وطنه

ستا شنې دښتې شنه ډاګونه مې ياديږي لوړو جګو غرو سرونه مې ياديږي ستا نه لرې په پردي وطن کې اوسو د خپل کلي خړ کورونه مې ياديږي رنګارنګ به وو ګلان راغوړيدلي بلبلانو اوازونه مې ياديږي هرې خواته د ګلانو خو شبويې وه د هغوی  ښکلي رنګونه مې ياديږي بوراګان به وو راټول په سرو ګلانو د ځګيرويو ډک غږونه مې ياديږي اوس خو کور او کلی پاتې را نه لرې هغه ښکلي تصويرونه مې ياديږي سره ټول به وو خوښۍ او په مستۍ کې قسم په خدای هغه وختونه مې ياديږي 24/04/08