانس څخه د ځان په ګټه کار واخلي . اوسمهال څو داسې مهمې ستونزې دي ، چې د سرشمېرنې پر وړاندې پرتې دي ، تر هغې پورې ، چې دا ستونزې حل نه شي ، سرشمېرنه اصلا واقعي مفهوم نه لري يوه خيالي او جنجالي موضوع به وي او بس .
دلته به په لنډيز سره ددې ستونزو يادونه وکړو :
امنيتي ستونزه : د سرشمېرنې پر وړاندې تر ټولو غټه ستونزه امنيتي ستونزه ده ، شپږ – اوه داسې ولايتونه دي ، چې عملا په کې ګرمه جګړه روانه ده ، هلته له درنو وسلو او ځواکونو پرته ان د پوليسو تګ راتګ ګران دی نو پاتې لا د سرشمېرنې دمامورينو شل ورځنی فعاليت .
اوه – اته داسې ولايتونه دي ، چې په هغو کې د جګړه ييزو پېښو اطلاعات شته او څلور – پنځه داسې ولايتونه دي ، چې ناوړه امنيتي پېښې په کې کله کله پېښيږي ، په مجموعي ډول (19) ولايتونه داسې دي ، چې په سم ډول په کې سرشمېرنه نه شي تر سره کيدلای او نورو ولايتونو ته هم د سرشمېرنې د زماني واټن او تثبيت شوي مهال له مخې دناامنۍ پېښې غځيدلای شي ، په داسې حال کې ، چې د احصايې مامورينو يوازې د هلمند ولايت ناامنه ګڼلی او د سرشمېرنې له محاسبې يې ويستلی دی . د سرشمېرنې مامورين دکوم تضمين له مخې غرو ، رغو ، کليو او بانډو کې سمه سرشمېرنه تر سره کولای شي ؟ ايا د سر شمېرنې محلي او مرکزي مامورين به دخپل سر دقيمت په بيه دنورو د سرونو شمېرنې ته حاضر وي ؟ پوره باور دی ، چې نه !
دمهاجرو ستونزه : نږدې په سلو کې ( 15-20 ) افغانان بهرنيو هېوادونو کې مهاجر دي ، په دې عمومي سرشمېرنه کې هغوی له پامه غورځول شوي نو ، چې په سلو کې شل خلک د سرشمېرنې له بهيره وغورځي نو داخو د سرشمېرنې مشروعيت ته غټ زيان رسوي . دغه راز ګڼ شمېر افغانان دهېواد په داخل کې بيځايه شوي دي ، د هغو شمېرنه هم د اصلي او اوسني استوګنځي په پام کې نيولو سره ستونزمنه ده ، دا هم د سرشمېرنې پر وړاندې يوه ستونزه ده .
کلتوري ستونزه : په کليوالي او لرې پرتو سيمو کې ګڼ شمېر افغانان د ځينو کلتوري مناسباتو له امله دېته حاضر نه دي ، چې دخپلې کورنۍ د ښځينه غړو شمېر ، نومونه ، مدني حالت او دهغو دعمر کچه په دقيق ډول وښيي ، که داحصايې مامورين دا ټول معلومات په دقیق ډول ثبت نه کړای شي نو هغه به څه احصاييه وي او د څه شي درد به دوا کړي ؟
د کوچيانو ستونزه : د افغانستان د نفوسو يوه درنه او پام وړ برخه په ګرځنده او کوچياني ډول ژوند کوي ، چې زياتره وخت متحول دي ، د دوی د شمېرنې لپاره هم په دې سرشمېرنه کې کوم خاص پروګرام په پام کې نه دی نيول شوی نو ، چې دا هم له محاسبې ووځي د احصايې مامورينو ته له ځينو لويو ښارونو پرته نور څه پاتې کېږي ؟
دګاونډيانو لاسوهنه : اساسا خو سرشمېرنه د يوه هېواد دبشري پرمختګ او سوکالۍ لپاره يوه مهمه بشري موضوع ده ، خو په افغانستان کې له دې موضوع څخه يو جنجالي او سياسي موضوع جوړه شوې ، ځينې بهرني هېوادونه په تېره بيا زموږ ځينې ګاونډي هېوادونه غواړي ، چې په دې مسله کې هم مداخله وکړي او د افغانستان پر هر اړخيزو معلوماتي مسايلو واکمن شي ، په دې ډول خپل مذهبي او ژبني اړيکوال دلته زيات وښيي . دا په داسې حال کې ده ، چې دنړيوالو معيارونو له مخې هېڅ ګاونډي هېواد په داسې مهمو کورنيو معلوماتي مسايلو کې د ګډيدو يا ککړتيا حق نه لري . که چېرې دا کار وشي نو سرشمېرنه خپل باور له لاسه ورکوي . اوس ، چې ايران دنړۍ په کچه تر بل هر هېواد زيات د افغانستان دسرشمېرنې لېوال ، مينوال او په کې دخيل دی دا طبعا دافغانانو شکونه پيدا کوي ، دافغانستان هغه سرشمېرنه ، چې د ايران او يا پاکستان د لاسوهنو ، همکاريو او يا هم مداخلو له امله واخيستل شي پر هغې به کوم رښتينی افغانان باور وکړای شي ؟
د احصايې پر مرکزي ادارې د باور دنشتوالي ستونزه : په تېرو څو کلونو کې د احصايې مرکزي اداره تر ډيرې کچې سياسي شوې او قومي شوې ده ، په هغه اداره کې ، چې مشر او ځينې مهم مامورين يې يو مشخص جنجالي تنظيم ته وفادار او له قومي پلوه هم د يوه قوم غړي وي او سرشمېرنه هم د دوی له خوا اخيستل کېږي ، نورې سياسي او قومي ډلې به پرې څنګه باور وکړي ؟ د ځينو معلوماتو له مخې د احصايې دمرکزي ادارې مشر د اسلامي جمعيت دتنظيم وفادار غړی دی ، دمامورينو شمېر يې د قومي ترکيب له مخې نږدې ( 70) سلنه تاجک قوم پورې تړلی دی ، او نور پاتې د افغانستان نورو ټولو قومونو پورې اړه لري ، نو داسې يو سياسي ، سمتي او قومي ترکيب ، چې د احصايې په اخيستلو کې اساسي نقش ولري څه فکر کيږي ، چې نور قومونه به پرې باور وکړي ؟ د احصايې په الکترونيکه برخه ( سافت وير ) او نورو په جوړونه کې هم ، چې ايرانيان دخيل دي ، نو بيا به ښه او شفافه احصائيه ترسره شي ؟
د احصايې تخنيکي ستونزې : د پورتنيو منفي عواملو تر څنګ داحصايې رياست پر وړاندې ګڼې تخنيکي ستونزې هم پرتې دي ، هغه پوښتنليکونه ، چې دوی چاپ کړي او دهغو پواسطه سرشمېرنه کوي ، ډېره مشکله ده ، چې د ښوونځيو ښوونکي او يا هم کم لوستي محلي خلک دې پر کم وخت دهغو په سمې کارونې او دقيق ثبت پوه شي . د زماني واټن په تناسب دخلکو عامه پوهاوی هم ډېر سخت ښکاري ، دا حصايې مامورين وايي هغه سيمې ، چې د مامورينو تګ ورته د بيلابيلو عواملو له مخې ګران دی هلته د سپوږمګۍ يا سټلايت له لارې دکورونو احصائيه اخيستل کيږي او هر کور د منځي حد ( 6) تنو غړو په ضريب ضربېږي او دهغې سيمې مجموعي کميت معلومېږي .
اول خو د ( شپږو ضريب ) په اطرافي سيمو کې دقيق ځکه نه دی ، چې دلته کورنی منځی حد تردې پورته دی بيا که داهم سم وي نو په دې کې خو د سړي ( سر ) معلوم شو ، د عمر ، جنس ، مدني حالت ، سواد ، شغل او نور ، چې د احصايې اصلي هدفونه دي څنګه معلومېږي ؟ که چېرې موږ پر احتمالي احصائيه ډډه ولګوو ، نو دا ډول احتمالي احصايې خو اوس هم شته ، پر هغو ولې ډډه نه لګوو او دنړيوال معيار له مخې دې هر کال يو ټاکلی ضريب ورسره ضربېږي .
د (1358 ) ل کال احصائيه يوازې په دې دليل نيمګړې ګڼل کېږي ، چې هغه وخت دجګړو له امله د نورستان او پکتيا په ځينو سيمو کې سرشمېرنه په سمه توګه تر سره نه شوه ، خو اوس ، چې په ( 19) ولايتونو کې سرشمېرنه په سمه توګه تر سره کيدی نه شي ، ولې بيا دنوې احصايې پر اخيستلو ټينګار وشي ؟ ددې ټينګار له مخې ښکاري ، چې د احصايې اخيستلو تر شا سياسي هدفونه پراته دي او دا مشخصې کړۍ غواړي د نړيوالو له شتوالي او مصداق څخه په غلطه توګه ګټه پورته کړي ، له دې عمليې څخه هدف دادی ، چې دوی به ناسمه احصائيه واخلي او پر نړيوالو به يې تصديق کړي ، بيا به څوک ددې وس نه لري ، چې دروغ په رښتيا دروغ ثابت کړي . په دې برخه کې ډېر نور دلايل راوړل کېدی شي ، چې دا ليکنه يې د ټولو ځايولو وس نه لري خو دولت ته زموږ وړانديز دادی ، چې اوس دې له نړيوالې ټولنې څخه د سرشمېرنې لپاره پانګه راټوله کړي ، په دې پانګې دې په ولسواليو او ولايتونو کې د احصايې د مامورينو لپاره دفترونه جوړ کړي ، خپل مامورين دې وروزي ، د احصايې مرکزي رياست دې د يوې ډلې او يوه قوم له انحصاره وباسي ، دعامه پوهاوي کارونه دې تر سره کړي کله ، چې په هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شو ، کورني کډوال او بهرميشتي افغان مهاجر خپل هېواد ته راستانه شول ، په حکومت کې د ځينو ډلو سياسي ناقانونه واک ختم شو ، په احصايې او نورو چارو کې دګاونډيو هېوادونو دمداخلې هر ډول امکان له منځه لاړ نو بيا دې تر هغه وروسته دا لويه ملي او بشري پروژه عملي شي ، له هغې پرته دا ډول احصائيه چې نه په کې سرونه شمېرل کيږي او نه هم په کې کلي او ښارونه ، يوه خيالي او سياسي احصائيه ده او له يو سياسي بحران او بشري غميزې پرته به بله نتيجه ونه لري .