نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

 
راسته پوښتنې او سر چپه ځوابونه 
س : په افغانستان کې ملي اتل څوک دی ؟
ځ : چې پر کابل يې ډېر توغندي توغولي وي .
س : افغانستان چا وران کړ ؟
ځ : بې وسلې افغانانو .
س : کابل چا وران کړ ؟
ځ : کابل ښاريانو .
س : د ولسمشر کرزي دښمنان څوک دی ؟
ځ : هغوی ،چې ورته ډيره رايه يې ورته  ورکړې .
س : دوستان يې څوک دي ؟
ځ : ټلواله او هغوی ، چې هېڅ رايه يې نه ده ورکړې .
س : افغانستان کې څوک ډېره مداخله کوي ؟
ځ : برازيل او نيګاراګو .
س : په افغانستان کې څوک هېڅ مداخله نه کوي ؟
ځ : ايران او پاکستان .
س : مجاهدين څوک دي ؟
ځ : هغوی ، چې هېڅ جهاد يې نه دی کړی .
س : چې جهاد يې کړی هغوی څوک دي ؟
ځ : فراريان او باغيان .
س : شيخ محمداصف محسني ته څوک پيسې ورکوي ؟
ځ : خپله يې پيدا کوي ، څه ايران خو يې ورته نه ورکوي .
س : افغانستان ته د چا مرستې بې غرضه دي ؟
ځ : د روسيې او امريکا .
س : څوک د پنجشير د زمردو قاچاق کوي ؟
ځ : طالبان .
س : د چا نظام پر ټول افغانستان واکمن و ؟
ځ : د استاد برهان الدين رباني .
س : مارشال چاته ويل کيږي ؟
ځ : چې د بهرنيو هېوادونو په عسکرو يې خپل هېواد نيولی وي .
س : په افغانستان کې د فکري ثبات خاوند سياستوال څوک دی ؟
ځ : حضرت صاحب صبغت الله مجددي .
س : انجينر چاته ويل کيږي ؟
ځ : چې د خپل هېواد د ورانۍ نقشې جوړوي .
س : څوک دی ، چې له ځوانۍ تردې دمه د هېواد پر آبادۍ او سوله يیزو چارو بوخت دی ؟
ځ : انجينر ګلبدين حکمتيار .
س : د افغانستان لوی ولايت  کوم دی ؟
ځ : پنجشير .
س : کوچنی کوم دی ؟
ځ : هلمند .
س : د حامد کرزي ډېر لرې مخالفين څوک دي ؟
ځ : احمد ضياء مسعود او کريم خليلي .
س : کوم تلويزون د ايراني کلتور پر ضد سخته مبارزه کوي ؟
ځ : طلوع تلويزون .
س : کوم تلويزون افغاني کلتور نه خپروي ؟
ځ : شمشاد .
س : څوک له پښتو سره ډېره مينه لري ؟
ځ : رهنورد زرياب .
س : څوک په افغانستان کې ملي وحدت غواړي ؟
ځ : لطيف پدرام .
س : کوم تنظيم په حکومت کې هيڅ ونډه نه  لري ؟
ځ : جمعيت اسلامي .
س : کوم وکيل دی ، چې هېڅ انتقاد نه کوي ؟
ځ : رمضان بشردوست .
س : افغانستان کې ډېر جنګيالی سياستوال څو ک دی ؟
ځ : حامد کرزی .
س : څوک د سولې او امن کوتره ده ؟
ځ : جنرال دوستم .