ساقي تا ثیر دې په پیالو کې نشته
ځکه چې خوند یې په نیشو کې نشته
یا د خوږو ترخو توپیر دې لږ دی
یا چیرې رنګ دې په تر خو کې نشته
چې د محفل یاران خمار پاتې دي
ښایي تادی دې په پیالو کې نشته
هسې مې بوځه د مستیو لور ته
چې د جنت په کنارو کې نشته
چې د غمونو مې بې غمه کاندي
داسې حالت چې لیونو کې نشته
دا چې میخوره لیونی مې بولې
اوس دا مقام په ارزیدو کې نشته
چې مې حالت د لیونتوب معلوم کړی
ساقي دا راز دې په فکرو کې نشته
خمار خمار دی افغانی د کلو
نور یې طاقت په صبریدو کې نشته
وروستي