هسې نه چې زه به تا پسې ړنديږم ټول عمر به ستا مينه کې ژړيږم په يادونو په فکرونو کې مې ته يې د خيالونو په ټالونو کې زنګيږم هره خوا مې يواځې ته يې له نظره وصال غواړمه له خدايه نه صبريږم ارماني ستا دديدن يم زما مورې د بيلتون په دغه اور کې زه سوزيږم داد هجر مزل څومره دی اوږد شوی نه يې لنډون شته نه خوتا ته دررسيږم رب دي جوړې فاصلې زمونږه مينځ کې ستا ديدن کولی نه شم نه پوهيږم 18/03/08
وروستي